د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

کابل کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو اندېښنې زياتې کړي


ارشیف
ارشیف

د قرنطین، د کرونا ویروس د لاخپرېدو او بې‌کارۍ ترڅنګ، په کابل ښار کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو هم د دغه ښار اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، سره له دې چې د افغانستان بندرونه خلاص دي، خو د خوراکي موادو د بیو د لوړېدو مخه نه‌ده نیول شوې.

د کابل ښار د ۱۰مې ناحیې دوه اوسېدونکي ظریف او وحید وايي: "بې‌وزلي او بې‌کاري ډېره شوې، خلک د یوې مړۍ ډوډۍ د اخیستلو توان نه‌لري او سره له دې چې ټول بندرونه خلاص دي، خو د خوراکي توکو بیې بیا هم لوړې دي."

"له یوې خوا قرنطین او بل‌خوا بې‌کارۍ خلک اندېښمن کړي دي، حکومت باید دې مسئلې ته پام وکړي."

ارشیف، د کابل منډوي کې د ارتزاقي موادو یو پلورنځای
ارشیف، د کابل منډوي کې د ارتزاقي موادو یو پلورنځای

ظریف چې د څلورو اولادونو پلار دی وايي، خلک پر کرونا ویروس له اخته کېدو څخه ډېر، د لوږې په فکر کې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر دکانداران وايي، د خوراکي موادو بیې په ټولو عمده پلورنځیو کې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د مکروریانو سیمې یو دکاندار بصیر وايي: "د ټولو موادو او اجناسو بیې لوړې شوي، پخوا مو د هګیو یو کارتن په ۸۵۰ افغانیو پېرلو، اوس‌یې په ۱۷۵۰ افغانیو پېرو. موږ نانوایي لرو، د اوړو بیه هم لوړه شوې، یعنې له ۱۲۰۰ افغانیو نه ۱۸۵۰ ته لوړه شوې ده."

حکومت د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته، په کابل کې ښار کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز ولګاوه، له دې امله ګڼ شمېر خلک چې په دغه ښار کې یې ازاد کاروبار درلود، له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

کابل
کابل

کابل ښاروالۍ وايي، دغې ادارې د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ په کابل ښار کې د خوراکي توکو د بیو د څارلو لپاره یو لړ اقدامات پیل کړي دي.

دغه اداره وايي، تر اوسه په دغه ښار کې په لسګونه دکانونه او عمده پلورنځي د توکو د بیو د لوړولو له امله، جریمه او تړل شوي دي.

د کابل ښاروالۍ ویاندې نرګس مومند ازادي راډیو ته وویل: "کابل ښاروالۍ او نورې ادارې ځانونه مکلف ګڼي چې له هېوادوالو سره همکار واوسي. پخوا تر دې مو هم په بېلابېلو سیمو کې هغه دکانداران چې د موادو بیې یې لوړې کړې وې، څارلي که اوس هم کومه ستونزه وي، خلک کولای شي، ۱۵۵ شمېرې سره اړیکه ونیسي او ستونزه دې ورسره شریکه کړي."

جان اقا نوید
جان اقا نوید

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د عامه اړیکو مرستیال جان اقا نوید وايي، د خلکو د تقاضا د زیاتېدو او په بندرونو کې د توکو د ضد عفوني کېدو له امله، د توکو بیې لږ څه پورته شوي، خړ ډېرې نه.

دی وايي، دغه خونه د حکومت په همکارۍ هڅه کوي، د توکو او په تېره د خوراکي توکو بېې وڅاري چې خلک له ستونزو سره مخ نه‌شي.

XS
SM
MD
LG