د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

پاپ فرانسس: د کرونا د وبا له امله دې نړیوال بندیزونه نرم شي


د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس د کرونا ویروس په وړاندې مبارزې او د اقتصادي عواقبو د جبران لپاره یې د نړیوال پیوستون غوښتنه کړې ده.

د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس ویلي، د کرونا د وبا له امله دې نړیوال بندیزونه نرم شي، د بې وزله هېوادونو لاس نیوی دې وشي او هر چېرې چې جګړه ده، باید و درول شي.

پاپ فرانسس د ایسټر یا د عیسویانو پاک اختر په اړه خپله وینا په واتیکان ښار کې له یوې تشې کلیسا وکړه، دغه ځای ته به پخوا په دې ورځ شاوخوا اتیا زره عبادت کوونکي راټولېدل.

نوموړي د کرونا ویروس په وړاندې مبارزې لپاره په نړیوالې همکارۍ ټینګار کړی او دې برخه کې یې د ډاکترانو او نورو روغتیایي کارکوونکو د کارونو ستاینه کړې ده.

چارواکو په ګڼو هېوادونو کې له عبادت کوونکو غوښتي چې د ایسټر جشن په مراسمو کې له ویډیویي امکاناتو کار واخلي او د فزیکي راټولیدنې مخنیوی دې وکړي.

دوی خبرداری ورکړی چې مذهبي غونډو کې د ګرځبندیز حکم او یو له بله واټن له منځه ځي چې ورسره به د کرونا ویروس پيښې نورې هم زیاتې شي.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښیي چې تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پیښو شمېر یو اعشاریه ۷۸ میلیونو ته ورسېد.

په متحده ایالاتو کې تراوسه ۵۲۹۰۰۰ کسان کرونا نیولي او له دې ډلې ۲۰۶۰۰ تنه مړه شوي دي.

د دې پیښو له ډلې ۱۸۱۰۰۰ په نیویارک ایالت کې رامنځته شوي او دغه ایالت په امریکا کې د کرونا ویروس د خپرېدو مرکز بلل کېږي.

د یکشنبې د ورځې تر نیمایي پورې په نړۍ کې په کرونا د اخته شویو کسانو د مړينې شمېر ۱۰۹۶۰۰ ته پورته شوی دی.

اوسمهال امریکا د کرونا ویروس د پېښو او له دې کبله د رامنځته شوې مړینې له اړخه تر ټولو لوړې شمېرې لري.

له امریکا وروسته دا مهال ایټالیا، هسپانیا، فرانسه او بریتانیا د کرونا ډېرې پیښې لري.

په ایټالیا کې دې ویروس نژدې نولس نیم زره، هسپانیه کې ۱۶۹۷۲، فرانسه کې ۱۳۸۳۲ او بریتانیا کې یې ۹۸۹۲ تنه مړه کړي دي.

له دې سره یو شمېر هېوادونو د کرونا ویروس د خپرېدو له امله لګول شوي محدودیتونو یو څه را کم کړي او یا یې دراکمېدو هوکړه کړې ده.

روغتیایي کارپوهانو خبرداری ورکړی که هېوادونه ژر په ګرځبندیز لګول شوي محدودیتونه لرې کړي، د پېښو ګراف به ډېر لوړ شي.

ځکه د دوی په باور، د نړۍ په کچه د کرونا ویروس د معاینې امکانات کم دي او دا څرک نه لګېږي چې څوک کرونا ویروس له ځان سره لېږدوي.

XS
SM
MD
LG