د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو وېره؛ د عیسویانو اختر رارسېدلی


په دې ترڅ کې وروسته تر اووه سوه کاله په بیت المقدس کې د عیسویانو د مشهورې کلیسا دروازې د ایسټر په درشل کې بندې شوې.
په دې ترڅ کې وروسته تر اووه سوه کاله په بیت المقدس کې د عیسویانو د مشهورې کلیسا دروازې د ایسټر په درشل کې بندې شوې.

د عیسویانو د ایسټر یا پاک اختر په داسې وخت کې راسېدلی دی چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر تر یولک اوښتی دی او په ډېرو ځایونو کې بندیزونه لګیدلي دي.

په دې ترڅ کې وروسته تر اووه سوه کاله په بیت المقدس کې د عیسویانو د مشهورې کلیسا دروازې د ایسټر په درشل کې بندې شوې.

د جانز هاپکنز پوهنتون د راغونډو کړیو ارقامو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د تلفاتو شمېر د اپریل د یولسمې نېټې تر لومړنیو ساعتونو تر یولک دوو زرو اوښتی دی او د هغو کسانو چې په دې ویروس اخته دي او تایید یې شوی دی شمېر یو میلیون او اوو لکو ته رسېږي.

ایسټر اختر د یکشنبې په ورځ په بیت المقدس کې لغوه شوی دی.

هر کال به په دې ورځو کې په لکونو مسیحیان بیت المقدس ته تلل.

دا په تېرو اوو پيړیو کې لومړی ځل دی چې د عیسی مسیح دا سپیڅلی ځای بند شوی دی.

تاریخپوهان لیکي چې لومړی ځل په یوزر درې سوه نهه څلویښتم میلادي کال کې چې وبا راغلې وه دا کلیسا تړل شوې وه.

په اسراییل کې تر اوسه څه باندې لس زره پنځه سوه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او دې وبا د پنځه نوي کسانو ژوند اخیستی دی.

تر اوسه پورې کرونا ویروس ډير کسان په ایټالیا کې وژلي دي خو د امریکا متحد ایالتونه تر ایټالیا د تېرېدو په حال کې ده.

په ایټالیا کې د تلفاتو شمېر څه باندې اتلس زره اته سوه دی او په متحد ایالتونو کې تر اوسه څه باندې اتلس زره اووه سوه.

په ورته وخت کې دا تایید شوې ده چې په متحد ایالتونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر پنځه لکه اوښتی دی.

خو داسې باور کېږي چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر اعلان شویو شمېرو خورا لوړ دی.

په ځینو هېوادو کې د تشخیص لابراتوارونه کم دي، په ځینو هېوادو کې حقیقي شمېرې پټې ساتل کېږي او داسې نور عوامل هم شته.

دغسې حالت په ټوله نړۍ کې د ایسټر مراسم اغېزمن کړې دي او په ورته وخت کې په میلیاردونو کسان په خپلو کورونو کې ایسار دي.

د نړۍ په ډېرو هېوادو کې چارواکو عیسویان دې ته هڅولې دي چې د ایسټر اختر کې سره یوځای نه شي او له غونډو ډډه وکړي او هغه فاصلې رعایت کړي چې روغتیاپالانو خلکو ته د هغوی لارښونه کړې ده.

په مکسیکو کې د رومن کاتلویک کلیسا له مشرانو غوښتل شوې دي چې لږ تر لږه له درې متره لرې او هغه هم په موټر کې له خپلو پيروانو دیني اعتراف واخلي.

په ایرلنډ کې بیا د ایسټر اختر په داسې وخت کې پیلېږي چې حکومت اعلان وکړ چې بندیزونه به د مې تر پنځمې تمدید شي.

د ایټالیا صدراعظم په خپل هېواد کې ورته اعلان وکړ.

اسپانیا، ایټالیا، فرانسه او بریتانیا هغه هېوادونه دي چې په اروپا کې ډېر کسان پکې کویډ نولس ناروغۍ وژلي دي، د اروپا د ټولو تلفاتو شمېر تر اوسه څلور شپيته زرو نه اوښتی دی.

داسې نښې نښانې لیدل کېږي چې په اروپا او د نړۍ په یو شمېر نورو سیمو کې د کرونا ویرس له امله لګیدلي بندیزونه په تجرباتي ډول لږ نرم شي.

مثلاً اسپانیا پلان لري چې سر له نوې اوونۍ چې له دوشنبې پیلېږي یو شمېر هغه کارکوونکي چې کارونه یې هم ډېر ضروري نه وي دفترونو ته وروغواړي.

XS
SM
MD
LG