د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

ارګ د نویو ګمارنو د درولو لړۍ وغځوله


ارګ
ارګ

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ حکومت کې د تازه ګمارنو د درولو لړۍ وغځوله.

د ولسمشر غني لخوا په حکومت کې د پنځو ورځو لپاره د تازه ګمارنو لړۍ درولو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د نویو ګمارنو لړۍ به د نامعلومي نېټې پورې درېدلې وي.

د ولسمشر د عامه او استراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر ازادي راډیو ته وویل له عبدالله عبدالله سره د خبرو لړۍ روانه ده څو د سیاسي اختلافاتو د حل لپاره حل لاره پیدا شي.

وحید عمر
وحید عمر

هغه زیاته کړه: "خبري دوام لري کيدای شي یو څه نور وخت هم ونیسي، ځکه هغه پنځه ورځې چې له دې وړاندې ټاکل شوې د اوس لپاره دا وخت غځېدلی دی هر کله چې خبرو یوه پایله پیدا کړه طبیعي ده چې اعلان به شي."

تېره اوونۍ د پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف، پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني او د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو په غوښتنه ولسمشر غني په حکومت کې نویو ګمارنو لړۍ د پنځو ورځو لپاره ودروله.

عبدالله عبدالله هم د سیاسیونو د غوښتنې په اساس د سیاسي خبرو موده تمدید کړه.

تر دې مخکې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو څخه وړاندې عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې ونه منلې او د ولسمشر غني د لوړې مراسمو سره سم َعبدالله عبدالله هم د یو ټول شموله حکومت د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

دغه ناندرۍ تر ځایه سختو پړاونو ته ورسیدې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته راغې خو د هغه هڅو هم پایله ورنه کړه.

له هغې وروسته امریکا له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرسته هم ودروله.

په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله یو ویاند وايي، که مشارکتي حکومت رامنځته نه شي عبدالله به ډېر ژر د ټول ګډونه حکومت چارې په کابل او ولایتونو کې پیل کړي.

د عبدالله عبدالله ویاند امید میثم وویل: "که د افغانستان د خلکو د غوښتنې مطابق یو مشارکتي حکومت رامنځته نشي، موږ مسئولیت لرو چې د خلکو د غوښتنې مطابق یو شمېر اقدامات ترسره کړو، که د دواړو طرفو ترمنخ خبرې پایله ور نه کړي ښاغلي عبدالله به د ټول ګډونه حکومت په ترڅ کې په کابل او ولایتونو کې خپلې چارې پیل کړي."

له بلې خوا د منځګړي ټیم ته نږدي سرچینې وايي، د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې روانې دي او ممکن ډیر ژر د حل یوه لاره راووځي.

راپور- ډیوه نادر

XS
SM
MD
LG