د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د ځینو مطرح سیاسي مشرانو تازه غوښتنې


ارشیف، له عبدالله عبدالله سره د یو شمېر سیاسي څېرو لیدنه
ارشیف، له عبدالله عبدالله سره د یو شمېر سیاسي څېرو لیدنه

په داسې حال کې چې تازه امریکايي چارواکو ویلي چې د افغانستان روان سیاسي وضعیت د منلو نه‌دی، د افغانستان څلور مطرحې سیاسي څېرې وايي هڅه کوي چې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي.

دغو ​افغان سیاسي څېرو چې په افغانستان کې له ټاکنو راوروسته د راپورته شوي بحران د حل هڅه کوي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي چې له ګمارنو نه ډډه وکړي.

هغه ګډه اعلامیه چې د حامد کرزي، عبدرب الرسول سیاف، محمد یونس قانوني او محمد کریم خلیلي له لوري خپره شوې په‌کې له ښاغلي عبدالله هم غوښتنه شوې چې تفاهم ته د رسېدو لپاره باید ټاکلې موده وغځوي.

په همدې حال کې د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۷» وايي چې ولسمشر ښاغلي عبدالله ته د سولې عالي شورا مشري او دغه‌شان په کابینه کې د ده د ټیم کسانو ته وړتیاوو ته په کتو د ونډې وړاندیز کړی دی.

دی ټینګار کوي چې ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې د خپلې ژمنې په اساس د کابینې د غړو د ټاکلو کار پیل کړی دی.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "د لوړې مراسم ترسره شول، په دې مراسمو کې ولسمشر غني له ملت سره ژمنه وکړه چې په دوه اوونیو کې به نوې کابینه جوړه کړي، دا د ولسمشر صلاحیت دی او د سیاسي جنجالونو پورې تړلې مسئله نه‌ده."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو، عبدالهادي ارغندېوال د مالیې او طاهر زهیر د اطلاعاتو او فرهنګ دسرپرستانو او نوماند وزیرانو په توګه معرفي کړي دي.

دغه‌شان ایوب سالنګی د سیمه‌ییزو ارګانونو د مالي او اداري مرستیال، داوود سلطان‌زوی د کابل ښاروال او عبدالوحید قتالي د هرات د والي په توګه معرفي کړي دي.

بل‌خوا د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الېس ولز په خپل ټویټرپاڼه لیکلي دي چې په افغانستان کې روان سیاسي وضعیت د دې هېواد نړیوالو ملاتړو ته د منلو وړ نه‌دی.

هغې ټینګار کړی چې نړیوالې مرستې له یوه ټول‌شموله حکومت سره ګډون ته اړتیا لري او موږ ټول باید افغان رهبران د حکومتوالۍ یوه چوکاټ ته، حساب ورکوونکي وګرځوو.

مخکې له دې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې واشنګټن له دې امله چې افغان رهبران د یوه ټول‎شموله حکومت په جوړولو کې په هوکړه کولو کې پاتې راغلي دي، خپله یو میلیارد ډالره مرسته کموي.

په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د وروستیو سیاسي کړکېچونو د حل په هدف له هڅو هرکلی شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي د سیاسي رهبرانو د غوښتنې په اساس چمتو دی چې د تفاهم په برخه کې ټاکلې موده هم وغځوي.

د اعلامیې له مخې د افغانستان ملي ګټو، د سیمې او نړۍ ترینګلو حالاتو ته په کتو او ولسواکۍ ته په احترام چمتو دی چې روان سیاسي کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي.

عبدرب الرسول سیاف، حامد کرزي، محمد یونس قانوني او محمد کریم خلیلي له انتخاباتو څخه پاتې شوي کړکېچ د حلولو لپاره د منځګړو په توګه هڅې پیل کړې دي.

که څه هم لاتر اوسه دا هڅې وروستۍ پایلې ته نه‎دي رسېدلي، خو منځګړو څېرو په دې اړه په خپله وروستۍ اعلامیه کې سره له دې چې د سولې خبرو په پیل ټینګار کړی، ویلي چې په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG