د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

له کرونا ویروس سره پر نړیواله مبارزه انتقاد؛ 'هېڅ‌څوک امن نه‌دي'


سمنتا پاور
سمنتا پاور

په ملګرو ملتونو کې د امریکا مخکنۍ استازې سمنتا پاور وايي له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د نړیوال اتحاد په رامنځته کولو او متفق ځواب ورکولو کې ناکامي، دا ناورین لا زیات سخت کړی دی.

سمنتا پاور د پنجشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۰۹» لنډه شېبه تر دې مخکې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په اړه غونډه وشي، د ازادي اروپا/ ازادي راډیو ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې له کرونا ویروس سره له مبارزې خواشینوونکی درس واخیستل شو.

هغې وویل چې د امنیت شورا د کرونا ویروس د منفي اغېز د کمولو لپاره مهم رول لوبولائ شي او باید په خاصه توګه له وروسته پاتې هېوادونو سره مرسته وکړي.

ارشیف، د ملګرو ملتونو امنیت شورا
ارشیف، د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د جمعې د ورځې تر ماسپښینه، په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر له یو میلیون او ۶۰۰ زره واوښت او له دې امله د مړو شمېر هم نږدې ۹۷ زرو ته رسېدلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې سمنتا پاور له کرونا ویروس سره د نړیوالو پر مبارزه سخت انتقاد وکړ او ویې‌ویل چې ملګري ملتونه په دې برخه کې د یوه واحد دریځ او ګډې مبارزې په تنظیم کې ناکام شوي دي.

پاور د بارک اوباما په اداره کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره وه.

سمنتا پاور ویلي، ترڅو چې کرونا ویروس له ټولو هېوادونو ورک نه‌شي، موږ یو هم په امن کې نه‌یو.

هغې وویل، په ګډه مبارزه کې د ناکامي له امله کرونا ویروس ډېر وژونکی حد ته ورسېد او نړۍ یې له انساني ناورین سره مخامخ کړه.

سمنتا پاور زیاتوي: "راځئ چې ټول دا ومنو چې تر هغو چې د نړۍ په یوه برخه کې هم د 'کووېډ-۱۹' ناروغي شته موږ یو هم په امن کې نه‌یوو. د دې خبرو په پایله کې، راځي چې داسې نړیواله همغږي او داسې نړیوال ائتلاف رامنځته کړو چې د دې ویروس له‌منځه وړلو لپاره‌یې اړتیا ده او دا کار باید یوازې زموږ د خپلو سیمو لپاره چې واضح ده چې لومړیتوب راته لري نه‌وي، بلکې د نړۍ د هر کنج لپاره باید وشي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کرونا ویروس تر خپرېدو تقریباً څلور میاشتې وروسته، پرون په دې اړه غونډه وکړه.

خو سمنتا پاور له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ میلادي کاله چې دا په ملګرو ملتونو کې وه د اسلامي دولت ډلې او د اېبولا پر ضد مبارزې ته اشاره وکړه او ویې‌ویل چې ډېرې اغېزمنې او ګډې پالېسۍ هغه مهال پلې شوې وې.

هغې د اېبولا ویروس د خپرېدو په اړه په خپل کتاب کې لیکلي چې کله په لوېدیځه افریقا کې اېبولا زیاته شوه، امریکا ځانګړي ځواکونه او کارپوهان د مبارزې لپاره ورواستول.

په ۲۰۱۴ کال کې د اېبولا له امله مړ شوی کس.
په ۲۰۱۴ کال کې د اېبولا له امله مړ شوی کس.

په اېبولا ویروس د افریقا په لوېدیځو هېوادونو کې تر ۲۸ زره زیات انسانان اخته شوو او په درېیو کلونو کې ۱۱ او ۳۰۰ کسان پرې مړه شول.

خو دا وار د کرونا ویروس د خپرېدو له امله یوازې د امریکا په متحده ایالاتو کې تر ۱۷ زره زیات وګړي مړه شوي دي.

سمنتا پاور د روغتیا پر نړیوال سازمان هم سخت انتقاد وکړ او ویې‌ویل چې کرونا ویروس‌یې ډېر ناوخته د نړیوالې روغتیا لپاره د خطر په توګه اعلان کړ.

دې پېژندل شوې امریکايي دیپلوماتې وویل چې د ملګرو ملتونو د سازمان بېلابېلې ادارې باید خپل کارونه یو لاس او همغږي کړي.

دا وايي: "زه فکر کوم چې موږ یو بحران، یو بشري ناورین لا سخت کړی، نو راځئ چې دا بېړۍ سمې لارې ته برابره کړو، راځئ چې دا خلکو ته وښیوو چې ملګري ملتونه او غړي هېوادونه د داسې طبیعي افتونو په وړاندې د مبارزې لپاره جوړ شوي یوو."

ارشیف، د چین ووهان ښار
ارشیف، د چین ووهان ښار

کرونا ویروس د ډسمپر میاشتې په پیل کې د چین په ووهان ښار کې پیدا شو.

خو د روغتیا نړیوال سازمان د مارچ په ۱۱مه د وبا اعلان وکړ.

تر دې وخته په نړۍ کې یو لک او ۱۲ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي وو.

XS
SM
MD
LG