د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د راتلونکې په اړه د کانګرس دوو غړو اندېښنه


یو شمېر افغان ښځې
یو شمېر افغان ښځې

د امریکا د استازو جرګې دوه غړي وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په شوې موافقه کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه حتی یوه کلمه هم نه‌ده راغلې.

له دواړو ګوندونو څخه دغو دوو جګپوړو غړو پرون د اپرېل په شپږمه نېټه په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر راتلونکې اندېښنه څرګنده کړه.

دوی دا څرګندونې هغه مهال وکړې چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سوپکو وویل څرګنده نه‌ده چې امریکا به د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته د افغان ښځو د حقونو ملاتړ ته څنګه دوام ورکړي.

دوی له ۲۰۰۱ کال په راوروسته کلونو کې د ښځو د حقونو په برخه کې په افغانستان کې د شویو پرمختګونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.

کارولین بي. مالوني
کارولین بي. مالوني

د کانګرس د استازو جرګه کې د څارنې او اصلاحاتو د کمېټې مشرې جمهوري‌پالې کارولین بي. مالوني وویل، ډېره خواشینې ده چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په شوې موافقه کې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په اړه حتی یوه کلمه نه‌ده راغلې.

د امریکا حکومت ځانګړي سرمفتش په کانګرس کې د څرګندونو پر مهال وویل، دا تر اوسه څرګنده نه‌ده چې متحده ایالات به د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ ته څنګه دوام ورکوي.

مېرمن مالوني وویل طالبانو پر افغانستان د واکمنۍ پر مهال ښځې په بې‌رحمۍ ځپلې او په ټولنیزو چارو کې د ګډون اجازه‌یې نه‌ورکوله چې دې کار په افغانستان کې ټولنیز پرمختګ زیانمن کړ.

په هېواد کې دننه هم د ښځو د حقونو فعالان وايي دوی نه‌پوهېږي چې که طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شي، له ښځو سره به څه ډول چلند وکړي.

له دې فعالانو څخه پلوشه حسن وايي د دوحې په موافقه کې د ښځو مسئله له پامه غورځول شوې.

مېرمن حسن زیاتوي: "امریکايي اړخ له پیله د ښځو حقونو او بشري حقونو ته تعهد ونه‌ښود او دا مسایل‌یې بین‌الافغاني خبرو ته پرېښودل. له بلې خوا افغان حکومت له یوې خوا له کورنیو مسایلو او له بلې‌خوا بهرنیو فشارونو سره مخامخ دی، نو په داسې یوه حالت کې زه فکر نه‌کوم چې د ښځو د حقونو هسې چې باید شوي وی، ونه‌شي."

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان سوپکو
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان سوپکو

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش د دفتر یا سیګار غړو د کانګرس د ملي امنیت فرعي کمېټې ته وویل د امریکا د نوې ستراتېژۍ په رڼا کې یو ناڅاپه له افغانستان سره د بهرنیو مرستو بندېدل ښايي د ښځو د حقونو په ګډون په افغانستان کې د ټولنیزو بریاوو د له لاسه وتلو باعث شي.

د همدې کمېټې مشر ډیموکرات ستیفن اف لینچ د دې څرګندونو له اورېدو وروسته وویل، دا به د متحده ایالاتو پر ضمیر د ننګ داغ وي چې د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر خوندیتوب د څه باندې یو میلیارد ډالرو له لګولو وروسته بیا هم طالبانو ته اجازه وکړي چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې شوې بریاوې ناکامې کړي.

په همدې حال کې د امریکا کانګرس د ښځو ټولنې په یو لیک کې د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو غوښتي چې دا په ډاګه کړي چې متحده ایالات په افغانستان کې د ښځو د حقونو کلک ملاتړ کوي او په بین‌الافغاني خبرو کې د ښځو پوره او معنی‌داره ګډون غواړي.

XS
SM
MD
LG