افغانستان
کابل کې د سېکهانو پر عبادتځای حمله پای ته ورسېده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په شوربازار کې د سېکهانو پر عبادتځای وسلهواله حمله پای ته ورسېده.
د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې څو شېبې مخکې خپره شوه، ویل شوي چې په حمله کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ تنه زخمیان شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، حمله کونکی هم وزل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پولیس وتوانېدل چې ۸۰ تنه د پېښې له ځایه وژغوري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا یوه ترورېستي پېښه بللې او غندلې یې ده.
په کابل کې د حملې مسؤلیت د داعش وسلهوالې ډلې اخیستی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم یو بیان خپور کړی او په کابل کې نننۍ حملهیې په شدت غندلې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې لیکل شوي چې دوی هر ډول ترورېزم غندي او د ملکي خلکو عبادتځایونه باید په هر حالت کې خوندي پاتې شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو دفاع وزیر قطر ته تللی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې ملا محمد یعقوب مجاهد په پلازمینه دوحه کې د قطر په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره کتلې دي.
د مجاهد په وینا په دې لیدنه کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر اړیکو خبرې شوې دي او له قطر سره د افغانستان په خواخوږۍ او حمایت تاکید شوی دی.
اسراییل تیره اونۍ په دوحه کې د حماس پر دفتر هوایي برید وکړ چې له امله یې د دې ډلې پنځه تنه ووژل شول.
تر دې پیښې وروسته پرون په قطر کې د عربي-اسلامي هیوادو په سرمشریزه کې ټولو د قطر ملاتړ وکړ او د اسراییل برید یې وغانده.
طالبانو په بلخ کې پر انټرنټ بندیزونه لګولي

طالبانو د افغانستان په بلخ ولایت کې انټرنیټ محدود کړی دی.
د طالبانو د والي ویاند حاجي زید تیره شپه ناوخته په ایکسپاڼه کې په یوه پيغام کې ویلي دي چې په بلخ کې د فایبر اپټیک خدمات د دوی د مشر ملا هبت الله اخند په امر په بشپړ ډول ځنډول شوې دي.
د حاجي زید په وینا د دې پریکړې هدف له منکراتو څخه مخنیوی دی، خو نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دې ورکړي.
د بلخ یوشمیر اوسیدونکو ازادي راډيو ته وویل چې د انټرنټ له محدودیت سره د دیو ورځني فعالیتونه، د بانکدارۍ، سوداګرۍ او انلاین زده کړو په شمول ګډوډ کړې دي.
امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتو امنیت شورا سبا چهارشنبه د ( سپتمبر اوولسمه) د افغانستان په اړه غونډه لري.
په دې غونډه کې به د یوناما مشره او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د امنیت شورا غړیو ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.
د افغانستان په اړه د امنیت شورا په تیرو غونډو کې د طالبانو له لورې د نجونو او ښځو پرضد د بندیزونو د لرې کیدو غوښتنې شوې دي او تل یې ټینګار کړی دی چې د ښځو د حقونو له ورکړې پرته سوله او ثبات نه شي راتلی.
د امنیت شورا سبانۍ غونډه د افغانستان په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې پيلیږي.
د جرمني محکمې یو افغان په عمري حبس محکوم کړ

یو افغان نن( د سپتمبر ۱۶ مه) په جرمني کې په عمري قید محکوم شو. د سلیمان په نوم دغه شپږ ویشت کلن افغان د قتل په تور مجرم پیژندل شوی دی.
سلیمان د اسلامي دولت ډلې ملاتړی بلل شوی چې پروسږکال یې د مې په میاشت کې د جرمني په لویدیځ ښار مانهایم کې پر چاقو یو جرمنی پولیس وواژه او پنځه تنه نور یې ټپيان کړل.
په تیرو دوو کلونو کې په جرمني کې ورته څو پیښې وشوې چې تر دې وروسته جرمني یوشمیر افغانان افغانستان ته واستول او روانه اونۍ د جرمني د حکومت مرستیال ویاند شتېفن مایر وویل چې په افغانستان کې یې له طالبانو سره تماسونه زیات کړې دي چې له جرمني څخه د مجرمو او خطرناکه افغانانو د ایستلو بهیر اسانه شي.
د کریکټ اسیایي جام کې نن افغانستان او بنګله دیش مخامخ کیږي

د کریکټ په اسیایي جام کې نن د افغانستان او بنګله دیش لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
لوبه د کابل په وخت ماښام ۷ بجې د دوبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره کیږي.
د افغانستان کریکټ بورد لیکلي چې لوبډلې یې د نننۍ لوبې لپاره د چمتوالي تمرینونه بشپړ کړي دي.
افغانستان په دې جام کې مخکې له هانک کانګ نه یوه لوبه په لوی توپیر ګټلې او نن یې په دې جام کې دویمه لوبه ده.
بنګله دیش بیا دې جام کې تراوسه دوه لوبې کړي چې سریلانکا ته یې بایللې، خو له هانک کانګ څخه یې ګټلې ده.
د پاکستان پوځ وایي، تیره شپه یې بنو او لکي مروت کې پر (ټي ټي پي) عملیات کړي

د پاکستان پوځ وایي چې د خیبرپښتونخوا په بنو او لکي مروت ولسوالیو کې یې د تحریک طالبان پاکستان یا ( ټي.ټي.پي) ۳۱ غړي وژلي دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د پوځ د نننۍ ( دوشنبه، د وږي ۲۴مه) خبرپاڼې په حواله ویلي چې دغه عملیات تیره شپه شوي، خو جزیات یې نه دي ورکړي.
دا عملیات وروسته تر هغو کیږي چې د شنبې په ورځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان ۱۹ تنه پوځیان د وسله والو په بریدونو کې ووژل شول.
د دغو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان منلې وه.
پاکستان کې په وروستیو کلونو کې پر امنیتي ځواکونو او پوځیانو بریدونه زیات شوي او د هغه هېواد چارواکي وایي، دا بریدونه ټي.ټي.پي د افغانستان له خاورې پلاوي.
د طالبانو حکومت بیا تل دا تورونه رد کړي دي.
د کریکټ اسیایي جام کې نن دوه سیالۍ کیږي

د کریکټ په اسیایي جام کې نن دوه سیالۍ ترسره کیږي.
لومړنۍ هغه د کوربه متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلو ترمنځ او دویمه هغه د سریلانکا او هانک کانګ ترمنځ ترسره کیږي.
لومړنۍ لوبه د کابل په وخت د ماذدیګر په ۴ نیمو او دویمه هغه د ماښام په ۷ بجو پیلیږي.
په دغه جام کې سبا سه شنبه افغانستان له بنګله دیش سره مخامخ کیږي او دا به د افغان لوبډلې دویمه لوبه وي.
افغان لوبډلې په لومړنۍ لوبه کې هانګ کانګ ته په ۹۴ منډو ماته ورکړې وه.
جرمني غواړي افغانستان ته په جرمونو د ککړو کډوالو اخراج منظم کړي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرېنت وایي، له دغه هېواده " په جرمونو د ککړو" افغان کډوالو د اخراج لپاره د طالبانو له استازو سره تخنیکي خبرې روانې دي.
جرمني رسنیو د ښاغلي دوبرېنت په حواله ویلي، دوی غواړي د دغو خبرو اترو له لارې داسې پړاو ته ورسیږي چې د یوه نظم له مخې د اخراج بهیر مخته بوځي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د مسولانو او د طالب استازو ترمنځ دغه تخنیکي خبرې د قطر پلازمینه دوحه کې روانې دي.
که څه هم ځینې ناتایید شوي راپورونه خپاره شوي چې جرمني دیپلوماتان غواړي په همدې موخه کابل ته هم سفر وکړي، خو دویچ ویلې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر جان وادفول په حواله ویلي، کابل ته د پلاوي سفر اړین نه بولي.
جرمني په تیره جولای میاشته کې ۸۱ افغانان کابل ته ډیپورت کړل چې د دوی په ټکو جرمي دوسیې یې درلودې.
تر هغه وروسته دغه هېواد په برلین او بن کې د طالبانو دوه ډيپلوماتان هم ومنل.
د یوناما مشرې نړیوال مرستندویان له زلزله ځپلو سره مرستو ته وهڅول

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا زلزله ځپلو سیمو ته په سفر کې له مرستندویانو د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې.
یوناما په خپله ایکس پاڼه د اغلې اوتنبایووا د سفر په اړه بیان او عکسونه خپاره کړي.
په بیان کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو سیمو د خلکو زړورتیا ستایلې او د مرستو په رسولو کې یې د ښځو په حیاتي رول ټینګار کړی دی.
ملګرو ملتونو دمګړۍ د ۱۳۹ میلیونو ډالرو مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې له دې بودیجې پرته به کورنۍ له را روان ژمي ونه وځي.
ملګرو ملتونو اندېښنه ښوولې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت نازکه دی او وروستیو مرګونو زلزلو او د لکونو کډوالو بیا راستنېدنې لا پسې وضعیت خراب کړی دی.
د پاکستان پوځ د وسله والو په حملو کې د ۱۹ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی

د پاکستان پوځ تایید کړې ده چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې نولس تنه پوځیان د شنبې په ورځ په وسله والو حملو کې وژل شوي دي.
پوځ پرون په یوه بیان کې وویل چې لومړۍ حمله د جنوبي وزیرستان په بدر نومې سیمه کې هغه مهال وشوه چې وسله والو د پاکستان د پوځ د موټرو پر کاروان برید وکړ. په بیان کې راغلي دي چې په دې نښته کې ۱۲ سرتېري او ۱۳ تنه وسله وال ووژل شول او څلور نور کسان ټپیان شول.
د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک ټي ټي پي پر خپلو ټولنیزو پاڼو ومنله.
پوځ په یوه جلا بیان کې په کوز دیر کې هم په یوه نښته کې د اوو سرتېرو او لسو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی. بیان زیاتوي نښته هغه مهال پیل شوه چې امنیتي ځواکونو د وسله والو یو پټنځای وموند.
پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه په افغانستان کې دي خو افغان طالبانو دا ادعا په وار وار رد کړې ده او وايي پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه د افغانستان غاړې ته نه اچوي.