د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

امریکا کې د نړۍ تر بل هر هېواد کرونا ویروس ډېر کسان ووژل


نيويارک ښار
نيويارک ښار

د امریکا په متحد ایالتونو کې په 24 ساعتونو کې د نړۍ تر بل هر هېواد کرونا ویروس ډير کسان ووژل.

په متحد ایالتونو کې تر ټولو نیویارک ډير ځپل شوی دی.

هلته د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر هغې شمېرې ته رسېدلی دی چې د دوه زره لومړي کال د سېپټېمبر په یولسه کې ترورستي پيښې څومره کسان وژلي وو.

د امریکا په متحد ایالتونو کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر د اپریل په ۴ یوزر څلور سره اتیاوو ته ورسېد.

د جونز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر تر اوسه د 24 ساعتونو په ترڅ کې هیڅ ځای دومره زیات نه و.

له دې سره د امریکا په متحد ایالتونو کې د کرونا ویروس اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ د قربانیانو شمېر اووه زره څلور سوه شپږو ته لوړ شو چې دا شمېره په ټوله نړۍ کې د کرونا د ویروس د ګردو قربانیانو چې نهه پنځوس زرو ته رسیږي، له اتو څخه یوه برخه جوړوي.

په متحد ایالتونو کې تر ټولو ځپل شوی ایالت نیویارک دی چې هلته د کرونا ویروس اخیستونکې وبا د قربانیانو شمېر د دوه زره لومړي کال د سېپټېمبر د یولسمې نېټې له قربانیانو سره د شمېر له کبله پرتله کیدای شي.

په نیویارک کې پرون د کوید نولس د قربانیانو شمېر په 24 ساعتونو کې پنځه سوه دوه شپیتو ته ورسېد.

د نیویارک والي اندریو کومو وویل چې له دې سره په نیویارک کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېره دوه زره نهه سوه پنځه دیرشو ته لوړه شوه.

د دوه زره لومړي کال د سېپټېمبر د یولسمې نیټې د قربانیانو شمېره چې اکثر یې د نیویارک په منهټن کې د سوداګرۍ په اسمانڅکو دنګو ودانیو کې ووژل شول، لږ څه تر درې زره کمه وه.

د نیویارک ښاروال وایي چې چارواکي له وخت سره په مبارزه بوخت دي چې په راتلونکو ورځو کې تر دې بدو او سختو ورځو ته چمتوالی ونیسي.

ښاروال میرو بیل دي بلاسیو خبرداری ورکړ چې روغتیایي کارکوونکو ته په ښار کې سخته اړتیا شته، طبي تجهیزاتو ته ضرورت شته او د روغتون بسترونو ته اړ دي.

د نیویارک ښاروال له فدرالي حکومته وغوښتل چې د امریکا له پوځ څخه مرسته وغواړي.

د نیویارک ښاروال زیاته کړه: "موږ له داسې دښمن سره مخامخ شوي یوو چې په زرګونو امریکایان وژني او ډير داسې خلک وژني چې د مرګ وخت یې نه دی او تاسو دا نه شئ ویلی چې هر ایالت ځانته دی خپل غم دې خوري او هر ښار ځانته دی که داسې فکر کوئ دا مریکا نه ده."

په امریکا کې بل ایالت چې د کرونا ویروس له امله ډیر ځپل شوی دی هغه د لوزیانا ایالت دی چې هلته د کوید نولس د قربانیانو شمېر پرون درې سوه اویا ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG