د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

امریکا کې د مړو شمېره له ۴ زرو کسانو واوښته


په ټوله نړۍ کې د مړو شمېر له ۴۲ زرو اوښتی دی.
په ټوله نړۍ کې د مړو شمېر له ۴۲ زرو اوښتی دی.

په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېره نن چهارشنبه له څلورو زرو کسانو واوښته.

یوه ورځ دمخه امریکایي چارواکو خلکو ته وویل چې د څو "ډېرو دردناکو" اوونیو لپاره تیاری ونیسي.

د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرو په اساس په امریکا کې یو لک او ۹۰ زره کسان کرونا ویروس لري.

په نیویارک ښار کې چې تر نورو سیمو ډېره د کرونا ویروس یا (کوویډ-۱۹) ځپلی د ناروغانو د درملنې لپاره په مرکزي پارک او د ټېنس په میدانونو کې موقتي روغتونونه جوړ شوي دي.

د امریکا د عامې روغتیا چارواکو وړاندوینه کړې چې په امریکا کې به په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر دوه لکه او ۴۰ زرو ته ورسېږي.

امریکا په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو د شمېر په لحاظ په لومړي سر کې ده.

دې ویروس په ګرده نړۍ کې تر اته لکه او ۶۰ زره کسان نیولي او د مړو شمېر له ۴۲ زرو اوښتی دی.

ډېر مړي په ایټالیا کې دي چې هلته‌یې شمېر ۱۲ نیمو زرو ته رسېدلی، ورپسې په اسپانیا کې اته نیم زره خلک د کرونا ویروس مړه کړي.

XS
SM
MD
LG