د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

د کرونا ویروس په اړه د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری


ارشیف، د مارچ په ۲۳مه په نړۍ کې کرونا ویروس وضعیت
ارشیف، د مارچ په ۲۳مه په نړۍ کې کرونا ویروس وضعیت

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر په حیرانوونکي ډول مخ پر زیاتېدو دی.

اوس په دې ویروس تر ۵ لکه ۹۰ زره ډېر کسان اخته دي او ۲۷ زره ورڅخه مړه شوي دي.

په کرونا ویروس تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې اخته شوي چې تر یو لک اوړي.

ورپسې ایټالیا ده. په کرونا ویروس تر ټولو زیاتې مړینې هم په ایټالیا کې شوي.

تر پرون ناوخته پورې په ایټالیا کې تر ۹ زره زیات کسان مړه شوي وو.

چین چې د دې ویروس سرچینه ده، په کرونا ویروس د اخته کسانو او همداراز د مړینو د شمېر له نظره درېیم هېواد دی.

په داسې حال کې چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا ویروس په چټکه خپرېږي، د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئيس تدروس ادهانوم ګبریاسوس خبرداری ورکړ چې دا وبا په استثنايي ډول خپرېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس

د هغې شمېرې له مخې چې پرون جمعه خپره شوه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۰ زره تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د دې ناروغۍ د خپرېدو له کبله د امریکا د ونډو ارزښت لوېدلی او د تېلو بیه هم خورا ټیټه شوې ده.

پرون د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون او د روغتیا وزیر مټ هانکوک اعلان وکړ چې د دوی معاینې وښوده چې په کرونا اخته دي.

ښاغلي جانسون له هغو خلکو مننه وکړه چې له کوره کار کوي: "له هر هغه چا مننه چې د دې ویروس د مخنیوي لپاره له کوره کار کوي؛ دا د کرونا ویروس په وړاندې د بریالیتوب لار ده."

د بریتانیا صدراعظم وویل چې په کور کې دی او خپل کار له کوره کوي: "زه له څو ورځو راهیسې په کور کې یم، که هر څوک له کوره کار کولای شي باید له کوره کار وکړي، زه د کرونا ویروس خفیف اعراض لرم. معاینه مې وکړه کرونا مې مثبته وه، نو تر راتلونکې پنجشنبې پورې ځان له نورو څخه جلا کوم."

کرملېن پرون وویل چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د دفتر یو غړی هم په کرونا اخته شوی دی.

اوس د نړۍ په مختلفو سیمو کې میلیاردونه انسانان په یو نه یو شکل قرنطین دي.

راپورونه ښيي، هغه ښارونه او خلک چې تر نورو مخکې یې ځانونه قرنطین کړي یا یې تګ راتګ کم کړی، په نسبي ډول هلته دا ویروس لږ خپاره شوی دی.

د لندن د امپریل کالج څېړونکو په یوه تحقیق کې پرون اعلان وکړ چې د دوی له اټکل سره سم به په اروپا او منځنۍ اسیا کې د کرونا په ویروس شااوخوا ۲ لکه ۷۹ زره تنه مړه شي.

د لندن امپریل کالج
د لندن امپریل کالج

په دې څېړنه کې دا اټکل هم شوی چې په درسته نړۍ کې ممکن یو میلیون او ۹ لکه انسانان مړه شي.

د دې څېړنې یوه لیکوال پاتریک واکر وویل: "زموږ څېړنې ښيي چې ټول هېوادونه دوه انتخابه لري یا دا چې شدید او د ډېر لګښت تدابیر به غوره کوي او یا دا چې خپل خلک به له مرګ سره مخامخوي."

دا څېړنه همداراز وايي، که حکومتونه د خلکو د ګرځېدو راګرځېدو او یوځای کېدو د مخنیوي په شان په اقداماتو کې پاتې راغلل، کېدای شي چې د دوی تر اټکل په میلیونونه ډېر خلک د کرونا په ویروس مړه شي.

XS
SM
MD
LG