د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

کابل کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره نوي قیودات اعلان شول


ارشیف، د کابل ښار
ارشیف، د کابل ښار

افغان حکومت په کابل کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف سخت قیودات اعلان کړل.

چارواکي د کابل له ښاریانو غواړي چې له اړتیا پرته له کورونو بهر ونه‌وځي.

د دغه اعلان په اساس به ټول دکانونه د خلکو پر مخ تړلي وي، خو هغه د لومړنیو خوراکي موادو لوی دکانونه چې د خلکو د اړتیا وړ مواد پلوري او هغه هوټلونه چې کورنیو ته پاخه خوراکي مواد انتقالوي به د کابل ښاریانو پر مخ خلاص وي.

دغه‌شان به ښاري بسونه او هغه واړه موټر چې له څلورو زیات کسان په‌کې ځاېیږي هم نه‌شي کولای په دې ښار کې تګ راتګ وکړي.

دغه‌شان حکومت امر کړی چې باید د قصابۍ مالونه له ښاره بیرون حلال کړای شي.

د دې ترڅنګ زیارتونه، پارکونه، حمامونه، مدرسې، ښوونځي او د لوړو زده‌کړو تحصیلي مؤسسې هم باید وتړل شي.

د کابل او ولایتونو ترمنځ تګ راتګ هم بند شوی او دغه‌شان په دې ښار کې دولتي ادارې هم د درېیو اوونیو لپاره رخصت شوي دي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري
د کابل والي محمد یعقوب حیدري

د کابل والي محمد یعقوب حیدري د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۸» چې په دې اړه له کورنیو چارو سرپرست وزیر، عامې روغتیا وزیر، ولسمشر سلاکار، کابل سرپرست ښاروال او ټرانسپورت وزارت سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل: "د عامې روغتیا وزارت، دغه‌شان امنیتي ادارې او یو شمېر نورې ادارې چې د وزارت د رهبرۍ په اساس‌يې فعالیت ته اړتیا لیدل کېږي نه‌دي رخصت، نورې ټولې دولتي ادارې په کابل ښار او ولسوالیو کې لږترلږه درې اوونۍ رخصت دي."

روغتیایي مرکزونه، درملتونونه، امنیتي ادارې، د کابل ښاروالۍ د تنظیف برخه، د کرونا ویروس سره د مبارزې اداره، بانکونه، صرافۍ او نانوايي د روغتیايي تدابیرو نیولو ته په کتو له دې امره مستثنا دي.

د افغان حکومت د دغه پرېکړې په اساس د کابل ښار اوسېدونکي یوازې کولای شي له روغتیايي خدماتو، لومړنیو خوراکي توکو او له یو بل سره د همکارۍ لپاره له کور څخه ووځي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، که هر چا له دې پرېکړو سرغړونه وکړه قانوني چلند به ورسره وشي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي

ښاغلي اندرابي زیاته کړه: "موږ له خلکو غواړو چې د اړتیا په صورت کې له کور څخه بیرون راووځي او کنه کور کې پاتې شي د خپل صحت لپاره، که څوک په دې برخه کې د قانون خلاف عمل وکړي پر وړاندې به‌یې قانوني چلند وشي."

له دې وړاندې په هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې هم په ګرځېدو بندیز لګېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۱ ته رسېدلی چې څلور يې په کابل کې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز

د عامې روغتیا وزارت په وینا که خلک روغتیايي لارښوونو ته جدي پاملرنه ونه‌کړي احتمال شته د افغانستان میلیونه وګړي په دې ویروس اخته شي.

د عامې روغتیا وزیر فېرزوالدین فېروز د دې ناستې په ترڅ کې وویل، که وضع شوي اقدامات عملي شي به کرونا ویروس اخته کسانو کچه به کمه شي.

XS
SM
MD
LG