د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

څه ډول د کرونا ویروس د خپرېدو کچه ټيټېدلای شي؟


ارشیف، په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه د جان هاپکنز پوهنتون معلومات.
ارشیف، په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه د جان هاپکنز پوهنتون معلومات.

په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا ویروس له خپرېدو سره لاس او ګرېوان ده، روغتیايي کارکوونکي لارښوونه کوي چې څه ډول د دې ویروس د خپرېدو کچه ټيټېدلای شي.

تاسې ښایي ونه‌پوهېږئ چې په کرونا ویروس اخته شوي یاست. ارقام ښيي چې په اوسط ډول له پنځو تر ۱۴ ورځو کې پر کرونا ویروس په اخته کسانو کې د دې ناروغۍ علایم ښکاره کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په دې ناروغۍ د اخته کسانو مهمې نښې دا دي؛

۸۸ فیصده کسانو کې تبه لیدل شوې

۶۸ فیصده کسان وچ ټوخی کوي

۳۸ فیصده کسان د سختې ستړیا احساس کوي

۳۳ فیصده کسان لوند ټوخی کوي

۱۹ فیصده کسان د ساه بندۍ له ستونزې سره

مخامخ کېږي.

د کرونا ویروس د نمونې د اخیستلو لپاره معاینات
د کرونا ویروس د نمونې د اخیستلو لپاره معاینات

خو د امریکا د تکزاس ایالت پوهنتون معلومات وايي، تر دې مخکې چې تاسې د دې ناروغۍ علایم ولرئ، کولای شئ نورو خلکو ته دا ویروس انتقال کړئ لکه په عمومي ټرانسپورت کې، د غونډو پر مهال یا په مېلمستیاوو کې.

کرونا ویروس تر عادي انفلونزا ډېر ساري دی. هر څوک چې په دې ویروس اخته وي، نورو ته‌یې انتقالولای شي او د ناروغانو شمېر ډېر ژر زیاتېدای شي.

که دا کار وشي، روغتونونه به ډک شي او د نویو ناروغانو درملنې ته به ځای نه‌لري. کافي بسترونه، د اکسیجن ټانکۍ، مصنوعي د ساه اخیستلو ماشینونه، ډاکتران او نرسان به نه‌وي چې ناروغان وژغوري.

که تاسې کور کې پاتې شئ د ویروس د خپرېدو مخه نیول کېدای شي او نور خلک به له اخته کېدو وژغورل شي. د ویروس د خپرېدو د سرعت په کمېدو سره ډاکتران کولای شي له ډېرو ناروغانو سره مرسته وکړي.

په ایټالیا کې د کرونا ویروس د زیاتو پېښو له امله په ښار کې جوړ شوی سیار کلینیک.
په ایټالیا کې د کرونا ویروس د زیاتو پېښو له امله په ښار کې جوړ شوی سیار کلینیک.
  • دا کار ولې مهم دی؟

۸۰ فیصده کسان چې په دې ناروغۍ اخته شوي، یا یې نښې ډېرې کمې وې او یا یې هېڅ علایم نه‌درلودل او په بې‌پامۍ کې يې ښايي دا ویروس نورو ته انتقال کړی وي.

ورلډومیټر خپرونه لیکي چې د کرونا ویروس له کبله تر ۵۰ کلونو لوړ عمر لرونکو کسانو د مړه کېدو احتمال زیات دی، خو (کوویډ-19) یا کرونا ویروس یوازې د لوی عمر خلک نه‌زیانمنوي، بلکې ټول له خطر سره مخامخ کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په جنوبي کوریا کې د دې ویروس له کبله شااوخوا ۲۰ فیصده هغه کسان مړه شول چې تر ۶۰ کلونو یې عمر کم وو. دا د لوړ عمر لرونکو ناروغي نه‌ده.

په کرونا ویروس یو اخته شوی کس د روغتیايي څار لاندې.
په کرونا ویروس یو اخته شوی کس د روغتیايي څار لاندې.

له ډېر خطر سره په مخامخ کسانو کې هغه ډله خلک دي چې د زړه، سږو، شکر یا فشار ناروغي لري او یا یې د بدن دفاعي سیستم ضعیف وي.

که تاسې د کرونا ویروس نښې ولرئ، لکه تر ۳۸ درجې لوړه تبه یا ساه بندي، ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG