د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

کرونا ويروس په اړه تورونه؛ امريکا پر چين، ايران او روسيې انتقاد وکړ


د کرونا ویروس لابراتواري ازموینه
د کرونا ویروس لابراتواري ازموینه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کرونا په تړاو د چین، ایران او روسیې پر چارواکو انتقاد وکړ.

مایک پومپیو ویلي چې دا هېوادونه د کرونا په اړه غلط معلومات خپروي.

مایک پومپیو له واشنګټن واچ راډیويي خپرونې سره په مرکه کې پیکېنګ تورن کړ چې د کرونا ويروس د خپرېدو په اړه‌یې معلومات پټ کړل او په دې توګه‌یې د چین د ولسي جمهوریت د زرګونه انسانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړ.

پومپیو همداراز پر ایران او روسیې ورته تورونه ولګول، ویې‌ویل "د روسیې او ایران له لوري د چین په شان ناسم معلومات خپرېږي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د چینايي چارواکو د تازه څرګندونو په وړاندې عکس‌العمل وښود.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې اصلاً د کرونا ویروس سرچینه ایټالیا یا د امریکا پوځ دی.

چینايي چارواکو دا هم ویلي چې دا ویروس له ایټالیا څخه نورو هېوادونو ته خپور شوی دی.

پومپیو د دغه چینايي چارواکي د څرګندونو په ځواب کې وویل: "د ده ټوله هڅه دا ده چې مسؤلیت له ځانه لیرې کړي."

د کرونا ويروس لومړی پلا د تېر میلادي کال د ډسمبر په وروستیو کې د چین د هوبې ایالت په مرکز ووهان کې پیدا شو او هغه چینايي ډاکتر چې د دې ویروس په وړاندې یې خبرداری ورکړ او وروسته له همدې ویروس ومړ، د چین د حکومت له لوري ګواښل شوی و.

د چین د هوبې ایالت مرکز ووهان
د چین د هوبې ایالت مرکز ووهان

د امریکا او چین ترمنځ پر یو بل د لفظي حملو په لړ کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند یو ځل ویلي و، ناشونې نه‌ده چې یوه امریکايي پوځي د اکټوبر په میاشت کې د کرونا ویروس چین ته راوړی وي.

دې ته ورته څرګندونې د ایران له لوري هم شوي، خو د خپلو ادعاوو لپاره‌یې کوم دلیل او سند وړاندې کړی نه‌دی.

دې هېواد ویلي چې امریکا دا ويروس جوړ کړی دی.

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د کرونا په اړه په خپلو خبرو کې د پېريانو یادونه هم وکړه. د خامنه‌يي دا خبرې په ایران کې له پراخو عکس‌العملونو سره مخامخ شوې.

د ایران ولسمشر ایت‌الله علي خامنه‌يي
د ایران ولسمشر ایت‌الله علي خامنه‌يي

امریکايي چارواکو هم د ایران د مذهبي مشر پر څرګندونو غبرګون وښود.

ځینو د ایران د حکومت چارواکي په دې تورن کړي چې د څه باندې یو میلیارد یورو په ارزښت طبي ووسایل‌یې غلا کړي او د ماسکونو او دستکشونو په شان وسایل‌یې په بازار کې پلورلي دي.

XS
SM
MD
LG