د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

کونړیان: حکومت دې د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره ځانګړي اقدامات ترسره کړي


ارشیف
ارشیف

کونړیان له حکومت غواړي چې د کرونا ناروغۍ د مخنیوې له پاره دې په دې ولایت کې ځانګړي اقدامات ترسره کړي.

که څه هم چې په دغه ولایت کې تر اوسه د کرونا کومې نښې نه دي لیدل شوي، خو خلکو سره د هرې ورځې په تېرېدو اندېښنې زیاتېږي.

که څه هم چې په کونړ کې د کرونا ناروغۍ کومې نښې نه دي تر سترګو شوي خو په نورو ولایتونو کې د یادې ناروغۍ مثبتو پېښو کونړیان اندېښمن کړي.

دوی له حکومت غواړي چې د کرونا او زر خپرېدونکې ناروغۍ د مخنیوي له پاره پوره هڅې وکړي.

د دوی په خبره چې باید په مرکزي روغتون او ټولو روغتیايي مرکزونو کې په کرونا د اخته کېدونکو کسانو د ساتنې له پاره مجهزې خونې جلا شي او همدا راز خلکو ته يې د ضررونو او خپرېدو د مخنیوي د لارو چارو ښودلو په هدف عامه پوهاوی وشي.

د سیمې یو تن اوسېدونکی خیبر وايي: "ویره او اندېښنه خو مو ځکه زیاته ده چې موږ غریب خلک یو، نو حکومت نه مو غوښتنه داده چې د مخنیوې له پاره يې باید هڅې وکړي، که خدای مه کړه، نوره هم خپره شوه، درمل يې هم نشته نو بیا به يې مخنیوی راته ډېر مشکل وي، په هر روغتون کې دې ورته ځانګړې څانګه جوړه شي او پوره عامه پوهاوی دې وشي."

په کونړ کې د عامې روغتیا ریاست مسؤلین بیا وایي، تر اوسه یې د ولایت په یوه برخه کې هم د کرونا وایروس نښې نه دي ليدلي خو بیا يې هم جلال اباد په مرکزي روغتون کې ورته جلا څانګه پرانستې ده.

د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عزیز الرحمن ساپي د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل: "موږ په مرکزې روغتون کې ورته څانګه جلا کړې ده، ټولو ډاکترانو او روغتیايي پرسونل ته مو د یادې ناروغۍ په اړه روزنه ورکړې، ډاکتران مو ورته ټاکلي، که چېرته ورته کوم مشکوک ناروغ راشي، څنګه ورسره کومک وکړي څنګه يې بستر او څنګ ترې وینه او مواد واخلي څو يې د معاینه کولو له پاره کابل ته ولېږي، لومړني تدابیر مو نیولي دي."

معمولې روغتیايي لارښوونې

د «کووېد-۱۹» په نوم د کرونا نوي وایروس خپرېدل د تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې (نږدې درې میاشتې مخکې) د چین له ووهان ښار څخه پیل شو.

په دغه وایروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ځینې لارښوونې:

خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومینځئ او دغه کار په ځلونو تکرار کړئ.

که صابون نه‌وي، د الکل لرونکو مکروب ضد موادو څخه کار واخلئ.

د پرنجي او ټوخي پر مهال هرو مرو خپله خوله وپوښئ؛ که دستمال نه‌لرئ، دغه کار خولې ته د خپل بازو په نیولو وکړئ، نه دا چې د لاس ورغوی خولې ته ونیسئ ځکه له چاپېریال او له نورو کسانو سره تر ډېره په اړیکه کې وي.

د کارول شویو دستمالونو له ساتلو ډډه وکړئ او ژر یې لیرې کړئ.

په خپل مخ، په ځانګړې توګه خولې، پزې او سترګو له لاس وهلو ډډه وکړئ.

له لاس ورکولو او مخ مچولو څخه ډډه وکړئ.

په عمومي او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو احتمال په‌کې ډېر وي، تر ممکن حده له ګډون ډډه وکړئ.

ښاغلی ساپي زیاته کړه: "که څوک سخته تبه، سر دردي، زکام او د ستونې درد ولري، نو زر دې نږدي روغتون، روغتیايي مرکز او یا ډاکتر ته ځان ورسوي، د هغه په خبره چې د یادې ناروغۍ څخه د ځان ساتنې د پاره د بدن پاکوالی د لاسونو مینځل، ټوخې او پرنجي پر مهال پوزې او خولې ته دستمال نیول، ماسک استعمالول او په ګڼه ګوڼه کې له ګډون ځان ساتل يې د مخنیوي غوره چارې دي."

کرونا وایروس یوه سارې ناروغې ده چې تېر کال د ډېسېمبر په میاشت کې لومړی د چین په ووهان ښار کې پیدا شوه او ډېر ژر يې ځان ۱۲۰ هېوادونو ته ورسولو، چې تر اوسه يې نړۍ کې نږدې ۵۰۰۰ کسان وژلي.

دغه ناروغي په افغانستان کې پیدا شوې چې تراوسه يې په ټول هېواد کې ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

افغان حکومت د کرونا وایروس د لا خپرېدو د مخنیوې لپاره د یوې میاشتې په مخه د وري تر وروستۍ ټول پوهنتونونه او ښونځي رخصت کړل.

XS
SM
MD
LG