د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

ارګ: د افغانستان د پوهنتونونو او ښونځیو د درسونو پیلېدو بهیر یو میاشت وځنډېد


آرشیف
آرشیف

په عامه او سټراټیژيکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي چې د عامې روغتیا، لوړو زده کړو، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وړاندیز په اساس ټولې ښونیزې موسسې، دولتي او خصوصي پوهنتونونه د را روان لمریز کال د وري تر ۳۰ مې نېټې رخصت شول.

وروسته له دې چې افغانستان کې دکرونا وایروس څلور نوې پېښې ثبت شوی، افغان حکومت د یوې میاشتې لپاره ټول دولتي او خصوصي پوهنتونه، او ښونیزې ادارې د یوې میاشتې لپاره رخصت کړل.

په همدې حال کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار د دوشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل دا هوکړه نن دعامې روغتیا وزارت، پوهنې او لوړو زدکړو وزارت د چارواکو ترمنځ همدې وزارت کې شوې ده.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار
د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار

هغه وویل: "د عامې روغتیا وزارت وزیر د پوهنې او لوړو زدکړو وزارت ته دا مشوره ورکړې چې ښوونځيو او پوهنتونو درسونه دې وځنډول شې او دې برخه کې باید پاملرنه اوشې، بلاخره هوکړه وشوه چې د یوې میاشتي لپاره ټول دولتي او خصوصي ښوونځي وړکتونونه او خصوصي او دولتي پوهنتونو وځنډیږي."

تر دې دمه د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو مسوولینو په دې تړاو څه نه دې ویلي.

هر کال د لوړو زدکړو موسسې او ښوونځي د وري یا حمل میاشتې په لومړیو ورځو کې پیلېږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د کرونا وایروس مثبتې پېښو شمېر ۱۱ ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې تر دې دمه د کرونا وایروس ۶ مثبتې پیښې هرات ،۳پیښې سمنګان، یوه پیښه بلخ او یوه بله هم کاپیسا ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان بدنې روزنې او ورزش ریاست هم وایي، د کرونا وایروس دخپرېدو څخه د مخنیوي په خاطر ټولې لوبې او ورزشي پروګرامونه ځنډول شوي دي.

د دې ریاست مطبوعاتي دفتر ویاند مجیب قاري زارده ازادي راډیو ته وویل: "د کرونا وایروس څخه د مخنیوي په خاطر او دا چې له دې وایروس څخه مو لوبغاړي وژغورل شي، ټولي لوبې، سیمینارونه او ورزشي پیښې تر دویم امره ځنډیدلي دي."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنې د عامه او سټراټیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر هم خپلې ټویټر پاڼه کې لیکلي چې ټول هېواد کې ورزشي پروګرامونه او لوبې د کرونا یا کویت ۱۹ وایروس څخه د مخنیوي په خاطر تر نا معلومي نېټې پورې ځنډیدلي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغان حکومت د پرله پسې ګواښونو سره د شنبې په ورځ سلګونه کسان د وزلوبې لیدو ته چمن حضوري کې راټول شوي وو.

وزلوبو کې د ګډون په هکله حسیب ازادي راډیو ته وویل: "تراوسه اوو سوو څخه تر اته سوه کسان دلته راټول شوي دي، کېدای شې دا شمېر لسو زرو ته هم ورسېږي، زه د وزلوبې مینه وال یم، کوښښ کوم ځان وساتم خو تر اوسه نه پوهېږم چې دکرونا وایروس څه شی دی."

د افغانستان حکومت مخکې له دې د کرونا وایروس د خپرېدو له وېرې د ښځو نړیوالي ورځې یا اتم د مارچ لمانځنه، د عبدالعلي مزاري ۲۵تلین غونډه، د مخکيني ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم شپږ تلین غونډې ځنډولې وې.

راپور- ډیوه نادر

XS
SM
MD
LG