د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

سږ کال ولې د ښځو نړیواله ورځ نه نمانځل کېږي؟


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، د ولسمشر د لارښونې پر بنسټ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف سږکال د ښځو نړېوالې ورځې ته کوم رسمي پروګرام نشته.

نن د مارچ اتمه د ښځو نړېواله ورځ ده، خو په افغانستان کې یې د کرونا ویروس له امله د غونډو په ترڅ کې نمانځنه نه کېږي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي چې د ولسمشر د لارښونې پر بنسټ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هیڅ کوم رسمي پروګرام نه لري.

د دې وزارت ویاندې رویا دادرس د یک شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ چې موږ ته ویل شوي له ټولو رسمي غونډو او راټولېدنو څخه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف ډډه وکړئ، موږ یوازې د مارچ اتمه د ټولنیزو پاڼو او رسنیو له لارې د افغانستان ټولو قدرمنو مېرمنو ته مبارکي وايو او پیغامونه ورته استوو."

په تېرو کلونو کې د مارچ له اتمې نېټې د ښځو له نړېوالې ورځې څخه د لوړپوړو افغان چارواکو په ګډون د لویو غونډو په ترڅ کې نمانځنه کېده.

خو د افغانستان د ښځو شبکه وايي که څه هم د کرونا ویروس نه وېره شته خو دوی به د ښځو نړېواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځي.

د دې شبکې د همغږۍ د څانګې مسولې فرشته فرح له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له دې امر څخه بې خبره دي.

ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

هغه زیاته کړه: "د ولسمشر د لارښونې په اړه او د عامې روغتیا وزرات لخوا موږ ته تر اوسه په رسمي څه نه دي ویلي شوي نو موږ هم خپلې برنامې تنظیم کړی او دغه ورځ به نمانځو."

په افغانستان کې د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځنو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې تېره ورځ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هرات ولایت کې د کرونا ویروس د څلور مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړ.

د افغانستان ګاونډ ایران او چین هغه هېوادونه دي چې د دې ویروس د خپرېدو کچه په کې د زیاتېدو په حال کې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز له ټولو افغانانو غوښتنه کړې چې د مخنیوي په هدف د غونډو او یا یو ځای راټولېدنو څخه د کرونا ویروس ډډه وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم هم تېره ورځ د ملي شورا د اولسمې دورې د دویم کال د پیل د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې افغانان دې په خپلو کې د ټولنیزو اړیکو په ټینګښت کې له احتیاط څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG