د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د مارچ اتمه او د ښځو د ژوند د ښه‌والي لپاره تازه ژمنې!


یو شمېر افغان مېرمنې
یو شمېر افغان مېرمنې

د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې او هر کال د افغانستان په ټولو ادارو کې له دغې ورځې لمانځنه او د ښځو د ژوند د ښه‌والي لپاره ژمنې کېږي.

د مارچ میاشتې ۸مه د ښځو نړیواله ورځ، هغه ورځ چې د یو شمېر ښځو په خبره په کال کې یو ځل افغان حکومت په‌کې د ښځو ناسم وضعیت ته متوجې کېږي.

یو شمېر دغو ښځو ازادي راډیو ته وویل، د کابل په شمول په ګڼو ولایتونو کې ښځو ته پاملرنه نه‌ده شوې او ډېری ښځې د دې ورځې په اړه نه‌پوهېږي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکې فاطمه د ښځو د ورځې په اړه وایي:

"زه په افغانستان کې د ښځو د نړیوالې ورځې په اړه نه‌پوهېږم، دلته خو اصلاً له ښځو ملاتړ نه‌کېږي، ځیني خو په زور ودېږي، دلته د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي، ښایي له ۱۰۰ سلنې یوازې ۱۰ سلنه ښځو ته پاملرنه وشي."

یو شمېر افغان ښځو ته د ډېرو نورو ستونزو تر څنګ د کور سرپرستي هم ورتر غاړې ده.

انیس‌ګل هغه مېرمن ده چې اته ماشومان لري او د کور یوازنۍ سرپرسته ده.

مېرمن انیس‌ګل وایي:

"زما په ژوند کې ستونزې زیاتې دي، د ښځو ورځ مې هم هېڅ‌کله نه‌ده لمانځلې، د کور سرپرستي هم زه کوم، یوه زنانه نانوایي لرم، ماشومان مې واړه دي، تر ټولو مشر یې ۱۳ کلن دی، هغوی یوازې ښوونځي ته ځي، د کار له پیسو مې دوه درې سوه راته پاتې کېږي چې یوازې وچه ډوډۍ مې ماشومانو ته پرې اخلم."

افغان ښځې د مارچ د اتمې په اړه ناستې او لمانځنه کافي نه‌بولي او وایي، په دا شان محافلو کې دې یوازې ژمنې نه، بلکې د ښځو د ژوند د ښه‌والي لپاره هم عملي اقدام وشي.

سره له دې چې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د تېرو کلونو په ترڅ کې د لاسته راوړنو یادونه کوي، خو وایي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او باید په‌دې اړه جدي اقدام وشي.

د افغان ښځو شبکې مشرې ماري اکرمي ازادي راډيو سره په خبرو کې د ښځو د ستونزو په اړه وویل:

"د مارچ میاشتې اتمه د یو شمېر نړیوالو هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې هم لمانځل کېږي، خو له بده‌مرغه افغان ښځې خپلو حق او حقونو ته نه‌دي رسېدلي، افغان ښځې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، د دوی پر وړاندې لا هم په ټولنه کې تاوتریخوالی شته."

له دې سره د افغانستان د ځوانانو چارو معین کمال سادات د مارچ د اتمې د لمانځنې په اړه ناستې سمبولیکه بولي وایي، د دغه‌شان غونډو د جوړولو پر ځای دې په مرکز او ولایتونو کې د ښځو ژوند ته پاملرنه وشي.

د افغانستان د ځوانانو چارو معین کمال سادات
د افغانستان د ځوانانو چارو معین کمال سادات

نوموړی وايي:

"زموږ غوښتنه دا ده چې اتم د مارچ چې د ښځو نړیواله ورځ ده، دا یوازې سمبولیکه نه، بلکې دوی ته باید په مرکز، ولایتونو، کلیو او بانډو کې په حکومتي او خصوصي سکټور کې پام وشي، اوس یو شمېر کورنۍ د ښځو پر لاسي صنایعو او کاروبار شرمېږي او هم په‌دې ننګ کوي چې د هغوی تولیدات ټولنې او بازار ته د خرڅلاو لپاره راوباسي."

له دې وړاندې د ملي یووالي حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله ویلي و چې لا هم په بېلابېلو برخو کې افغان ښځې له زور زیاتې سره مخ دي.

هغه له مسؤله ادارو غوښتي وو چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې د راکمولو لپاره په ګډه کار وکړي.

  • جنسي تېری
  • ناموسي وژنې
  • د بدن د غړو پرې کول
  • د تېزابو شیندل
  • له وخته وړاندې ودونه
  • په بدو کې د نجونو ورکړه
  • وهل ډبول
  • بې‌وزلي
  • لفظي شخړې
  • او اقتصادي ستونزې هغه څه دي چې افغان ښځې ورسره مخ دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په‌دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د کچې د لوړېدو په اړه اندېښنه ښيي او وایي، د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه ۴۳۲۹ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شدیده پېښې ثبت شوې دي.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي ازادي راډيو ته وویل، دا شمېرې وروستۍ نه‌دي او کېدای شي د کال تر پایه زیاتې شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي

نوموړی زیاتوي:

"شدیدې قضیې دي چې ډېری د مرکز په زون کې ثبت شوي دي او یو شمېر یې بیا په نورو زونونو کې ثبت شوي، هغه ځایونو کې چې حکومت هلته حاکمیت نه‌لري، له ښځو سره تاوتریخوالی کېږي او هغوی یې پېښې ثبتولای نه‌شي، یعنې دا یوازې هغه پېښې دي چې قربانیانو له بشري حقونو کمېسیون سره ثبت کړي، خو د تاوتریخوالي پېښې له دې زیاتې دي چې موږ له تاسو سر شریکې کړې."

له دې وړاندې د اکسفام کورداید مؤسسې هم ویلي و چې افغانستان د ښځو د ژوند لپاره بدترین هېواد دی.

خو د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویاندې رویا دادرس ازادي راډيو ته وویل چې دغه وزارت د افغان ښځو د ژوند لپاره هڅې کړي او اوس د تېر کال په پرتله د ښځو د تاوتریخوالي د پېښو په شمېر کې کموالی راغلی دی.

نوموړې وايي:

"هغه شمېرې چې د ښځو چارو وزارت سره ثبت دي ښيي چې د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی راکم شوی او د همدغو شمېرو له مخې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي ۲۰ سلنه کموالی ښيي او له وخته وړاندې ودونو په کچه کې بیا ۱۰ سلنه ټیټوالی راغلی دی."

دیني عالم سمېع الله ریحان
دیني عالم سمېع الله ریحان

د ښځو د حقونو فعالانې ورځ بلې ته؛

  • د بې‌کارۍ زیاتېدل
  • اقتصادي ستونزې
  • بې‌وزلي
  • بې‌سوادي
  • له خپلو حقونو د ښځو او نارینه‌وو بې‌خبري
  • ناوړه دودونه
  • په ټولنه کې د ناامنيو شتون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لاملونه بولي.

په ورته وخت کې دیني عالم سمېع‌الله ریحان وایي، ټول علماء دې په خپلو خطبو کې د خویندو، ښځو او میندو د حقونو په اړه خکلو ته عامه پوهاوی ورکړي چې په‌دې توګه په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي کچه راکمه شي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG