د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

د سولې خبرو کې د بشر حقونو موضوع ته د لومړیتوب ورکولو غوښتنه


ارشیف
ارشیف

د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان د سولې له مذاکره کوونکو لورو غوښتي چې، د سولې په خبرو کې دې د بشر د حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړي.

د بین الافغاني مذاکراتو د نیټې له را نږدې کېدو سره، په دغه بهیر کې د افغانانو د حقونو او ازادۍ د له منځه تلو په اړه اندېښنې هم ډیرې شوي دي.

د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان د یوې اعلامېې په خپرولو سره، د سولې په مذاکراتو کې، د افغانستان د خلکو د حقونو پر لومړیتوب ټینګارکړی او ویلي یې دي چې، په دغو مذاکراتو کې باید ښځې، قربانیان او اصلاح غوښتونکي شتون ولري.

د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا د برخې د مشرې پاتریشیاګاسمن ازادي راډیو ته د وټسپ له لارې وویل، چې له اصلاح طلبانو د دوی هدف هغه کسان دي چې په اساسي قانون او د جزا په کود کې د بدلون راوستو غوښتونکي دي.​

دغه راز د دې سازمان د خپرې شوې اعلامیې په یوه برخه کې پاتریشیاګاسمن له خولې لیکل شوي: "د افغانستان د تلپاتې سولې په هوکړه کې باید د عدالت د تامینولو لپاره، د اساسی حقونو او د بشرد حقونو په اړه ډاډ ورکړل شي او دغه مذاکرات باید د بشر د اساسي حقونو او د عدالت د تامین تضمینونکی وي."

بلخوا د بخښنې نړیوال سازمان له ازادي رادیو سره په خبرو کې ویلي چې، په دغو مذاکراتو کې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او د جنګ قربانیانو ته لازم پام نه دی شوی او دغه سازمان یې په اړه اندېښمن دی.

د دغه سازمان د اسیايي برخې څېړونکې سمیرا حمیدي وايي: "د بشري حقونو مسایلو ته نه پاملرنه زموږ اندېښنه ده، موږ هیله مند یو چې د سولې په خبرو کې ښکېلې ډلې، د بشر او د ښځو حقونو ته جدي پام وکړي، موږ د ښځو د حقونو او د دوی د فعالیتونو په اړه اندېښمن یوو."

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور هم دغو اندېښنو ته اشاره کوي او وايي: "پر دې مسئله اندېښمن یو، تمه لرو چې په دغو بحثونو کې د هېواد د خلکو حقونو ته پام وشي، موږ په دې تړاو سپارښتنې لرو، چې د بین الافغاني مذاکراتو د مخه به یې له خلکوسره شریک کړو، زموږ غوښتنه، د خلکو د حقونو، د وروستیو کلونو لاسته راوړنې او د ښځو پرمختګونه دي."

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور
د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور

اوس د خلکو او په تېره د ښځو اندېښنې دا دي چې، باید د سولې په بین الافغاني مذاکراتو کې د خلکو پر حقونو او د وروستیو کلونو پرلاسته راوړنو معامله ونه شي.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د دغو اندېښنو پر وړاندې وايي: "حکومت او په تېره ولسمشر، د ښځو شرعي حقونو په خوندیتوب ولاړ دی او د سولې په مذاکراتو کې به د ښځو او نورو خلکو د قانوني او شرعي حقونو پر سر معامله ونه شي."

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

په کابل کې د طالبانو واکمنۍ ځینې پخواني چارواکي وايي، طالبان د اسلام له اصولو سره سم، د خلکو، د رسنیو او د ښځو حقونوته په مثبت نظر ګوري، خو د مدني ټولنې د مجتمع رئیس عزیز رفیعي په باور، یاده ډله به د اسلام له شرعي احکامو څخه د ځان په ګټه کارواخلي.

بین الافغاني مذاکراتو ته یو څو ورځې پاتې دي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون او د بشر د حقونو نړیوال سازمانونه وايي، په دغو مذاکراتو کې باید یوازې په ځواک کې د طالبانو شریکېدل او د بهرنیو ځواکونو وتل، مطرح نه شي.

دغه نبسټونه له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دغو مذاکراتو کې دې له طالبانو نه د افغانستان د خلکو د حقونو د خوندیتوب په اړه جدي ضمانت واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG