د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې په اړه د افغانانو ترمنځ د نظر توپیر


قطر کې د طالب او امریکايي استازي ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک مراسم. February 29, 2020
قطر کې د طالب او امریکايي استازي ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک مراسم. February 29, 2020

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د افغانانو بېلابېل غبرګونونه راپارولي.

ځینې کارپوهان وايي، دغه هوکړه چې یو شمېر ناڅرګندې برخې لري کولی شي پرسولې او جګړې اغېز وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۱۸ کلنې خونړۍ جګړې وروسته د هوکړې لاسلیک یو لړ پوښتنې، اندېښنې او خوشبینۍ هم پیدا کړي دي.

د حقوقي او سیاسي چارو ځینې پوهان دغه هوکړه مبهمه او ترډېره حده د امریکا په ګټه ګڼي.

د دوی په خبره دغه هوکړه، اجرايي تضمین نه لري او همدارنګه د بندیانو د خوشې کېدو په اړه په کې هم فني ستونزې لیدل کېږي.

د نړیوالو اړیکو پوه خالد سادات وايي: "د سولې لپاره لوی پرمختګ شوی خو هوکړه په عامه توګه ذکر شوی، د تفسیر لپاره به یې له طالبانو، ګوندونو او نورو خواو سره خبرې وشي نه له حکومت سره، چې دا یوه نیمګړتیا ده، که پایلو ته یې وګورو یوازې د امریکا او طالبانو په ګټه ده، خو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره مهمه ده."

د نړیوالو اړیکو پوه خالد سادات
د نړیوالو اړیکو پوه خالد سادات

خو د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د دغې هوکړې لاسلیک کول، د سولې د مذاکراتو لپاره ښه لار بولي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي: "دغه هوکړه په نیک فال نیسواو پایلې یې نیکې ګڼو، یو بریالیتوب دی، ښايي په لومړي سرکې د طالبانو په ګټه وي، خو وروستۍ ګټه یې افغانستان ته رسېږي، ښې پایلې لري ځکه چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته لاره هواروي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شنبې په ورځ د قطر په مرکز د دوحې په ښارکې هوکړه لیک لاسلیک شو.

له دې سره سم د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د امریکا د دفاع له وزیر مارک اسپیر او د ناتو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره، ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په هوکړه کې، په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان نه د امریکا او نورو هېوادونو د پوځونو په وتلو ټینګار شوی دی.

خلک د دغې هوکړې په اړه بیلابیل نظرونه لري.

د حقوقو د پوهنځي محصله سرود وايي، په دغې هوکړه کې د افغانانو اوپه تېره د ښځو حقونو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

هغه زیاتوي: "زه له هغه وضعیته چې نه شي ویل کېدای روښانه ده په اړه یې فکر کوم او ورته اندېښمنه یم، ځکه چې د ښځو حقونه او څو کلنې لاسته راوړنې په کې ګونګې دي، دا یوازې په خبرو ویل کېږي نه په متن کې، د پایلو په اړه یې له هیلو نه اندېښنې ډیرې دي، هېڅ ضمانت نه شته چې افغانان به نور نه وژل کیږي."

خو د ادبیاتو د پوهنځي محصل خان زمان دغې هوکړې ته خوشبینه دی او وايي: "خدای دې وکړي چې د سولې لامل شي، طالبان دې سوله وکړي او په حکومت کې دې شریک شي، خلک دې خپلو کې سره جوړیږي، انشاءاله دغه هوکړه به د سولې د خبرو لامل شي."

له دې سره، په پام کې ده د دې هوکړې پر بنسټ به په افغانستان کې د امریکا ترټولو لویه جګړه پای ته ورسېږي او له افغانستانه به د امریکايي ځواکونو وتلو ته لاره هواره شي.

XS
SM
MD
LG