د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

لا تر اوسه افغان دولت له طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی نه دی ټاکلی


قطر کې د طالبانو ځینې استازي
قطر کې د طالبانو ځینې استازي

که څه هم له طالبانو سره د افغان دولت مذاکره کونکی پلاوی مشخص شوی نه دی، خو اجرائیه ریاست وایي چې د دغې ادارې استازي مشخص شوي دي.

ټاکل شوې چې طالبانو سره بین الافغاني مذاکرات د مارچ په لسمه نېټه ترسره شي.

که څه افغان ولسمشر پرون په یوې خبري ناسته کې وویل چې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې به مذاکره کونکی پلاوی مشخص شي خو د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د دغه ټیم یو شمېر کسان عبدالله عبدالله معرفي کوي.

د اجرائیه ریاست ویاند محیب رحیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دوی له خوا کسان مشخص شوي دي.

هغه وویل: "اجرائیه ریاست د سولې له هوکړې هرکلی کوي او د دغې هوکړې د بریالي کېدو لپاره هر ډول همکاري ته ژمن دی، د مسئلې یوه برخه چې د ثبات او همپالنې او اجرائیه ریاست له لوري د پلاوي مشخصول دي نهایي شوي دي او هر کله چې اړتیا وه موږ چمتوالی لرو چې یو نوملړ وړاندې کړو او په هغه ناسته کې دوی ګډون وکړي."

د اجرائیه ریاست ویاند محیب رحیمي
د اجرائیه ریاست ویاند محیب رحیمي

ښاغلي رحیمي د دغه کسانو نومونه وانه خیستل خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته یوې نږدې سرچیني ازادي رادیو ته ویلي چې د دغو کسانو شمېر شپږ تنه دی.

دغه سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې د نوم یادېدل ونه غوښت وویل چې، د جمعیت اسلامي ګوند په استازیتوب حفیظ منصور، د پیوند ملي ګوند په استازیتوب زهرا نادري، د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان په استازیتوب محمد ناطقي، د جنبش اسلامي ګوند په استازیتوب محمد ایوب عرفاني او د نوې متحدې ملي جبهې په استازیتوی انوار الحق احدي هغه کسان دي چې د ښاغلي عبدالله له لوري ټاکل شوي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ بیا تازه په دې اړه څه ونه ویل، خو ښاغلي غني په پرونۍ خبري ناسته کې تېنګار وکړ که په پلاوي کې د کسانو شمېر له اتو زیات شي یو ډول ګډوډي به رامنځته شي.

افغان ولسمشر غني
افغان ولسمشر غني

هغه زیاته کړه: که د پلاوي غړي له اتو کسانو زیات وي، د پلاوي ترمنځ به نورې ډلې رامنځته شې، دا پلاوی داسې پلاوی نه دی چې ټول واک ولري،که ۱۴ تنه وي، همدا ۱۴ یا ۱۵ کسان چې د خبرو لپاره لاړ شي ټول فشار به په دوی باندې وي، سلا مشورې روانې دي څو داسې پلاوی ولرو چې له ټولو خلکو استازیتوب وکولی شي.

تر اوسه دا نه ده معلومه نه ده چې دغه ناسته چېرې جوړېږي خو له دې وړاندې په قطر، ناروې یا هم جرمني کې د بین الافغاني مذاکراتو د ناستې په اړه بحثونه شوي وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې دې ډلې هم د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره چمتووالی نیولی او په پام کې ده چې د دوی د پلاوی شمېر چې ۲۰ یا ۲۱ کسانو ته رسېږي په ناسته کې ګډون وکړي.

ناروي هېواد له دې مخکي د افغانستان د سولې ناستې کوربه و، هغه ناسته چې افغان حکومت له لورې رسمي و نه ګڼل شوه، خو د افغان حکومت او طالبانو استازو په کې ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG