د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

شمالي مقدونیه کې د ۳۶ افغانانو په شمول ۴۰ نیول شوي کډوال یونان ته لېږل کېږي


په شمالي مقدونیه کې یو شمېر کډوال.
په شمالي مقدونیه کې یو شمېر کډوال.

د شمالي مقدونیې پولیسو ۴۰ کسان چې غوښتل‌یې له غیر قانوني لارو لوېديځې اروپا ته ولاړ شي، نیولي دي.

په دغو نيول شويو کډوالو کې ۳۶ تنه‌یې افغانان او څلور پاکستانیان دي.

د شمالي مقدونیې د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا کسان‌یې د پلازمېنې سکوپیې 'Skopje' د جنوب په نږدې ۹۰ کیلومترۍ کې په یوه لارۍ کې موندلي او د لارۍ ډرېور هم د انسانانو د قاچاق په تور نیول شوی دی.

سکوپیې کې یو شمېر کډوال.
سکوپیې کې یو شمېر کډوال.

پولیس وايي چې ښايي دا کسان د یونان له لارې په غیر قانوني ډول دې هېواد ته ننوتي وي.

د شمالي مقدونيې د پولیسو چارواکي وايي چې نیول شوي کسان د شمالي مقدونیې او یونان ترمنځ یوه سرحدي ښارګوټي ته لېږل شوي او له هغه ځایه به بېرته یونان ته ستانه کړای شي.

ډېری کډوال له یونان څخه د پخوانۍ یوګوسلاویا هېوادونو ته ننوځي او ځکه د مهاجرت دې لارې ته د بالکان د لارې نوم ورکړل شوی دی. که څه هم له دې لارې د انسانانو قاچاق له څو کلونو راهیسې بند شوی دی، خو کډوال لاهم قاچاقبرانو ته ډېرې زیاتې پیسې ورکوي څو دوی د بالکان له لارې د اروپايي ټولنې شتمنو هېوادونو ته ورسوي.

یو شمېر کډوال چې په مقدونیه کې له یوه سیند تېرېږي.
یو شمېر کډوال چې په مقدونیه کې له یوه سیند تېرېږي.

د روان کال د جنورۍ میاشتې په لومړیو درېیو اوونیو کې څه کم یونیم زر کډوال شمالي مقدونیې ته په غیر قانوني ډول له ننوتو وروسته نیول شوي دي.

د شمالي مقدونیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې په دوو جلا پېښو کې له بلغاریا او یونان سره په ګډه پوله یوځل ۴۷ او بل ځل ۵۳ کډوال په لاریو لارۍ کې موندل شوي.

په وروستۍ ډله کې د چارواکو په وینا ۳۷ تنه افغانان، ۱۲ پاکستانیان، دوه هندوستانیان، یو عراقی او یو مصری شامل وو.

XS
SM
MD
LG