د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

افغان حکومت: له افغان کډوالو باید د سیاسي فشار په توګه استفاده ونه‌شي


(ښی-کین) د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د پاکستان صدراعظم عمران خان په اسلام‌اباد کې د کډوالو په اړه یوې غونډه کې د ګډون پر مهال.
(ښی-کین) د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د پاکستان صدراعظم عمران خان په اسلام‌اباد کې د کډوالو په اړه یوې غونډه کې د ګډون پر مهال.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش وايي، د افغان کډوالو کوربانه باید پر افغان حکومت له کډوالو څخه د سیاسي فشار په توګه استفاده ونه‌کړي او بشري حقونه باید تر پښو لاندې نه‌شي.

ښاغلي دانش دغه څرګندونې نن دوشنبه «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۸» په اسلام‌اباد کې د پاکستان په کوربه‌توب د افغان کډوالو د څلور لسیزې کډوالۍ د پوره کېدو په مناسبت یو نړیوال کنفرانس ته وکړې.

ښاغلي دانش وویل: "افغان کډوال باید د سیاسي فشار په توګه ونه‌کارول شي چې د دوی بشري حقونه تر پښو لاندې شي، بېرته راستنېدنه باید د دوی په خوښه وي نه په زور او په ګروپي ډول او دوهم دا چې دوی باید د یو مهال‌وېش په اساس بېرته راستانه شي."

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش په اسلام‌اباد کې د کډوالو په اړه غونډې ته د وینا پر مهال.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش په اسلام‌اباد کې د کډوالو په اړه غونډې ته د وینا پر مهال.

ښاغلي دانش دا هم وویل چې افغان کډوال د چا د اوږو بار نه‌وو، خپله‌یې کار کړی او خپلې اړتیاوې یې پوره کړې دي.

د نوموړي په خبره په افغان کډوالو کې ډېر شمېر د پوهې، کسب او کار او پانګې خاوندان دي او دوی ته باید اجازه ورکړل شي چې خپل دا هر څه په قانوني ډول خپل هېواد ته انتقال کړي.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو په برخه کې د نړیوالې ټولنې له مرستې مننه وکړه، خو ویې‌ویل چې دا په هېڅ ډول کافي نه‌دي او باید نړیواله ټولنه خپله ونډه په ځانګړي ډول راستنو شویو ګډوالو ته د کار موندنې په برخه کې پیاوړی او پراخ کړي.

خو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم بیا دغه کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل چې افغان کډوالو ته‌یې هر ډول حقوق ورکړي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د کډوالو په اړه د اسلام‌اباد په یوه غونډه د ګډون پر مهال.
د پاکستان صدراعظم عمران خان د کډوالو په اړه د اسلام‌اباد په یوه غونډه د ګډون پر مهال.

د نوموړي په خبره تر دې دمه نږدې ۱،۴ څلور میلیونه افغان کډوال راجستر شوي دي.

عمران خان د سرور دانش خبرو ته په اشارې سره دا هم وویل چې پاکستان کې ټول افغان کډوال به په جبري ډول نه، بلکې د مهال‌وېش له مخې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

په اسلام‌اباد کې په دغه دوه ورځني نړیوال کنفرانس کې چې سبا به هم دوام ولري د ملګرو ملتونو د استازولۍ سربېره د ۲۰ هېوادونو استازو هم ګډون کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش دغه کنفرانس ته به خپله وینا کې وویل، ملګرو ملتونو ډېر کوښښ کړی چې افغانان د پاکستان ټولنه کې مدغم کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په اسلام‌اباد کې د کډوالو په اړه غونډې ته د وینا پر مهال.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په اسلام‌اباد کې د کډوالو په اړه غونډې ته د وینا پر مهال.

نوموړي دغه‌شان زیاته کړه چې پاکستان د ملګرو ملتونو له لوري له شویو مرستو څخه زیات د افغان کډوالو لاس‌نیوی کړی.

ښاغلی ګوترش زیاتوي: "۴۰ کاله کېږي چې د افغانستان خلک له ستونزو سره مخ دي، خو له ۴۰ کلونو راهیسې د پاکستان خلکو خپلې دروازې د افغانانو لپاره پرانیستي. دا د کډوالۍ په تاریخ کې تر ټولو اوږده نېټه ده."

په ورته وخت کې یو شمېر کورنۍ چې له پاکستان نه هېواد ته راستنې شوي وايي، په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.

د کار او کور نشتوالی او د ژوند لومړنیو اسانیتاو ته نه‌لاسرسی هغه ستونزې دي چې دغه راستنې شوې کورنۍ یې په اړه خبرې کوي.

له دې ډلې د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې یوه کورنۍ چې ۱۹ غړي لري د پاکستان کډوالي د خپلو اولادونو لپاره یوه ترخه خاطره ګڼي او وايي کلونه‌یې په کډوالۍ او بې‌وزلۍ کې تېر کړي، خو هېواد ته له راستنېدو وروسته بیا هم په بې‌وزلۍ کې اوسېږي.

له پاکستان نه افغانستان ته راستنېدونکي کډوال.
له پاکستان نه افغانستان ته راستنېدونکي کډوال.

د دغې کورنۍ مور ګل سیمه وايي: "ماشومه وم چې له جنګه پاکستان ته لاړو، نن چې مې د سر وېښتان سپین شوي د یوې ورځې د کرارۍ شاهده نه‌یم. ژوند مې په بې‌کورۍ او بې‌وزلۍ کې تېر شو. له زامنو او لمسو سره همدلته اوسېږم. ژمی په سختۍ تېر شو، ناروغه یم. په دې هیله هېواد ته راغلو چې ژوند په‌کې وکړو او بچیان مو کار وکړي."

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت تېره میاشت اعلان وکړ چې له ایران او پاکستان نه‌یې راستنېدونکو ته د ځمکې د ورکولو لړۍ پیل کړې ده، خو دغه کورنۍ چې دوه کاله کېږي له پاکستان نه راستنه شوې او د ځمکې سندونه هم ورسره دي وايي، د دغې لړۍ په اړه هېڅ نه‌پوهېږي.

دغه وزارت وايي، په ۷۰ هېوادونو کې نږدې ۶،۵ میلیونه کډوال اوسېږي چې ۴،۹ یې په پاکستان او ایران کې دي.

افغان کډوال حکم خان د پېښور په کبابیانو کمپ کې د افغانستان د وضعیت کیسه کوي.
افغان کډوال حکم خان د پېښور په کبابیانو کمپ کې د افغانستان د وضعیت کیسه کوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالباسط انصاري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل یاد وزارت داسې یو پنځه کلن پلان جوړ کړی چې پر بنسټ به‌یې د سولې تر ټینګښت وروسته هر کال یو میلیون او د پنځو کلونو په ترڅ کې پنځه میلیونه افغان کډوال په داوطلب ډول خپل هېواد ته راستانه شي.

۴۰ کاله وړاندې د سیمې هېوادونو ته د افغانانو کډوالي هغه مهال پیل شوه چې په ۱۹۷۸ میلادي کال کې د سردار محمد داوود د نظام په وړاندې د نور محمد ترکي په مشرۍ د خلق ډیموکراتیک نظام له‌خوا کودتا وشوه.

XS
SM
MD
LG