د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۳

افغانستان

فراه کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره تدابیر نیول شوي

کابل هوايي دګر کې ډاکتران د مسافرینو معاینې پرمهال
کابل هوايي دګر کې ډاکتران د مسافرینو معاینې پرمهال

د فراه ولايت محلي چارواکي وايي د کرونا وژونکي ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره دوى پر سرحد ځينې تدابير سنجولي دي.

د فراه والي محمد شعيب ثابت د دې ويروس د تشخيص لپاره يوه صحي ډله پر پوله ګمارل شوې او راستانه شوي کسان معاينه کوي.

هغه زیاته کړه: "د خلکو د چېک کولو لپاره طبي ټيم لېږلى چې مجهز اسباب او وسايل ورسره دي، څو هغه کسان چې خداى ناخواسته په کرونا ويروس اخته دي، تشخيص کړي، موږ د فراه په مرکز کې ۱۰ بستري روغتون د تداوۍ او ٢٠ بستري روغتون د دغو کسانو د قرنطين لپاره چمتو کړى دى."

د فراه والي وايي تر اوسه په دغه ولايت کې چې د ايران پولې ته څېرمه پروت دى، په کرونا ويروس د خلکو د اخته کېدو کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټرمپ؛ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له شرمه ډک وو

U
U

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل "له شرمه ډک" بللي دي.

هغه چې په واشنګټن کې د کابینې په ناسته کې خبرې کولې وویل، "په ۲۰۲۱کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته دا چانس په لاس ورکړ چې پر اوکرایین برید وکړي".

امریکايي ځواکونه د دوحې د تړون پر اساس، چې د ټرمپ حکومت د طالبانو له مشرانو سره لاسلیک کړی و، له افغانستانه ووتل.

د امریکا مخکیني ولسمشر جوبایډن د خپلې ولسمشر په دوره کې ویلي و، "اړ دی د ټرمپ د حکومت د موافقې پر بنسټ له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي".

د روغتیا نړیوال سازمان؛ له ایران او پاکستانه راستانه شوي کډوال روغتیايي اسانیتاو ته لاسرسی نه لري

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په پراخه کچه له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو بیرته راستنیدو په افغانستان کې یو لوی بشري بحران رامنځته کړی دی.

د دغه سازمان د راپور له مخې، د اپریل میاشتې له پیله تراوسه څه باندې ۸۳۶زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

د روغیتا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې راستانه شوي په ځانګړې توګه ماشومان، امیدوارې میندې او زاړه خلک پر اوبو او خوړو سربیره له روغیتايي خدمتونو بې برخې دي.

ملګري ملتونه؛ د جرمونو نړیوالې محکمي حکم ته درناوی لرو، خو له طالبانو سره دې تعامل دوام وکړي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټفین دوجاریک
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټفین دوجاریک

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وايي، د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د طالب مشرانو د نیولو د حکم پریکړې ته درناوی لري، خو د افغان ښځو او نجونو د وضعیت د ښه کیدو لپاره دې سیاسي بهیر دوام ومومي.

ستفن دوجاریک وړاندې وویل، ملګرې ملتونه کولی شي د دغې محکمې له خوا تورن شویو کسانو سره تعامل ولري او له غړو هېوادونو يې وغوښتل چې د محکمې له پریکړې ملاتړ وکړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې پرون سه شنبې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړ.

د طالبانو دغه دوه مشران د جنسیت پر بنسټ د بشریت ضد په جرمونو تورن دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینټ د جرمونو د نړیوالې محکمې د د دغې پریکړې هرکلی کړی او د افغانو ښځو او نجونو لپاره د عدالت په ترلاسه کولو کې يې مهم ګام بللی دی.

ریچارد بېنیټ: د طالب مشرانو د نیولو حکم د عدالت په لوري یو ګام دی

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر د نړیوالې جزایي محکمې له خوا د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو د حکم هرکلی کړی دی.

ریچارد بینیټ د سې شنبې په ماښام پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر ولیکل چې د دې حکم صادرېدل، د عدالت په لوري یو ګام دی، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره.

نړیوالې جزایي محکمې ( آی.سي.سي) پرون سه شنبه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم ورکړ.

محکمې دغه طالب مشران بشریت ضد جنایتونو باندې تورن کړي دي.

ریچارد بینیټ ویلي، دا حکم هغه مهم پيغام رسوي چې له سزا نه مصونیت دوام نه شي کولای.

طالبانو بیا ویلي، دغه محکمه په رسمیت نه پيژني او حکم ته یې التزام نه لري.

له ایرانه ایستل شوي یوشمېر کډوال په ځانګړې توګه ماشومان او عمر خوړلي روغتیایي څارنې ته اړتیا لري

له ایرانه ایستل شوي کډوال
له ایرانه ایستل شوي کډوال

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان ته د را ستنو شویو کډوالو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو د روغتیایي اړتیاوو په اړه ژوره اندیښنه لري.

دغه سازمان پرون سه شنبه ( د چنګاښ ۱۷مه) یوه راپور کې ویلي، وروستیو میاشتو کې د کډوالو بې ساري ستنېدنه د افغانستان په بیړنۍ بشري ستونزې بدله شوې ده.

دوی ویلي چې روغتیایي ټیمونه یې د راستنو شویو کسانو په منځ کې د ټپونو، عفونتونو او خوارځواکۍ د زیاتوالي شاهدان دي، تر ډیره ماشومانو او عمر خوړولو کډوالو کې دا ستونزې لیدل شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په باور، اکثره دغه ایستل شوي کډوال روغتیایي څارنې، خوړو او سرپنا ته اړتیا لري.

د کریکټ نړیوالې شورا د لوبڅار بسم الله جان شینواري پر مړینه خفګان ښودلی

د کریکټ نړیوال لوبڅار بسم الله جان شینواری
د کریکټ نړیوال لوبڅار بسم الله جان شینواری

د کریکټ نړیوالې شورا ( آی.سي.سي) د نړیوال لوبڅار بسم الله جان شینواري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.

۴۱ کلن شینواری پرون دوشنبه د ورپیښې ناروغۍ له کبله مړ شوی او د افغانستان کریکټ بورد یې سه شنبه مړینه تایید کړې ده.

د هغه د ناروغۍ د څرنګوالي په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

شینواری د کریکټ نړیوالې شورا د نړیوالو لوبڅارانو له ډلې و چې ۲۵ یو ورځنیو او ۲۱ شل اوره لوبو کې یې د امپایر دنده ترسره کړې.

هغه د لومړي ځل لپاره ۲۰۱۷ کال کې د نړیوالې لوبڅارنې ډګر ته راغی او هغه مهال یې شارجه کې د ایرلنډ او افغانستان د یو ورځنۍ لوبې امپایري وکړه.

سره میاشت: د کال تر اخره به یو ملیون نور افغان کډوال هم له ایرانه و ایستل شي

اسلام کلا ته راغلي افغان کډوال
اسلام کلا ته راغلي افغان کډوال

د سرې میاشتې ټولنه وایي، دوی له ایرانه افغانستانه ته د یو میلیون نورو افغان کډوالو ستنولو ته تیاری نیسي.

د سرې میاشتې او سره صلیب په فدراسیون کې د افغانستان د پلاوي مشر سمیع فخوري ویلي، دغه څه باندې یو میلیون نور کډوال به د همدې کال تر پای پورې و ایستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، د روان کال له پيله یو اعشاریه دوه میلیونه افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي چې اکثره هغه شړل شوي دي.

رویټرز لیکلي، نور یو میلیون کسان داسې مهال اخراجیږي چې افغانستان ته د کډوالو د بیرته ستنېدنې څپې دغلته د مرستې رسونې سیستم تر فشار لاندې راوستلی.

د سرې میاشتې او سره صلیب مسولانو ویلي، راستنول شویو کې اکثره داسې کسان دي چې سملاسي نیول شوي او بسونو ته اچول شوي دي.

محسن نقوي: پاکستان کې د افغان کډوالو د اقامې د تمدید ګټې او زیانونه ارزوو

ارشیف
ارشیف

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي، حکومت د ( پي.او.ار) کارت لرونکو د اقامې د تمدید ګټې او زیانونه ارزوي.

نقوي نن سه شنبه دغه خبره مشال راډيو ته داسې مهال وکړه چې له وړاندې پاکستاني چارواکو پولیسو ته لارښونه کړې چې دغه ډله افغانان دې د کابینې تر پریکړې پورې نه تنګوي.
د ( پي.او.ار) کارت لرونکو د اقامې موده د جون په وروستۍ نیټه پای ته رسیدلې، خو پاکستاني چارواکي هڅه کوي چې دغه کارتونه تمدید کړي.

په پاکستان کې ۱ اعشاریه ۴ میلیونه افغانان د ( پي.او.ار) کارتونه لري چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالۍ کمشنرۍ ورکړي دي.

پاکستان بیا له وړاندې د ( اې.سي.سي) کارت لرونکو د اخراج لړۍ پيل کړې او سلګونه زره کډوال یې اخراج کړي دي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پریکړه لیک، اسراییل او امریکا مخالفې رایې ورکړي

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله، ارشیف
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله، ارشیف

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د افغانستان په اړه یوه تصویب شوي پریکړه لیک کې پر طالبانو غږ کړی چې خپلې ځپونکې تګلارې، په ځانګړې توګه د ښځو سیستماتیکه ځپنه پای ته ورسوي.

دغه پریکړه لیک پرون دوشنبه ۱۱۶ قاطع اکثریت رایو باندې تصویب شو، خو یوازې امریکا او اسراییل پریکړه لیک ته مخالفې رایې ورکړې.

د روسیې او چین په ګډون ۱۲ نورو هېوادونو پریکړه لیک ته ممتنع رایې ورکړې دي.

که څه هم د عمومي اسامبلې، چې ۱۹۳ غړي لري، دغه پریکړه لیک الزامي نه دی، خو یو نمایشي وزن لري او نړیوال احساسات منعکسوي.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته پر طالبانو ورته ډیر نړیوال غږونه شوي، خو هغوی د خپلو تګلارو او قوانینو ننګه کړې.

ملګرو ملتونو پر جرمني د افغانانو د ایستلو په خاطر نیوکه وکړه

ملګروملتو دا انتقاد وروسته له هغه وکړ چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبریندت، اعلان وکړ چې پلان لري له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي، څو د افغانانو شړل ممکن شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د لویې کمیشنرۍ استازې راوینا شمداساني، د ملګرو ملتونو په یوه خبري ناسته کې وویل:

«افغانستان ته د خلکو بېرته ستنول مناسب نه دي. زموږ دفتر لا هم د بشري حقونو د دوامدارو سرغړونو اسناد راټولوي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونه، چې اغېزمنې شوې، غلې کړل شوې، له کار، تعلیم، او د تګ راتګ له آزادۍ محرومې شوې دي.»

په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ استازي عرافات جمال، له هېوادونو غوښتنه وکړه چې افغانان په زور له خپلو خاورو ونه باسي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG