د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

خامنه يي له ایرانیانو څه غوښتي؟


خامنه يي د رایې ورکولو پرمهال
خامنه يي د رایې ورکولو پرمهال

د ایران خلک نن د پارلماني انتخاباتو لپاره رایې ورکوي.

له تندلارو مذهبي مشرانو جوړې ځواکمنې شورای نګهبان ټول ۷۱۴۸ کاندیدان تایید کړي او د ایران د پارلمان د ۲۹۰ سیټونو د ګټلو لپاره د شاوخوا ۹۰۰۰ اصلاح غوښتونکو کاندیدانو ګډون یې رد کړی دی. د شورای نګهبان د انتخاباتو کمیټې په دې ډله کې د اوسني پارلمان د هغو ۹۰ غړو غوښتنلیکونه هم رد کړي چې اصلاح غوښتونکي یا منځلاري ګڼل کېږي.

د ایران لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي نن د سهار په اوو بجو د رای ورکولو د بهیر له پیل څخه لنډه شېبه وروسته په تهران کې خپل دفتر ته نژدې په یوه مسجد کې رایه ورکړه.

هغه د ایران پر خلکو غږ وکړ چې رایې ورکړي.

خامنه یي وویل هر څوک چې د ایران ملي ګټې ورته مهمې وي باید په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

هغه د روانې اونۍ په سر کې ویلي و چې د خلکو پراخ ګډون به د ایران پرضد د امریکا او اسراییلو د پلویانو پلانونه او دسیسي شنډې کړي.

خامنه يي د ایران د شوراي نګهبان پر یوشمیر غړو د امریکا نویو بندیزونو ته چې پرون اعلان شول د اشارې په ترڅ کې وویل، دښمن غواړي د خپل نهايي فشار نتیجه وویني.

متحدایالاتو د ایران د پارلماني انتخاباتو له پیلېدو یوه ورځ مخکې د شورای نګهبان پر هغو پنځو غړو بندیزونه اعلان کړل چې د کاندیدانو په رد او تایید کې یې مهمه ونډه درلوده.

په دې ډله کې د شورای نګهبان منشي او ځواکمن دیني عالم احمدجنتي او ۴ نور غړي شامل دي.

د شورای نګهبان منشي او ځواکمن دیني عالم احمد جنتي
د شورای نګهبان منشي او ځواکمن دیني عالم احمد جنتي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یو بیان کې ویلي دي چې د جنتي په څېر دیني عالمانو له ۴۱ کلونو راهیسې ایرانیان د رای ورکولو له رښتیني حق څخه محروم کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د ایران لپاره د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ځانګړي استازي براین هوک پرون په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل چې جنتي د کاندیدانو په غوره کولو کې مهم رول درلود.

ښاغلي هوک وویل، جنتي او د بندیزونو د کمیټې نورو څلورو غړو ایرانیان د آزادو او عادلانه انتخاباتو له حق څخه محروم کړي دي. په پاتې کسانو کې محمدیزدي چې د ایران د قضا لومړنی مشر و، محمد حسن صادقي مقدم، سیامک ره پیک او عباس علي کدخدايي شامل دي. کدخدايي نن پر ټویټر په یوه پیغام کې ویلي دي چې د امریکا اقدام ډیموکراسۍ ته اهانت دی.

نوموړی ویلي، د امریکا حکومت د شورای نګهبان پر غړو د غیرقانوني بندیزونو په وسیله وښودله چې ډیموکراسۍ ته هېڅ راز لېوالتیا نه لري.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG