د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

ټاکنو کمېسیون کې د رایو تفتیش بهیر تر سبا ځنډېدلی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د څارونکو د نه حضور له امله د جنجالي رأیو د تفتیش بهېر سبا ته وځنډېد.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون به سبا یکشنبې د جنجالي رأیو د سمپلونو یا نمونو د تفتیش بهیر پیل کړي خو دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څارونکي تر اوسه د دې بهیر د څارنې لپاره نه دي معرفي شوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي نن شنبې ازادي وویل، تراوسه پورې درې ځلې له شکایتونو کمېسیون څخه غوښتل شوي چې خپل څارونکي دوی ولېږي.

نوموړي وویل، که چېرې د شکایتونو کمېسیون سبا هم خپل څارونکي دوی ته ونه لېږي دوی به د قانون پر بنسټ د تفتیش بهیر پیل کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي

هغه زیاته کړه: "مونږ تقریباً درې ځلې په رسمي او غیر رسمي ډول له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه غوښتي دي چې له تفتیش بهیر څخه د څارنې لپاره خپل څارونکي راولېږي خو تر اوسه یې نه دي رالېږلې او دا لامل شوی چې دا پروسه وځنډيږي خو که چېرې سبا هم دوی حضور پیدا نه کړي مونږ د قانون په بنسټ سبا ۸:۳۰ دقیقې خپل ځانګړی تفتیش پیلوو."

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل د شکایتونو کمېسیون د پریکړې پر بنسټ، له ۱۳۷ زره ۶۳۰ مشکوکو رایو څخه ۱۰ فیصده او له ۱۰۲ زره ۱۲ رایو څخه چې له ټاکلي نېټې مخکې یا وروسته کارول شي ۱۵ فیصده یې ځانګړي تفتیش ته ځي.

مخکې تر دې د یو شمېر ټاکنیزو ډلو له خوا د شا او خوا ۳ سوه زره رایو په اړه جنجالونه موجود وه او یو شمېر ډلو یې د بیا شمېرنې غوښتنه درلوده.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ویاند مرستیال محمد رضا فیاض ازادي راډيو ته وویل، چې سبا به د دوی څارونکي له پروسې څارنه وکړي.

هغه زیاته کړه: "د دواړو کمېسیونونو ترمنځ په ناسته کې په بېلابېلو اړخونو خبرې شوي، او سبا زمونږ څارنې ټيم کمېسیون ته ځي او چمتو یو چې له تفتیش بهیر نه څارنه وکړو."

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ ( فیفا) اجرائيوي رئيس یوسف رشید بیا د ټاکنیزو کمېسیونونو له خوا له په رامنځته شوي ځنډ نیوکه کوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ ( فیفا) اجرائيوي رئيس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ ( فیفا) اجرائيوي رئيس یوسف رشید

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید ژرتر ژره دا بهیر پای ته ورسوي او د ولسمشرۍ ټاکنو وروستي پایلې دې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG