د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت هوکړه څه وخت لاسلیکېږي؟


د امریکايي چارواکو او طالب پلاوي ترمنځ د سولې خبرو یو پړاو.
د امریکايي چارواکو او طالب پلاوي ترمنځ د سولې خبرو یو پړاو.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ویلي، طالبان 'د تاوتریخوالي د کمښت' هوکړې ته نږدې شوي دي.

رابرت اوبراین ویلي، دی هیله‌من دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت هوکړه به راتلونکو ورځو یا اوونیو کې لاسلیک شي.

ښاغلی اوبراین زیاتوي، د افغانستان په حالاتو کې هر ډول وړاندوینه ستونزمنه ده، خو په خبره‌یې په "محتاطانه ډول خوشبین دي" چې نوي خبرونه په لاره دي.

ښاغلی اوبراین ټینګار کوي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل "نږدې" نه‌دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین
د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین

د اتلانتیک شورا په کوربه‌توب یوې غونډه کې چې په واشنګټن کې جوړه شوې وه، د ډونالد ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین وویل "زه فکر کوم چې موږ د یوه پام وړ پرمختګ په حال کې یو".

د طالب او امریکایي مرکچیانو له خبرو یوې با خبره سرچینې د نوم نه‌ښودو په شرط اسوشیټډ پرس اژانس ته ویلي، د دې هوکړې له مخې به طالبان او امریکا د ۷ ورځو لپاره یو پر بل بریدونه او په ټوله کې پوځي عملیات دروي.

دغې سرچینې زیاته کړې، که طالبان او امریکا د تاوتریخوالي د کمښت هوکړه وکړي، بیا تمه کېږي چې د دوی ترمنځ هغه هوکړه هم لاسلیک شي چې هدف‌یې د جګړې پای ته رسول دي.

امریکايي ځواکونه په هلمند کې پوځي عملیاتو کې د ګډون لپاره د چمتووالي پر مهال.
امریکايي ځواکونه په هلمند کې پوځي عملیاتو کې د ګډون لپاره د چمتووالي پر مهال.

د سرچینې په باور، اټکل دا دی چې د لویې هوکړې تر لاسلیک وروسته ۱۰ ورځو کې به بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

دې خبرو کې به د ټول افغانستان په کچه استازي ګډون ولري او یو شمېر چارواکي به هم په‌کې وي چې د دولت په استازولۍ به خبرې نه‌کوي.

اوبراین یو ځل بیا د ولسمشر ټرمپ خبره غبرګه کړې چې ویلې یې دي، د سولې لپاره باید تاوتریخوالي کې کمښت راشي او د سولې خبرو د پرمختګ لپاره باید معنی‌داره بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

اوبراین ویلي، که دواړه دا خبرې، یعنې تاوتریخوالی کم شي او بین‌الافغانی خبرې پيل شي او یو شمېر نور شرطونه ومنل شي، دی هیله‌من دی چې خلک به ښه خبرونه واوري.

په راپور کې نور شرطونه دا ښودل شوي چې طالبان به له القاعده، داعش او نورو نړیوالو سخت دریځو ډلو سره اړیکې شلوي.

عاصم عمر د القاعده ډلې یو مشر چې په هلمند کې ووژل شو.
عاصم عمر د القاعده ډلې یو مشر چې په هلمند کې ووژل شو.

اوبراین ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې امریکایي ځواکونه چې د ده په ټکو د افغانستان لپاره‌یې ډېرې قربانۍ ورکړي او لګښتونه‌یې کړي، خپل هېواد ته ستانه شي.

ده ویلي ځواکونه به د شرایطو له مخې راستنېږي چې یو شرط‌یې د امریکا د ملګرو خوندیتوب او بل دا ډاډ دی چې افغانستان به بیا د ترهګرو په پټن‌ځای نه‌بدلېږي.

اوبراین ویلي، فکر نه‌کوي چې د ځواکونو وتل دې (سم‌لاسي) ترسره شي.

اسوشیټډ پرس په یوه جلا راپور کې لیکلي، طالبانو امریکا ته ګواښ کړی که د دوی د تاوتریخوالي د ۷ ورځني کمښت ځواب ورنه‌کړي، دوی به د سولې له خبرو په شا شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په قطر کې له طالب پلاوي سره د خبرو پر مهال.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په قطر کې له طالب پلاوي سره د خبرو پر مهال.

دوو طالب چارواکو دغه خبري اژانس ته ویلي، امریکا ته دغه ګواښ د طالب مرکچیانو مشر ملا عبدالغني برادر کړی، ښاغلي برادر تېره اوونۍ قطر کې د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره هم کتلي دي.

د طالب سرچینو په باور، د دوی دې غوښتنې ته تر اوسه امریکایي چارواکو ځواب نه‌دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG