د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

ویسا: سوله او انتخابات دواړه له بن‌بست سره مخ دي


د کابل چاپ ورځپانې
د کابل چاپ ورځپانې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې او انتخاباتو د ټکنۍ پروسې په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، سوله او انتخابات دواړه له بن‌بست سره مخ دي.

وړاندې راغلي د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ورځې څلورنیمې میاشتې تېرې شوي، خو تر اوسه خبره معلومه نه‌ده چې څه به کېږي.

د سرمقاله لیکونکي په باور یو نظر دا دی چې د انتخاباتو پایلې د قطر خبرو سره تړاو لري، ښایي یو دلیل‌یې همدا وي، خو په خبره‌یې بل دلیل دا دی چې د انتخاباتو وروستۍ پروسه بشپړه د بهرنیانو لاس ته لوېدلې او بهرني سلاکاران په‌کې اصلي تصمیم نیوونکي دي.

ویسا ورځپاڼې لیکلي، د سولې پروسه سره له دې چې د دوی او امریکا ترمنځ هر څه نهايي شوي او یوازې لاسلیک ته خبره رسېدلې ده، خو طالبان وايي بیا هم د امریکا له‌خوا دا پروسه ځنډېږي چې نور دغه ځنډ دوی ته د زغملو نه‌دی.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي، افغانان له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د پردۍ او تحمیلي جګړې لپاره قربانۍ ورکوي چې په باور یې دا جګړه د پردیو د ګټو د خوندیتوب لپاره روانه ده.

وړاندې راغلي د افغانستان په محدود شمېر سیمو کې د ټاکنو په نوم یوه جعلي او له تقلب نه ډکه پروسه ترسره شوه او د افغانستان د ۳۵ میلیونه خلکو څخه تر ۲ میلیونه کمو کسانو په‌کې برخه اخیستې چې دا خپله ښیي د افغانستان خلکو سولې ته رایه ورکړه.

د سرمقاله لیکونکي په وینا افغانان داسې انتخابات نه‌غواړي چې د افغانستان مطلق اکثریت په‌کې د رایو له حق څخه محروم وي، اکثره ولایتونه د جنګ او جګړو شاهد وي.

د سرمقالې په پای کې راغلي سوله د افغانانو اساسي غوښتنه ده، نو په سوله کې ټاکنې د نظام څرنګوالی او ټولو ناخوالو ته حل‌لار پیدا کېږي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د قطر خبرو ته په اشارې لیکلي چې دا خبرې بې‌پایلې مخته ځي.

وړاندې راغلي د قطر د تېر ۱۱ پړاو د خبرو له پرمختګ وروسته د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد بروکسل ته ولاړ، خو په وینا یې د پاکستان او روسیې په شمول د طالبانو او په ټوله کې له ترهګرۍ د ملاتړ مسئله بله لویه ننګونه ده جې په افغانستان کې یې د ترهګرۍ ضد د ناټو مبارزه ټکنۍ کړې ده.

د سرمقاله لیکونکي په باور، افغان ځواکونه په پیاوړي مورال د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي او په وینا یې نړیوال باید افغان ځواکونه لا تجهيز کړي.

XS
SM
MD
LG