د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

چارواکي: د کابل پنځه امنیتي حوزه کې ځانمرګي برید ۶ کسان وژلي


چاودنه پنځمې امنیتي حوزې اړوند قمبر څلور لارې کې شوې ده.
چاودنه پنځمې امنیتي حوزې اړوند قمبر څلور لارې کې شوې ده.

افغان امنیتي چارواکي وايي، د کابل د سې شنبې ورځې په ځانمرګي برید کې لږ ترلږه ۶ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

کابل له نږدې دوه میاشتنۍ نسبي ارامتیا وروسته د سې شنبې په ورځ یو وار بیا د یوه ځانمرګي برید شاهد و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي پلي ځانمرګی بریدګر چې په ځان پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي وو د سې شنبې سهار نږدې اوه بجې يې د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قنبر څلور لارې ته څېرمه چېرته چې د مارشال قسیم فهیم د پوځي اکاډمي د دروازې لومړی قراول هم موقعیت لري د عمومي سړک په سر انتحار وکړ.

د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې په دې برید کې ۶ تنه وژل شوي چې ۴ يې پوځیان او ۲ يې ولسي وګړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

هغه زیاته کړه: " له بده مرغه د دې ځانمرګي برید له امله ۲ تنه ولسي وګړي او ۴تنه نظامیان شهیدان شوي دي او دغه شان ۱۳ تنه نور ټپيان شوي چې ۸ يې ولسي وګړي دي او ۵ يې نظامیان دي، له پېښې وروسته پولیسو په سیمه کې هغه موټر بمب هم کشف او خنثی کړ چې دښمن له وړاندې هلته ځای پر ځای کړی و او غوښتل يې چې له لومړۍ پېښې وروسته د خلکو په منځ کې چاودنه ورکړي."

د افغانستان دفاع وزارت هم په دې برید کې د ملي اردو د څلورو منسوبینو د وژل کېدو او دغه شان د پنځه نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او اروپايي ټولنې دغه برید غندلی دی.

دا په کابل کې له نږدې دوه میاشتني نسبي امنیت وروسته لومړنی ځانمرګی برید دی چې مرګ ژوبله اړوي.

له دې پوره دوه میاشتې وړاندې د کابل د پنځلسمې حوزې اړوند د قسیم سړک په سیمه کې په یوې بهرنۍ امنیتي کمپنۍ موټر بم برید وشو چې له امله يې لږ ترلږه شلو ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د مارشال قسیم فهیم په دې پوځي اکاډمۍ له دې وړاندې هم ورته بریدونه شوي دي.

په دې پوځي اکاډمۍ وروستی ځانمرګی برید د روان کال د جوزا په میاشت کې شوې چې له امله يې د امنیتي چارواکو په وینا ۶ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي وو، چې مسولیت يې داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې منلی وو.

خو د تازه حملې مسولیت تر دې دمه هیڅ وسله والې ډلې نه دی منلی.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت يې د طالبانو کار بولي خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې په دې برید کې طالبان لاس نه لري.

خو پوښتنه داده چې که وسله وال طالبان په دې حمله کې لاس نه لري او داعش یا اسلامي دوات نومې ډله يې په اړه څه نه وايي څوک دغه ډول حملې ترسره کوي؟

که څه هم افغان حکومت له دې وړاندې ویلي چې په دې هېواد کې د طالبانو او داعش تر څنګ له شلو ډېرې نورې وسله والې ډلې شته چې جګړه کوي خو د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد ودیر ساپي وايي په داسې حال کې چې د سولې خبرې رواني دي، ځینې ډلې شته چې په دې ډول بریدونو غواړي دغه خبرې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي.

د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد ودیر ساپی
د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد ودیر ساپی

هغه زیاتوي: "دې کې شک نشته چې حکومت يې هم تاييدوي چې په دې هېواد کې نږدې یویشت تروریستي ډلې فعالیت کوي، نو دا ډلې خو روزل شوي همدې ته دي چې دلته نارامني جوړه کړي ځکه دوی نه غواړي چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ سوله راشي او په افغانستان کې یو قوي دولت جوړ شي."

دا په داسې حال کې چې اوس مهال د قطر په مرکز دوحه کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې خبرې رواني دي.

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وړمه ورځ ویلي وو چې تازه د طالبانو یوه پلاوي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد او د قطر د بهرنيو چارو وزیر سره په خبرو کې د سولې مذاکراتو په نتایجو او راتلونکو ګامونو خبرې کړي.

تېره ورځ د سولې په چارو کې د دولت وزارت وویل چې زلمی خلیل ‌زاد هڅه کوي د تاوتریخوالي د کمېدو او اوربند لپاره یوه عملي طرحه جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG