د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۰

افغانستان

ملګري ملتونه کابل کې د خپل کارکوونکي د وژنې څېړنه غواړي

ارشیف
ارشیف

ملګروملتونو په افغانستان کې په یو چاودنه کې د خپل یو بهرني مامور وژل کېدل او د دوو افغان مامورینو د ټپي کېدو د پېښې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې.

په کابل کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې د خپلو کارکوونکو هویتونه نه دي ښودلي خو پر افغان حکومت یې غږ کړی چې د برید عاملان عدالت ته راکاږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا او په کابل کې د امریکا سفارت هم دا حمله غندلې.

د کورنیو چارو وزارت پرون تائید کړه چې یو بهرنی وګړی پرون ماښام د کابل په مکروریانو کې د ملګروملتونو پر موټر د لاسي بم په برید کې ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې مروې امیني آزادۍ راډیو ته وویل په برید کې ۵ ملکي وګړي هم ټپیان شوي.

هغې زیاته کړه: "د ملګروملتونو پر یو موټر د کابل د دریم مکروریان د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې د لاسي بم برید شوی، په پېښه کې یو بهرنی مړ شوی او پنځه ملکي کسان ټپیان شوي، په ملکيانو کې دوه تنه د ملګروملتونو د دفتر افغان کارکوونکي دي."

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو په افغانستان کې ډېری وسله وال بریدونه طالبان او د اسلامي دولت ډله- داعش کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

«خان له خپلې جادو سره بېرته راستون شو»

راشدخان په آی پي ایل کې
راشدخان په آی پي ایل کې

د هند د کرکټ په غوره لیګ آی پي ایل کې راشدخان تر څو کمزورو لوبو وروسته بېګا وتوانېد دوه وېکټې واخلي او خپل ټیم بریا ته ورسوي.

آی پي ایل په خپله فیسبوک پاڼه د راشدخان یو عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې: «خان له خپلې جادو سره بېرته راستون شو»

ګجرات ټایټنز لوبډله چې راشدخان پکې لوبیږي وتوانېده د راجستان رویالز په وړاندې ۲۱۷ منډې وکړي. په وړاندې یې راجستان لوبډلې یواځې ۱۵۹ منډې وکړای شوې. راشدخان په دې لوبه کې په ۴ اورونو کې دوه وېکټې واخیستې.

خان تر دې په مخکینیو څلورو لوبو کې یواځې یوه وېکټه اخیستې وه او خپل مینه وال یې څه ناڅه مایوسه کړي وو.

د طالبانو لاس ته د امریکا د پیسو د نه لوېدو لایحه

بشري مرستې
بشري مرستې

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې یوه قانوني لایحه په دې هدف تصویب کړه چې دا ډاډمنه شي د امریکا پیسې نور د طالبانو لاس ته نه لویږي.

د دې کمېټې غړو ټینګار وکړ چې د امریکا سلګونه میلیونه ډالره له اړین شفافیت او حساب ورکونې پرته د افغانستان بانک ته تللي چې د طالبانو په کنټرول کې دی.

د کمېټې مشر براین مسټ وویل هېڅ باور نه لري چې طالبانو دې پيسې مرستندویو بشري موسسو ته ورکړي وي.

د دې لایحې وړاندې کوونکي استازي ټیم برچټ ادعا وکړه چې یواځې سږ کال ۲۰۰ میلیونه ډالره افغانستان ته لیږل شوي.

امریکا خپلې نړیوالې بشري مرستې د ارزونې په هدف ځنډولي خو لا معلومه نه ده چې له افغانستان سره لا هم د اوونۍ ۴۰ میلیونه ډالره مرسته کوي که څنګه.

د طالبانو حکومت بیا مخکې ویلي وو چې بشري مرستې د ملګرو ملتونو له لارې مرستندویو موسسو ته د پروګرامونو د پلي کولو لپاره ورکول کېږي او دوی پکې لاسوهنه نه کوي.

د افغانستان د همغږۍ ډلې ناسته چې موخه يې د افغانانو لپاره د بشري مرستو راټول دي په استانبول کې پیل شوه

په کابل کې د ترکیې سفارت وايي، د افغانستان د همغږۍ ډله به نن او سبا په استانبول کې ناسته ولري.

دې سفارت نن د (اپریل۹مه) پر خپلې ایکس پاڼې د دې ناستې د پیل خبر ورکړی او ویلي دي، "په ناسته کې د افغانستان په اړه د نړیوالو ټولنې د لومړیتوبونو، پلانونو او د مرسته کوونکو د فعالیتونو په اړه خبرې اتري کیږي".

وړمه ورځ د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت په یو بیان کې ویلي و، تمه لري د استانبول په ناسته کې د افغانانو لپاره بشري مرستې راټولې کړي.

دا ناسته په داسې حال کې ده، چې د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د ټرمپ ادارې افغانستان د هغوو هېوادونو په لیست کې شامل کړی نه دی چې د امریکا بشري مرستې ورسره له سره پیلږي.

د ټرمپ حکومت له افغانانو سره بشري مرستې بندي کړي او ویلي دي، له دې مرستو طالبان ګټه اخلي.

ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې چې د بګرام هوايي اډه د چین په واک کې ده

د بګرام هوايي اډه، انځور له ارشیف څخه
د بګرام هوايي اډه، انځور له ارشیف څخه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا ویلي، د بګرام هوايي اډه د چین په لاس کې ده.

ټرمپ پرون سه شنبې ګانګرس کې د جمهوري غوښتونکو ملي کمیټې ته په وینا کې ویلي، که چیرته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د هغې د واک پرمهال ترسره شوی وای، هغه به د بګرام هوايي اډه د امریکا په کنټرول کې ساتلې وه.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې د بګرام هوايي اډه د نړۍ یوه له لویو هوايي اډه وبلله.

" ما افغانستان پرېښوده، زه هغه څوک وم چې له افغانستانه وتل مې ممکن کړل، خو د بګرام هوايي اډه مې د افغانستان لپاره نه، بلکې د دې لپاره ساتله چې د چین له هغې سیمې سره چې اتومي وسلې په کې تولیدیږي یو ساعت فاصله لري، دا به ښه نه وه چې دا اډه زموږ په واک کې وای؟ اوس پوهیږم چې چین هغه ترلاسه کړې ده".

له دې مخکې هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې په ساتلو تاکید کړی و او ویلي و چې دا اډه اوس د چین په لاس کې ده.

خو د طالبانو حکومت په ځلو د ټرمپ دا ادعا رد کړې او ویلي دي، د بګرام هوايي اډه د بهرنیو په لاس کې نه ده .

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو په تیر شل کلن حضور کې د بګرام هوايي اډه د دې ځواکونو له اصلي اډو یوه وه

د ټرمپ ادارې یو شمیر هېوادونو ته د بشري مرستو د لیږد پروګرامونه بیا پیل کړي، خو افغانستان د دې هېوادونو په لیست کې شامل نه دی

د ټرمپ ادارې د یو شمیر هېوادونو لپاره د بشري مرستو د لیږد لړۍ بیرته پیل کړې ده.

رویترز خبري اژانس د پنځو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ټرمپ حکومت پرون سه شنبې پریکړې کړې چې لبنان، سوریه، سومالیا، اردن، عراق او ایکوادور ته د بیړنیو خوارکي توکو د مرستې پروګرامونه بیرته پیل کړي.

له دې وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې د امریکا حکومت پریکړه کړې د خپلو ټولو یا ډیرو بهرنیو مرستو پروګرامونه وتړي.

د رویټرز په ټکو افغانستان د دې هېوادونو په لیست کې شامل نه دی.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړی وه چې د افغانستان لپاره د خوارکي توکو د مرستې پروګرامونه يې ځنډولي دي.

امریکا چې افغانستان ته د بشري مرستو د لیږد تر ټولو لوی ملاتړ کوونکی هېواد و، په داسې حال کې خپلې مرستې ځنډوي چې د ملګروملتونو د بیلابیلو ادارو د راپورونو له مخې په افغانستان کې څه باندې شل میلیونه افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړمن دي.

د بدخشان ـ تخار لویه لار د شدید ورښتونو او سیلونو د راوتو له کبله تړل شوې ده

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د بدخشان ـ تخار لویه لار د شدید ورښتونو او سیلونو د راوتو له کبله تړل شوې ده.

په بدخشان ولایت طبیعي پېښو ته د رسیدنې رییس محمد اکرم اکبري رسنیو ته ویلي، دا لار نن سهار د سیلابونو د جاري کیدو له کبله تړل شوې ده.

ښاغلي اکبري ویلي، د لارې د بیرته خلاصون هڅې روانې دي.

هغه له مسافرو او موټروانانو غوښتي چې د لارې تر خلاصیدو دې بدخشان ولایت ته له سفر کولو ډډه وکړي.

تراوسه د دغو ورښتونو او سیلابونو له کبله د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه جزیات نشته.

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو ته د بشري حقونو د څار سازمان اندیښنه

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو او ډلو د یوې اونۍ په ترڅ کې له پاکستانه د زرګونو افغان کډوالو د شړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي وایي: "پاکستان خپل نړیوال مکلفیت له پامه غورځولی دی او خلک هغو ځایونو ته سپاري چې د دوی حقوق هلته له خطر سره مخامخ دي."

عباسي زیاته کړه چې "ټول هغه هیوادونه چې د افغان کډوالو کوربه توب کوي باید دا ومني چې افغانستان د بیرته ستنیدو لپاره خوندي نه دی."

رویټرز راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د سې شنبې په ورځ وویل چې د پاکستان حکومت د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې له 8,000 څخه ډیر افغانان له خپلې خاورې ایستلې دي.

اسلام اباد ټولو هغو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی و چې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري یا د افغان تابعیت( اې سي سي) کارتونه لري، د مارچ تر ۳۱مې پورې دې له هیواده ووځي، که نه نو دوی به وشړل شي.

د افغانستان او نیپال تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو مسابقه

کرکټ؛ د اسيا جام کې د افغانستان د ۱۹کلنو ځوانانو لوبډله.2024
کرکټ؛ د اسيا جام کې د افغانستان د ۱۹کلنو ځوانانو لوبډله.2024

د افغانستان او نیپال د کرکټ تر نولس کلونو د کم عمر ملي لوبډلې به نن یوه ورځنۍ لوبه وکړي.

دا نیپال ته د افغانستان تر نولس کلونو د کم عمره ملي ټیم د دې سفر وروستۍ لوبه ده چې په پلازمینه کتمندو کې به ترسره شي.

افغانستان تر دې مخکې په دوو لوبو کې چې د اپریل په دریمه او شپږمه وشوې، نیپال ته ماتې ورکړه.

تر دې لړۍ وروسته به افغان لوبډله په هغو مسابقو کې برخه واخلي چې تر نولس کلونو د لږ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي لپاره ترسره کیږي.

طالبانو د دوو نیول شویو بریتانیایانو دوسیه محکمې ته راجع کړې

پیټر او باربي
پیټر او باربي

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې د دوو نیول شویو بریتانیایانو دوسیه محکمې ته سپارل شوې ده.

عبدالمتین قانع اسوشیتد پریس اژانس ته د سې شنبې په ورځ وویل چې د دې دوو کسانو جرم لوی نه دی.

یو نارینه بریتانیایی پیټر رینولډز چې نهه اویا کاله عمر لري له خپلې میرمنې باربي سره چې پنځه اویا کاله عمر لري د فبروري په لومړیو کې په بامیان کې نیول شوي وو. دغو دوو کسانو هلته د زده کړې او روزنې پروګرامونه مخته وړل.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې د دې دوو کسانو مشکل به که خدای کول ژر حل شي.

دا لومړی ځل دی چې طالبان د دې نیول شوې جوړې د دوسیې په اړه وضاحت ورکوي.

د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله مر اکش ته ولاړه

د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله

د افغانستان، چین، پرتګال او مراکش د فوتسال د ملي لوبډلو ترمنځ نن په مراکش کې ټورنمنټ پیلیږي.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون په خپله فیسبوک پاڼه کې پرون مراکش ته د افغان لوبډلې د سفر خبر ورکړ.

د څلورو ملي لوبډلو ترمنځ به دا لوبې تر یکشنبې روانې وي.

افغان لوبډله به تر دې ټورنمنټ وروسته د اپریل په شپاړسمه له کوربه هیواد مراکش سره یوه دوستانه لوبه هم وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG