د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

ایراني رسنۍ: د سپاه پاسداران قدس ډله په بهرنیو جګړو کې ښکېله ده


د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ډلې پخوانی قومندان قاسم سلیماني.
د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ډلې پخوانی قومندان قاسم سلیماني.

ایراني رسنیو تأیید کړې چې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د قدس ډله په بهرنیو جګړو کې ښکېله ده.

د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ډلې د قوماندان قاسم سلېماني له وژلو وروسته ایران هڅه کوي چې هغه یو ملي اتل معرفي او لاسته راوړنې یې وستایي.

تهران اوس هغه کارونه په یوه ډول افشا کوي چې سلیماني په‌کې ښکېل و او له دې کاره‌یې هدف دا دی چې د سلیماني یاد تازه وساتي.

قاسم سلیماني یوه میاشت وړاندې په عراق کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شو.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قدس څانګې پخوانی مشر قاسیم سلیماني چې د امریکا په برید کې ووژل شو.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قدس څانګې پخوانی مشر قاسیم سلیماني چې د امریکا په برید کې ووژل شو.

اوس د ایران نیمه دولتي فارس خبري اژانس چې سخت دریځو پورې اړه لري، له هغو عملیاتو پرده پورته کړې چې سلیماني له ۱۹۹۸ میلادي کال څخه تر خپل مرګه په پټه رهبري کړي دي.

د فارس په راپور کې راغلي چې د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ډله د افغانستان، بوسنیا هرزګوېنا، سوریې، د غزې تراړې او عراق په جګړو کې ښکېله وه.

پخوا ایران د دغو مسایلو په اړه په اسانه څه نه‌ویل.

یوه پوځي کارپوه افشان استوار ازادي راډیو ته ویلي، فارس دغه راپور د دې لپاره خپور کړی چې د قدس ډلې او د دوی د وژل شوي قوماندان لاسته راوړنې لویې وښيي.

فارس اژانس په نورو هېوادونو کې د قدس ډلې د عملیاتو جزئیات نه‌دي ورکړي او دا یې هم نه‌دي ویلي چې قدس ډلې څنګه ځان ته جنګیالي جذبول.

په راپور کې دا هم نه‌ده څرګنده شوې چې قدس ډلې څنګه د نورو هېوادونو له نیابتي جګړه کوونکو سره اړیکې جوړولې او څنګه‌یې هغوی ته وسلې رسولې.

په راپور کې بیا له (ترهګرو سره جګړه) د قدس د لاسته راوړنې په توګه یاده شوې.

راپور کې دا هم د قدس ډلې لاسته راوړنه بلل شوې چې افغانستان او عراق کې یې د دوی په وینا، په (استعمارګرو) فشار راوړی چې له سیمې ووځي.

راپور د افغانستان په جګړو کې د سپاه پاسداران انقلاب دقدس ډلې ښکېلتیا ته په اشارې لیکلي، قدس ډله د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۰ میلادي کلونو کې هغې جګړه کې ښکېله شوه چې مجاهدینو د شوروي لښکرو پر ضد کوله.

راپور کې وړاندې لیکل شوي، د قدس ډلې په ۱۹۹۰ میلادي کلونو کې د طالبانو پر ضد هم جګړه کړې، خو د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته‌یې له طالبانو سره یوځای د امریکا ضد جګړه کې برخه اخیستې.

راپور کې له طالبانو سره د قدس ډلې د اړیکو څرنګوالی نه‌دی مشخص شوی او دا هم نه‌دي ویل شوي چې دا مهال د دوی او طالبانو ترمنځ اړیکې څه ډول دي.

د ملا برادر په ګډون قطر کې د طالبانو د ډلې مرکچي پلاوی
د ملا برادر په ګډون قطر کې د طالبانو د ډلې مرکچي پلاوی

د طالبانو د قطر دفتر غړو پنځه میاشتې وړاندې ایران ته سفر وکړ او هغه مهال‌یې ویاند سهیل شاهین وویل چې له ایراني چارواکو سره‌یې خبرې د سولې، وروستیو پرمختګونو او د ایران-افغانستان په اقتصادي پروژو څرخېدې.

د نورو هېوادونو په جګړو کې د قدس ډلې د ښکېلتیا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د ایران په محافظه‌کاره نظام فشارونه زیات شوي دي.

پر ایران د امریکا بندیزونه له سره لګول شوي او پر دغه نظام تور پورې دی چې د ایران اقتصاد یې زیانمن کړی دی.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک له دې امله تر کلکو نیوکو لاندې دی چې په دې وروستیو کې یې د اوکراین یوه مسافر وړونکې الوتکه رانسکوره کړه چې ۱۷۶ کسان په‌کې ووژل شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG