د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

د عامې روغتیا وزیر: له چینه د افغان محصلانو د رالېږد لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی


د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز.
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، دوی له چینه د افغان محصلانو د رالېږد لپاره بشپړ چمتوالی لري او ولسمشرۍ ماڼۍ الوتکه هم ورته چارتر کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، د چین په ووهان ښار کې د ۴۱ افغان محصلانو او د دوی د کورنۍ له غړیو څخه یو هم د کرونا په وژونکي ویروس نه دي اخته شوي.

فېروز الدین فېروز چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل چې، دوی له چینه د افغان محصلانو د رالېږد لپاره بشپړ چمتوالی لري او ولسمشرۍ ماڼۍ الوتکه هم ورته چارتر کړې ده.

هغه زیاته کړه: "افغان دولت او مونږ په دې هڅه کې یو چې دا افغانان رانتقال کړو، جمهوري ریاست چارتر الوتکه چمتو کړې، زمونږ روغتیايي ټيم چمتو دی چې ووهان ته ولاړ شي او زمونږ محصلان افغانستان ته انتقال کړي او مونږ د قرنطین زمینه هم ورته برابره کړې ده."

خو ښاغلی فېروز دا هم وايي چې، د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه دا ده چې تر څو بېړنی حالت نه وي ختم شوی باید له ووهان ښار نه بهرني وګړي که هغه د هر هېواد وي انتقال نشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي دوی په دې برخه کې جدي تدابیر لري خصوصاً هغه کسان چې له چین څه راځي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ۳۰۰ بستر له چین څخه هغو احتمالي لېږدونکو کسانو ته پام کې نیولي چې تمه ده افغانستان ته راشي.

د کابل هوايي ډګر کې افغان ډاکتران د راتلونکو مسافرو د معاینې پرمهال.
د کابل هوايي ډګر کې افغان ډاکتران د راتلونکو مسافرو د معاینې پرمهال.

له دې ټولو سره د عامې روغتیا وزارت وايي، د چین په ووهان ښار کې د ۴۱ افغان محصلانو او د دوی د کورنۍ له غړیو څخه یو هم د کرونا په وژونکي ویروس نه دي اخته شوي خو د دوی انتقال بیا هم د ۳۰ میلیونه کسانو ژوند ګواښي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی ډاکتر محمد داوود الطاف په دغه ناسته کې وویل، هغه افغانان چې له چین څخه افغانستان ته انتقالیږي معاینات يي ډير ډاډه نه دي او ممکن د دي ویروس پیښې افغانستان ته هم را ولېږدول شي.

هغه زیاتوي: "زمونږ معاینات سل په سلو کې ډاډمن نه دي څو مونږ له دې امله ډاډمن شو، د دې ترڅنګ چې زمونږ معاینات جدي او ګټورې وي، بیا هم د دې چانس ګورو چې ممکن پیښې هېواد ته داخلې شي."

د دغه وزارت په خبره له تېرې یوې اوونۍ راهیسې ۲۶۲ کسان له چین څخه افغانستان ته راغلي چې ۲۳۳ یې افغانان او پاتې نور بهرنیان دي، دا ټول چېک شوي چې کرونا ویروس نه لري او دوی ورسره په اړیکه کې دي.

چین کې د کورنا ویروس له امله د مړو شمېر له ۳۰۰ کسانو اوښتی.
چین کې د کورنا ویروس له امله د مړو شمېر له ۳۰۰ کسانو اوښتی.

یو شمېر هغه محصلین چې د دغه ویروس د خپرېدو په لومړیو ورځو کې په شخصي لګښت افغانستان ته راغلي وايي، د دغه ناروغۍ تر جدي کېدو ورسته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لوري ورسره اړېکه نېول شوې ده څو د دوی له روغتیا څخه ډاډ حاصل کړي.

ممتاز یو له هغو محصلانو دی چې په چین کې د عامه اړیکو په برخه کې ماسټري کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "مونږ په ووهان ښار کې و، کله چې مونږ ته وویل شو چې مونږ ته د ویروس خپرېدو په تړاو وویل شول، مونږ هم په اتاقونو کې وو، بیا هند ته لاړو او له هغه ځای څخه کندهار ته راغلو، اوس دلته یم مونږ په خپل شخصي لګښت وګرځېدو، په هوايي ډګر کې هم چا پوښتنه ونه کړه چې له کوم ځای څخه راغلې."

که څه هم دغه ویروس د ډيرو کورنیو اندېښنې راپارولي دي خو د عامې روغتیا وزارت وايي د دي ویروس ګواښ وژونکی نه دی.

د چین روغتیايي چارواکو نن وویل، کرونا ویروس په هغه هیواد کې لږترلږه ۳۰۴ وژلي دي.

په چین کې ۱۴۳۰۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG