د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

ارګ: افغان امنیتي بنسټونه ټول نظامي عملیاتونه په همغږۍ ترسره کوي


ارګ
ارګ

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امنیتي بنسټونو ترمنځ ښه همغږي موجوده ده او عملیاتونه د زونونو په کچه په قول اردو ګانو او دغه شان ځینې يې په کابل کې همغږي کېږي.

که څه هم د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب په بلخ کې د نظام الدین قیصاري د نیولو عملیاتو ته په اشارې ویلي چې یو شمېر پوځي عملیات د رهبرۍ په کچه نه همغږي کېږي خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي په ټوله کې د امنیتي بنسټونو ترمنځ همغږي موجوده ده او پوځي عملیات په سیمه ییزه او ملي کچه همغږي کیږي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي که څه هم په ځانګړي ډول د ښاغلي قیصاري د نیولو د عملیاتو په اړه څه نه وايي خو وايي چې ټول عملیاتونه د زونونو په کچه په قول اردو ګانو او دغه شان ځینې يې په کابل کې همغږي کېږي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

هغه زیاته کړه: " په ټوله کې چې په هره سیمه کې امنیتي ځواکونه عملیاتونه ترسره کوي، دا ټول د کابل په ګډون په ولایتونو، زونونو او دغه شان په قول اردو ګانو کې پلانېږي او وروسته ترسره کېږي نو زموږ د امنیتي بنسټونو ترمنځ د مشرتابه په کچه ډېره ښه همغږي موجوده ده."

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمد الله محب تېره ورځ په جوزجان کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سره تر لیدلو وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ښاغلي محب په بلخ کې د قیصاري د نیولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، کوم عملیاتونه چې ترسره کېږي ټول يې د مشرتابه په کچه نه همغږي کېږي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمد الله محب
د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمد الله محب

نوموړي وویل ځیني وخت پېښېږي کله چې د سیمې امنیتي ځواکونه فکر کوي چې خطر موجود دی عملیات ترسره کوي.

خو ښاغلي محب وویل چې د یادې پېښې د مخنیوي په هدف يې اوس مهال په کورنیو او دفاع وزارتونو کې د سوق او اداره جوړه کړې ده څو عملیاتونه همغږي شي.

نظام الدین قیصاري چې وړاندې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د پاڅون کوونکو قومندان وو د روان لمریز کال د قوس د میاشتې په ۲۳ نېټه په بلخ کې د پولیسو له خوا محاصره شو.

د بلخ امنیه قومندانۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه عملیات د ښاغلي قیصاري د نیولو په هدف وبلل او وې ویل چې نوموړی د عدلي او قضايي بنسټونو په امر د ځمکو د غصب، عامه نظم د اخلال او د غیر مسولو وسله والو د درلودلو په تور نیول کېږي.

که څه هم د قیصاري د نیولو په هدف په دې عملیاتو کې له هوايي ځواکونو هم ګټه واخیستل شوه خو د ۲۴ ساعتونو په تېرېدو پولیس ونه توانېدل چې نوموړی ونیسي.

په دې عملیاتو ۷ تنه ووژل شول او یولس نور ټپيان شول.

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب شبرغان ته د دغه سفر پر مهال په شبرغان کې امنیتي ځواکونو ته هم سپارښتنه کړې چې د ملکي خلکو ژوند ته جدي پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ ولسوالۍ په بوکه کلي کې په وروستیو کې د ولسي خلکو له‌خوا ادعا شوې چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په هوايي برید کې ۶ ملکی وګړي وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت ویلي چې په دې اړه څېړنې کوي، خو ملګرو ملتونو د افغانستان پر امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ غږ وکړ چې د ملکي خلکو امنیت په پام کې ونیسي او د جګړې د قوانینو درناوی وکړي.

د امنیتي بنسټونو ترمنځ د عملیاتو پر مهال نه همغږي هغه ستونزه چې تل پرې نیوکې کیږي.

د امنیتي چارو کارپوهان وايي چې په عملیاتو کې نه همغږي د ملکي او پوځي تلفاتو کچه لوړوي او دښمن له فرصته په ګټې اخیستنې له سیمې تښتې.

له ډلې يې کابل خان تدبیر ازادي راډيو ته وویل: " په افغانستان کې د قانون پر بنسټ ټول پوځي عملیات اوپراسیونونه طرحه کوي او د اجرا امر د لوړ پوړو چارواکو له لوري ورکول کیږي خو د پوځي عملیاتو سره ټوکې کول او هغه په خپل سر د یو شخص یا محلي ادارې له لوري ډیزاین کول او اجرا کول د افغانستان له قوانینو خلاف عمل دی او دا افغانستان د پوځي سکټور د کمزورتیا او د ملک الطوایفي په موجودیت دلالت کوي او دا هر څه د افغانستان نظام کمزوری کوي."

د امنیتي چارو پوه کابل خان تدبیر
د امنیتي چارو پوه کابل خان تدبیر

ښاغلي تدبیر وايي، افغان حکومت باید د امنیتي بنسټونو ترمنځ همغږي رامنځته کړي او په بېلابېلو سیمو کې د خپل سرو عملیاتو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG