د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

ملي ارمان: ولې د خبریالانو پر وړاندې تاوریخوالي؟


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د افغان سولې او له خبریالانو سره د تاوتریخوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې د یکشنبې په ورځ په قطر کې د جرمني په کوربه توب بین الافغاني غونډې جوړېدا ته په کتو لیکلي چې افغان حکومت د سولې په اړه د هرې غونډې هرکلی کوي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغان حکومت په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ روانې اووم پړاو خبرې هم په ځير ځير څاري.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې لیکلي چې د سولې په احتمالي کېدونکي توافق کې باید د بیان ازادي، ازادې رسنۍ، د مدني ټولنو ځای، د بشر حقونه او د ښځو حقونه هغه ارزښتونه وګڼل شي چې معامله ورباندې ناشونې ده.

سرخط:

د سرخط ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، امریکا له افغانستان سره ستراتیژیک او امنیتي تړون لري او د افغانستان وضعیت ته په کتو باید دغو تړونونو او خپل مسؤلیت ته په پام اقدام وکړي.

لیکوال ټینګار کوي چې امریکا د راتلونکي په اړه افغانانو ته د خبرداري پرځای، هغوی ته د ملاتړ ډاډ ورکړي او تر هغې ورسره اوږه په اوږه لاړ شي، څو له دغه وضعیته ووځي.

کابل چاپ یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا له خبریالانو سره د تاوتریخوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ماندګار:

د ماندګار ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د کابل پولیسو خبریالان وهلي ټکولي او سپکاوی یې ورته کړی.

وړاندې په سرمقاله کې ټینګار شوی چې د پولیسو له لوري دغه ناوړه او غیر قانوني چلند باید جدي وڅېړل شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپانې بیا په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې ولې د خبریالانو پر وړاندې تاوریخوالي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان د قوانینو له مخې خبریالان حق لري چې د پېښې له هر ځایه راپور چمتو کړي او چارواکي مکلف دي چې په دې اړه معلومات ورکړي.

خو د لیکوال په باور، په افغانستان کې له خبریالانو دغه حق اخیستل شوی، نه یوازې معلومات نه ورکول کېږي، بلکې ځیني ناوړه چلند او حتی سپکاوی هم ورته کوي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، افغان خبریالان به د بیان له ازادۍ د دفاع په لومړۍ کرښه کې وي او په دې باور لري چې د بیان ازادي انساني حق دی.

XS
SM
MD
LG