د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د چین ولسمشر له خلکو وغوښتل د روغتیايي څارونکو ټولې سپارښتنې عملي کړي


د چین ولسمشر شي جین پنګ وویل، د انسانانو ژوند ډېر ورته مهم دی او د خپاره شوي ویروس د لا زیاتې پراختیا مخنیوی خپل مسئولیت ګڼي..
د چین ولسمشر شي جین پنګ وویل، د انسانانو ژوند ډېر ورته مهم دی او د خپاره شوي ویروس د لا زیاتې پراختیا مخنیوی خپل مسئولیت ګڼي..

د چین ولسمشر شي جین پنګ ویلي چې د دغه هېواد کمونست ګوند د کرونا په نوم د وژونکي ویروس پر ضد د مبارزې لپاره د ټولو هڅو د هماهنګۍ مسئولیت لري.

شي جین پنګ په یوه بیان کې چې پرون د جنورۍ په ۲۵مه، د چین رسمي دولتي خبري اژانس شینهوا خپور کړ، وویل چې د انسانانو ژوند ډېر ورته مهم دی او د خپاره شوي ویروس د لا زیاتې پراختیا مخنیوی خپل مسئولیت ګڼي.

هغه د چین له ولسه وغوښتل چې د روغتیايي څارونکو سپارښتنې ټولې عملي کړي.

د چین حکومت پرون په هغه هېواد کې دننه پر مسافرتونو او همداراز چین ته د بهرنیو سیلانیانو پر سفر محدودیت ولګاوه. د هغه هېواد پلازمېنې پیکنګ ته هم د خلکو پر تګ راتګ هم بندیز لګېدلی دی.

د هغو رپوټونو پر اساس چې تر پرون ماخوستنه خپاره شوي وو، په چین کې ۴۱ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. تر پرون ماخوستنه د چین په ۲۹ ولایتونو کې د کروناوېروس نږدې ۱۴۰۰ پېښې ثبت شوې وې.

د جنورۍ ۲۵مه په چین کې د نوي کال لومړی ورځ وه، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د نوي کال د لمانځلو عمومي مراسم لغو شول .

د هغو رپوټونو پر اساس چې تر پرون ماخوستنه خپاره شوي وو، په چین کې ۴۱ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.
د هغو رپوټونو پر اساس چې تر پرون ماخوستنه خپاره شوي وو، په چین کې ۴۱ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

د کورونا ویروس لومړۍ پېښه د چین د هوبای ولایت په مرکز ووهان ښار کې ثبت شوې وه. خو په وروستیو څو ورځو کې دا ویروس د لري ختيځ ځیني هېوادونو ته هم خپور شوی دی.

په جاپان، ویتنام، فلېپین، تایوان، جنوبي کوریا، تایلند، سعودي عربستان ، هانګ کانګ او ماکاو کې هم د کرونا وېروس پېښې ثبت شوې دي.

د امریکا متحده ایالاتو کې هم ډاکترانو دوه وګړي، یو په سیاتل او بل په شیکاګو کې پېژندلي چې په دې ویروس لړلی وو. امریکايي ډاکترانو ویلي چې دواړه وګړي په وروستیو کې چین ته تللي وو.

کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته د چین په څو ایالتونو کې د خلکو پر تګ راتګ بندیز ولګېد.
کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته د چین په څو ایالتونو کې د خلکو پر تګ راتګ بندیز ولګېد.

په فرانسه کې پرون ډاکترانو وویل چې درې تنه په دې ویروس اخته شوي او پېژندل شوي دي.

په ورته وخت کې د استرالیا حکومت وویل چې د هغه هېواد په ویکتوریا ایالت کې یو وګړی چې په کرونا ویروس اخته شوی و، په روغتون کې بستر شوی دی. اسټرالیايي چارواکو ویلي چې دا وګړی د چین تبعه دی او د جنورۍ په نوولسمه له چینه ورغلی و.

XS
SM
MD
LG