د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

ملي ارمان: حقاني شبکه د زرګونه بې‌ګناه افغانانو د وژلو مسؤله ده


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د انس حقاني په ګډون د درېیو طالب بندیانو د ازادېدو په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، امریکا بالاخره انس حقاني او دوه نور همکاران‌یې د بګرام له زندان څخه د دوو امریکايي استادانو په بدل کې ازاد کړل.

وړاندې راغلي، دا د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی ځکه د اسیرانو په بدل کې د خطرناکو ترورېستانو تبادله په هېڅ وجه جواز نه‌لري.

ورځپاڼه لیکي، حقاني شبکه د زرګونه بې‌ګناه افغانانو د وژلو مسؤله ده او باید اعدام شوي وی.

  • سرخط

سرخط نادولتي ورځپاڼه لیکي، د زرګونه افغان قاتلینو په تړاو د دولت تر ټولو خطرناکه پرېکړه!

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان حکومت د طالب جنګیالیو د درېیو خطرناکو غړو په ازادولو سره یو ډېر ګواښوونکی عمل پر ځای کړ چې دا به ناوړې پایلې ولري.

د سرمقالې لیکوال لیکي، که څه هم ولسمشر غني ویلي چې دا پرېکړه‌یې له نړیوالو شریکانو سره په مشورې او د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره کړې، خو په حقیقت کې داسې نه‌ده او د خلیل‌زاد په مشرۍ د سولې خبرو نتیجه ټولو ته جوته شوه چې هېڅ ډول اغېزې نه‌لري.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا څرګنده ده چې د مسؤليت دغه دروند پېټی د حکومت پر اوږو کېښودل شو او هغه هم داسې یو حکومت چې د سولې په هېڅ مذاکره کې سهیم نه‌و.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې چې ایا په دغې پرېکړې سره به سوله ټينګه شي؟

په پوښتنې پسې بیا پوښتنه دا ده، او که چېرې د سولې د ټيڼګښت پر ځای وضعیت لاپسې کړکېچن شي هغه مهال به ځواب ویونکی څوک وي؟

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د طالب بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی.

وړاندې راغلي، دا د سولې تړلې دروازې پرانیزي او د امریکا او نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د اروپايي ټولنې ملاتړ نور هم راجلبوي او د ولسوالکۍ د ارزښتونو د پیاوړي کولو لپاره به تر ډېره د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.

په سرمقاله کې راغلي، د دې تبادلې لپاره له وړاندې خبرې شوي او ولسمشر غني هم له امریکا او نړیوالې ټولنې سره پرې مشورې کړي او د سرمقاله لیکونکي په باور، دا تبادله د سولې لپاره اړینه وه او د سولې لپاره په مشروط ډول ترسره شوې ده.

د سرمقالې د لیکوال په باور د بندیانو په دې تبادلې سره به د سولې هڅې پیل شي او هیله‌یې ښودلې چې د دې ترڅنګ امریکا او نړیواله ټولنه باید د افغان ځواکونو ملاتړ او پیاوړي کولو ته لاپسې زور ورکړي او هغوی ښه وروزي او پر نویو وسلو او عصري هوايي پوځ‌یې سمبال کړي.

XS
SM
MD
LG