د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

ویسا: ډیری سیاسي اړخونه له طالبانو سره د بندیانو پر ناکامه تبادله خوښ دي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپل نننیو ګڼو کې د امریکايي پوهنتون د استادانو او طالب زندانیانو د تبادلې د پروسې د ځنډ د څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼه په دې کرښه خپله سرمقاله پیل کړې، د افغان ــ امریکايي پوهنتون د استادانو د تبادلې ناکامه هڅه!

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، کله چې طالبانو د امریکايي استادانو د تبادلې ژمنه پوره نه شوای کړای، نو د طالبانو درې غړي بېرته بګرام زندان ته واستول شول.

د لیکوال په اند ستونزه داده، چې په قطر کې د طالب ډلې استازي بې واکه دي او د کوم تصمیم اختیار هم نه لري، چارې ټولې د پاکستان او ور سره د نورو افغان دښمنو لوریو په لاس کې دي.

  • اصلاح

بلې دولتي ورځپاڼې اصلاح په خپله سرمقاله کې لیکلي، طالبان د سولې په لټه کې نه دي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، د امریکايي استادانو او طالب زندانیانو په ازادېدو کې شرط دا و چې طالبان به تاوتریخوالی راکموي، اوربند به مني، خو تراوسه معلومه نه ده چې طالبان دغو شرایطو ته غاړه ږدي، کنه.

د لیکوال په باور طالبانو یوازې د امریکايي زندانیانو په آزادېدو سره غوښتل د نړیوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي او نړیوال دې ته چمتو کړي، چې دوی ته امتیاز ورکړي.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقالې کې راغلي، ممکن طالبانو دوه امریکايي استادان وژلي وي، خو د لیکوال په اند که چېرې ژوندي وي او طالبان بیا چمتو شي، چې تبادله یې کړي، لیکوال ټینګار کوي، چې افغان حکومت باید په دې کې زیات امتیاز ترلاسه کړي او د امریکا او طالبانو غوښتنوته تسلیم نه شي.

سرمقاله لیکونکی وړاندیز کوي، چې افغان حکومت په دغه تبادله کې اوربند د یو شرط په توګه وړاندې کړي.

  • ویسا

ویسا نا دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، د حکومت او سیاسي اړخونو یوه زیاته برخه د امریکايي پوهنتون د استادانو او طالب مشرانو د تبادلې د پروسې پر ناکامۍ خوښ دي.

د لیکوال په باور مهمه داده، چې زموږ قضاوتونه، د خوښۍ او خپګان فکټورونو او په ډېرو لویو ملي مسایلو کې دریځونه تر ډېره حد ناسنجول شوي او د تعقل پر ځای پر احساساتو ولاړ وي.

لیکوال لیکي، د انس حقاني او دوو تنو نورو طالب بندیانو د خوشې کېدو او یا زندان کې پاتې کېدو مسئله یې ښه مثال دی.

خو په سرمقاله کې پوښتنه مطرح شوې، هغه ښاغلي چې پر دې معامله خپه وو او اعتراض یې درلود په کوم استدلال او منطق یې دغه دریځ درلود؟

ورځپاڼه وړاندې لیکي، زمونږ ولس له روان بدمرغه ناورین نه د وتلو لار غواړي او د سرمقاله لیکونکي په خبره له دې ماتم نه د وتلو یوارینۍ لار دا ده چې افغانان ټول په یوه تغر سره راټول او د خپل برخلیک خاوندان شي.

ویسا ټینګار کوي چې، د هېوادونو برخلیک په شعارونو نه بلکې په ملي اراده او یوالي خوندي کېدای شي.

XS
SM
MD
LG