د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

عراقی حکومت: د عراقي او امریکايي ځواکونو ګډ عملیات نه دي پیل شوي


ارشیف
ارشیف

د عراق حکومت هغه راپورونه ردوي چې وايي په دې هېواد کې د عراقي او امریکايي ځواکونو ګډ عملیات بیا پیل شوي دي.

د عراق د صدراعظم ویاند عبدالکریم خلف وايي د متحدایالاتو او عراق ترمینځ اصلي موافقه داسې شوې وه چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف به په دې هېواد کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد پوځي عملیات کوي.

ښاغلي خلف پرون- پنجشنبې فرانسپرس خبري آژنس ته وویل چې د عراق حکومت د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف ته د پوځي عملیاتو د ځنډولو امر د امریکايي ځواکونو له دوو هوايي حملو وروسته ورکړ چې په یوه کې یې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیماني ووژل شو.

له دې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوو امریکايي چارواکو له قوله- چې نومونه یې نه دي افشا شوي راپور ورکړی و، چې دوی وايي، امریکايي ځواکونو- چې په عراق کې د دېره نړیوال ائتلاف لویه برخه جوړوي ګډ عملیات بیا پیل کړي دي.

د ائتلاف ځواکونو د جنوري په پنځمه ویلي و، چې د داعش ډلې پرضد او د عراق د پوځ د روزنې عملیات یې، د امریکايي او نړیوالو ځواکونو پر اډو د راکټي حملو له لړۍ وروسته د امنیتي اندېښنو له کبله ځنډولي دي.

د عراق د صدراعظم ویاند وویل، حکومت د امریکا د پوځ عملیات یو اړخیز ګڼي نو ځکه یې د ګډو عملیاتو چې په هغوی کې د عراق له هوايي حریم څخه هم کار اخیستل کېږي، د ځنډولو امر وکړ.

پنټاګون او په عراق کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه خو د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مایک پومپیو د دوشنبې په ورځ وویل، د عراق د پارلمان له هغې پرېکړې سره سره چې له دې هېواده یې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې عراقي مشرانو ده ته پټه څرګنده کړې چې دوی په خپل هېواد کې د امریکا د پوځي حضور ملاتړ کوي.

په عراق کې اوس مهال شاوخوا ۵۲۰۰ امریکايي پوځيان دېره دي.

له بلې خوا د امریکا پوځ وايي د جنوري په اتمه په بغداد کې د امریکا پر پوځي اډه د ایران له توغندويي حملې وروسته یوولس امریکايي سرتېري د مغزو د ټکان په خاطر تر علاج لاندې نیول شوي دي.

دا هماغه حمله وه چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ یې په اړه ویلي و، هېڅ امریکايي سرتېري نه دي پکې زیانمن شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه ویاند بیل اوربن په یوه بیان کې چې تېره شپه ناوخته خپور شو، ویلي پر الاسد هوايي اډه د ایران په حمله کې هېڅ امریکايي سرتېری نه دی وژل شوی خو یو شمېر سرتېرو د توغندیو د چاودنو له کبله مغزي ټکان لیدلی چې اوس یې هم معاینې دوام لري.

ویاند زیاته کړه چې دا سرتېري د نورو معاینو لپاره له دې اډې څخه په کویټ کې د ائتلاف یوه روغتون ته لېږدول شوي دي.

ښاغلي اوربن همداراز وویل چې دا سرتېري به له علاج وروسته بېرته په عراق کې خپلو دندو ته ستانه شي.

په دې اډه کې د ایران د حملې پرمهال ۱۵۰۰ سرتېري دېره وو، چې اکثرو د ایران له توغندويي حملو د ژغورنې په خاطر ځانونه په خوندي تاسیساتو کې پټ کړي وو.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG