د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۳

افغانستان

له ایراني سفیر د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وضاحت غوښتنه

ادریس زمان په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل
ادریس زمان په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان د چهارشنبې په سهار په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان څخه د یو شمېر ایراني چارواکو د هغه څرګندونو په اړه وضاحت وغوښت چې ویلي و که امریکا په ایران برید وکړي ایران به په افغانستان کې د امریکا یو شمېر اډې په نښه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د هېڅ یو ایراني پوځي چارواکي نوم نه‌دی اخیستل شوی.

په دې اعلاميه کې راغلي چې د ایران سفیر د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته د دواړو هېواد د ښو اړیکو د ټینګښت ترڅنګ د جغرافیوي موقعیت ته په احترام سره ویلي چې وروسته له دې به دا ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو په سیاستونو کې ځای نه‌لري.

له دې وړاندې د ایران سفیر په کابل کې د اریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي و چې ایران په افغانستان برید نه‌کوي، خو که ایران په افغانستان کې د امریکایانو له لوري تر برید لاندې راشي ایراني چارواکي به بیا خپله پرېکړه وکړي.

د ایران سفیر ښاغلي امینیان همدا شان ویلي، یو شمېر رسنۍ غواړي په خپلو ناسمو خبرونو سره د ایراني چارواکو څرګندونې غلطې تعبیر کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان او بنګله دیش کریکټ ټیمونه سبا د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د افغانستان او بنګله دیش لوبغاړي، ارشیف
د افغانستان او بنګله دیش لوبغاړي، ارشیف

د افغانستان او بنګله دیش د کریکټ ملي ټیمونه سبا چهارشنبه د پنځوس اوره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

دا لوبه د دوبۍ په شیخ زاید ستډیوم کې د افغانستان په وخت ماښام مهال پیلیږي.

د لوبلړۍ دویمه سیالي د اکتوبر په ۱۱مه او دریمه او وروستۍ هغه یې د اکتوبر په ۱۴مه ترسره کیږي.

د یو ورځنیو لوبو دا لوبلړۍ داسې مهال پیلیږي چې افغان لوبډلې بنګله دیش ته شل اوریزه لوبلړۍ صفر د درې په وړاندې بایلوده.

د کریکټ مینه والو په اسیا جام او بیا بنګله دیش سره په لوبه کې د افغان لوبډلې د لوبېدو پر څرنګوالي پراخې نیوکې وکړې او وروسته د کریکټ ستوري او د شل اوریزو لوبو کپټان راشد خان ومنله چې لوبډلې یې ښه لوبه ونه کړه.

نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ۷مه غونډه جوړیږي، بحثونه یې د بندو دروازو ترشا دي

په کازان کې د مسکو فارمټ پخوانۍ غونډه
په کازان کې د مسکو فارمټ پخوانۍ غونډه

د روسیې پلازمېنه مسکو نن سه شنبه ( د تلې ۱۵مه) د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د ۷مې غونډې کوربه دی.

غونډه کې د کوربه هېواد په ګډون د طالبانو د حکومت او د هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي ګډون لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون ماښام غونډه کې د ګډون په هدف مسکو ته روان شو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا ویلي، دا غونډه به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرانیزي او د بندو دروازو تر شا به دوام ولري.

روسي رسنیو له هغې ډلې انټرفاکس ویلي، ګډونوال به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت او دغه راز له ترهګرۍ او نشه یي موادو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي او د غونډې پای کې به یوه اعلامیه خپره کړي.

مسکو فارمټ ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو چې د غونډو ډېر تمرکز یې له افغانستان سره پر تړلو مسلو وي.

امیرخان متقي د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شو

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د مسکو فارمټ په ۷مه غونډه کې د ګډون په هدف نن ( د تلې ۱۴مه) مسکو ته روان شو.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد ویلي، دا لومړی ځل دی چې ښاغلی متقي د مسکو فارمټ د رسمي غړي په توګه غونډه کې ګډون کوي.

د متقي دغه سفر د روسیې په بلنه وروسته تر هغه ترسره کیږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ښاغلي متقي د سفر بندیز د څو ورځو په مخه لرې کړ.

که څه هم امنیت شورا ویلي چې هند ته د سفر په موخه پر ښاغلي متقي بندیز لرې کوي، خو معلومه نه ده چې د مسکو سفر د همدې معافیت له مخې ترسره کیږي او که ورته بل معافیت صادر شوی دی.

غونډه کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي هم ګډون کوي.

ټاکل شوې چې متقي له روسیې وروسته هند ته سفر وکړي.

ټرمپ: که سیاسي مصلحت نه وی، افغانستان کې بریالي کېدو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سمندري ځواک ۲۵۰مې کلیزې مراسمو کې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سمندري ځواک ۲۵۰مې کلیزې مراسمو کې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که امریکا د سیاسي ملاحظاتو تر اغیز لاندې نه وای راغلې " په اسانه یې کولای شوی افغانستان کې بریالۍ شي"

ټرمپ پرون یکشنبه د متحده ایالتونو د سمندري ځواک د ۲۵۰ مې کلیزې مراسمو ته وویل، د امریکا پخوانۍ ماتې، د ځواک د کمزورۍ له مخې نه وې، بلکې د دې لپاره وې چې د بریا لپاره جګړه ودروي.

هغه ویلي " نور سیاسی ملاحظاتو ته پام نه کوو ، اوس مونږ بریالي کېږو."

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې وروستیو کې یې څو ځله د بګرام هوایي اډې د نیولو خبره وکړه او وې ویل، که طالبان اډه ورنه کړي، بده به ورپېښه شي.

سکای نیوز بیا د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله ویلي" افغانان په هیڅ شرایطو کې اجازه نه ورکوي چې خپله خاوره چاته وسپاري".

برلین: طالبانو په اصولو کې ( د مجرمو کډوالو) له اخراج سره موافقه کړې

ارشیف
ارشیف

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو په اصولو کې ورسره منلې چې له دغه هېواده په الوتکو کې د خپلو اتباعو( چې جرمي دوسیې لري) اخراج مني.

رویټرز نن دوشنبه ( د تلې ۱۴مه) د دغه وزارت د یوې ویاندې په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، دغه خبره کړې ده.

د وزارت ویاندې زیاته کړې " د افغانستان واکمنانو ورته ویلي، که دوی د هغوی افغانانو چې جرمني یې ډیپورت کوي، هویت تشخیص کړي، اخراج سره یې موافق دي.

د هغې په وینا، برلین یوازې طالبانو سره په تخنیکي خبرو بوخت دی.

تر دې وړاندې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي، افغانستان ته د مجرمینو د لېږلو په سر یې له طالبانو سره مستقیمې خبرې کړي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی، خو لومړنی اروپایي هېواد دی چې تیره جولای میاشت کې یې د طالبانو دوه قونسلي کارکوونکو ته اعتبارلیکونه ورکړل.

د بشري حقونو شورا افغانستان کې د نړیوالو قوانینو د (جدي سرغړونو) په اړه بحث کوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن دوشنبه پریکړه کوي چې افغانستان کې د نړیوالو قوانینو د نقض په اړه د څیړنې یو میکانیزم رامنځته کړي او که نه.

د فرانس پریس د خبر له مخې په جینوا کې میشته دغه شورا به نن د هغه پریکړه لیک پر طرحه بحث وکړي چې ډنمارک د اروپایي ټولنې په استازیتوب وړاندېز کړی دی.

په طرحه کې د څیړنې د یوه داسې پلاوي جوړښت هم شامل دی چې په افغانستان کې د نړیوالو قوانینو د ډېرو جدي سرغړونو په اړه شواهد راټول کړي.

رویټرز اژانس لیکلي، که څه هم د پریکړه لیک په طرحه کې د نړیوالو ځواکونو له خوا د شویو سرغړونو یادونه نه ده شوې، خو اژانس د ډيپلوماتانو په حواله ویلي، ممکن د نړیوالو ځواکونو له خوا شوې سرغړونې هم وڅېړل شي.

د اروپایي ټولنې یوه ویاند د نوم نه ښودو په شرط فرانس پریس ته ویلي " له کره سلا مشورو وروسته سږ کال اروپایي ټولنې هوډ کړی چې د افغانستان په اړه یو پریکړه لیک صادر کړي چې د ځواب ورکونې او خپلواکې څیړنې میکانیزم په کې وي.

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنیټ، چې افغانستان ته ممنوع الدخول شوی، غونډې ته د خپلو موندنو راپور وړاندې کړي.

بېنیټ په خپلو راپورونو کې په ځلونو د طالبانو هغه تګلارې غندلي چې له مخې یې د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو لومړني حقونه نقض شوي دي.

بنګله دیش دریمه لوبه هم وګټله؛ راشدخان ومنله چې افغان ټیم خرابه لوبه وکړه

افغانستان له بنګله دیش سره د لوبې پر مهال
افغانستان له بنګله دیش سره د لوبې پر مهال

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دریمه شل اووریزه لوبه هم وبایلوده.

کپټان راشد خان ومنله چې ټیم یې ښه لوبه ونه کړه او له اول سره یې په توپوهنه، بالنګ او ډګر ساتنه کې تېروتنې وکړې.

دا لوبه په شارجه کې وشوه چېرته چې افغان لوبډلې په اول بټنګ سره ۱۴۳ منډې وکړې. بنګله دیشي لوبغاړي په اتلسو اورونو کې هدف ته ورسېدل.

په دې سره بنګله دیش درې پر صفر له افغانستانه د شل اورویزو لوبو سیریز وګاټه.

تمه ده افغان لوبډله له بنګله دیش سره دری یو ورځنۍ لوبې هم وکړي چې په هغه ټیم کې به حشمت الله شهیدي د افغانستان لوبډلمشر وي.

په کندهار کې د طالبانو د ټولو والیانو او ولسوالانو درې ورځنۍ غونډه

کندهار نقشه
کندهار نقشه

د طالبانو د حکومت ټول والیان او ولسوالان د دریو ورځو لپاره کندهار ته وربلل شوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي دا والیان او ولسوالان د یوه درې ورځني سیمینار لپاره کندهار کې غونډ شوي.

د هغه په خبره په دغه سیمینار کې والیانو او ولسوالیو ته د هغوی د کاري استقامتونو، د قوانینو د ښه تطبیق او له خلکو سره د ښه چلند په اړه معلومات ورکول کېږي او ویناوې ورته کېږي.

مجاهد نه دي ویلي چې دا والیان د طالبانو له مشر ملا هیبت الله سره ګوري که څنګه.

د طالبانو د حکومت ټول والیان داسې وخت کندهار ته ورغلي چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر لږ تر لږه څلور ځله د بګرام اډې د نیولو په اړه څرګندونې کړې وې.

تر څنګ یې د طالبانو حکومت تېره اوونۍ په ټول هېواد کې د لږ تر لږه دریو ورځو لپاره انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه هم بند کړي وو.

طالبان غواړي د پولیسو رنجر بدل کړي

طالب وسله وال له رنجر موټر سره
طالب وسله وال له رنجر موټر سره

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي غواړي پولیسو ته د اوسنیو رنجر موټرو پر ځای نور موټر وسپاري.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس پاڼه په دې اړه یو ویډیويي پيغام خپور کړی.

قانع ویلي د کورنیو چارو وزارت مشرتابه دا پرېکړه د دې لپاره کړې چې نوي موټر د افغانستان له جغرافیې سره سازګاره وي او لا اغېزمن تمام شي.

د راپورونو له مخې د افغانستان له پولیسو سره یو وخت لږ تر لږه شل زره رنجر موټرې وې چې سلګونه یې د پرزو د کمښت، ناسم ترمیم او ډېرو نورو عواملو په سبب کباړ شوي.

هر رنجر لږ تر لږه ۳۰ زره ډالره تمام شوی وو.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې سیګار د راپور په اساس لږ تر لږه ۵۰ زره موټر د افغانستان اردو ته ورکړل شوې وې چې یواځې یې د ساتنې او ترمیم لپاره تر ۴۰۰ میلیونو ډالرو زیاتې پيسې لګول شوي.

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د خبریال مهدي انصاري د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي

افغان خبریال مهدي انصاري
افغان خبریال مهدي انصاري

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بنده د افغان خبریال مهدي انصاري د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې.

ایمنسټي انټرنیشنل پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو قضايي سیسټم په تېرو څلورو کلونو کې د هغو کسانو د ځپلو په وسیله بدل شوی دی چې د طالبانو پر سختو فرمانونو، پالیسیو او اقدامونو انتقاد کوي.

بیان زیاتوي چې د طالبانو حکومت د خبریالانو او د مدني ټولنو او بشري حقونو د فعالانو د خپلسرو نیونو، په غیرقانوني ډول زندانونو ته د خلکو د بیولو او جبري اعترافونو له لارې غواړي د هغوی آواز غلی کړي.

مهدي انصاري نژدې یوکال مخکې د کابل له دشت برچي سیمې څخه ونیول شو او وروسته لومړنۍ محکمې د طالبانو پرضد د تبلیغ په تور په یونیم کال حبس محکوم کړ.

طالبانو تېره اونۍ یوه ویډیو خپره کړه چې ظاهرا نوموړی پکې خپل جرم مني خو د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ وویل چې له مهدي انصاري څخه اعترافونه په زور اخیستل شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG