د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

هشت صبح: ایا غله اټمي وسله لري چې پولیس ورنه ډارېږي؟


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ په کابل کې د جنايي جرمونو د زیاتوالي او د افغان سولې پروسې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، د کابل په ځینو سیمو کې وسله‌وال غله مسلط دي او خلک لوټي، که چا ورسره مقاومت وکړ، وژني یې خو د پوښتنې څوک نه‌شته.

په سرمقاله کې یادونه شوې، د خلکو پوښتنه دا ده چې د حوزو پولیس له کافي امکاناتو برخه‌من دي ولې نه‌شي کولای چې له غلو سره مقابله وکړي؟ ایا غله اټمي وسله لري چې پولیس ورنه ډارېږي؟

سرمقاله لیکونکی په عدلي او قضايي بنسټونو هم نیوکه لري او وايي، کله چې پولیس غله ونیسي نو د پیسو په بدل کې ازادېږي، چې دې کار په کابل کې د جرمونو ګراف لوړ کړی.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان ورځپانې په سرمقاله کې راغلي، په کابل کې په هرو ۲۴ ساعتونو کې ډېر جنايي جرمونه پېښېږي چې رسنیز کېږي نه، خو خلک‌یې کیسې کوي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، که څوک د کابل روغتونونو ته سر ورښکاره کړي، پوه به شي چې په کابل کې د غلو له لاسه څه تېرېږي.

د سرمقالې لیکونکی پوښتنه کوي، اوس چې وضعیت تر دې ځایه رسېدلی باید څه وشي؟

لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي چې امنیتي بنسټونه باید د دې ناورین ځواب ورکړي او له دې ډول مواردو سره مسؤلانه چلند وشي.

د سرمقالې په پای کې سپارښتنه شوې چې امنیتي او کشفي ارګانونه باید په جدي ډول لاس په کار شي، د عمل ابتکار په لاس کې واخلي، په ښار کې روانه ناامني له‌منځه یوسي.

  • انیس

د انیس د دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی: "د جرمونو د کمولو لپاره دې باید د مصلحت او معافیت فرهنګ دواړه له‌منځه ولاړ شي."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، له لویو او مهمو لکه ښارونو کابل، ننګرهار، مزار شریف، کندهار او هرات کې پولیس جنايي مجرمین نیسي او د قانون منګولو ته‌یې سپاري.

د لیکوال د معلوماتو له مخې په یادو ښارونو کې د غیر مسؤله وسله‌والو ډلو د فعالیتونو له امله د جرمونو ګراف لوړ شوی چې په ولس‌یې وېره او وحشت خپور کړی.

نورو ورځپاڼو بیا د افغان سولې پروسې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • دنیا

د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی: "یوازې افغانان کولای شي چې په هېواد کې روان کرکېچ ته د پای ټکی کېږدي."

په سرمقاله کې یادونه شوې، امریکا دې پایلې ته رسېدلې چې په افغانستان کې جګړه نه‌شي ګټلای، امریکا چمتو ده چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، اوس په‌کار ده چې افغانان په خپلو کې کېني جګړه ختمه کړي او د یوې ښې او باعزته راتلونکې لپاره لاس په کار شي.

  • اصلاح

د اصلاح دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې ټینګار شوی چې د سولې مذاکرات هغه مهال ښې پایلې ورکولای شوي چې ښکېلې خواوې په اوربند سره سلا شي.

XS
SM
MD
LG