د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

د کابل ښاریان: هره شپه وسله وال کسان خلک وژني، غلاګانې کوي او خلک ځوروي


د کابل ښار
د کابل ښار

کابل ښاریان د ځان وژونکو حملو او چاودنو ترڅنګ جنايي جرمونو، وسله والو غلاوو، وژنو او داسې نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

یو شمېر کابل ښاریانو ازادي راډیو ته وویل، هره شپه وسله وال کسان خلک وژني، غلاګانې کوي او خلک ځوروي.

جواد چې د مکروریانو په سیمه کې د سګرټ خرڅولو غرفه لري، د جوارو د وږو د یوه پلورونکي کیسه کوي چې وسله والو غلو د زرو افغانیو لپاره وواژه.

دی وایي: "دغه هلک موږ سره نږدې وږي پلورل، کور يې په جلال اباد کې و، خو په قلعه زمان کې یې کوټه لرله، درې ورځې مخکې کله چې د کوټې په لور روان و، غلو درولی و او څومره پیسې یې چې په هماغه ورځ ګټلې وې، ترې وا یې خیستې او په ډزو یې وواژه."

د کابل د یکه توت د سیمې یو دوکاندار ایوب خان ځدران هم په کابل ښار کې د نا امنیو له زیاتېدو شکایت کوي او وایي: "جرمونه ډېر شوي، څو ورځې مخکې مې خپل اوزګار ورور ته زرنج واخیست چې کار وکړي، دوه ورځې مخکې سهار وختي چې له کوره د کار لپاره ووت، د دهمزنګ په سیمه کې دوه کسان راځي، ورور مې وهي او زرنج يې له ځانه سره وړي."

ښاغلی ځدران وايي، د امنیتي ارګانونو د نه پاملرنې له امله په ښار کې دغه جرمونه له یوې ورځې بلې ته زیاتېږي.

دی له امنیتي ارګانونو غواړي مجرمینو ته جزا ورکړي چې نورو ته د عبرت درس شي.

د کابل د پولیسو مسؤلین د خلکو اندېښنې پرځای ګڼي، خو وايي چې د میزان په میاشت کې د جرمونو کچه د تېرې میاشتې په پرتله ټیټه شوې ده.

د پولیسو د تلاشۍ محل
د پولیسو د تلاشۍ محل

د دې ادارې ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل، د میزان د میاشتې په لومړیو ۱۳ ورځو کې د جرمونو څه باندې ۹۰ قضیې ثبتې شوي چې ۵۱ قضیو ته یې رسېدنه شوې ده.

دی وایي: "د ۵۱ قضیو په تړاو ۸۸ کسان نیول شوي او د قانون منګلو ته سپارل شوي دي، دغو تورنو بېلابېل جرمونه لکه وژنې، مجروحیت، غلا، د وژنې اقدام، د وسلو پلورل او په غیرقانوني توګه د وسلو لېږد رالېږد ترسره کول چې نیول شوي دي."

د ده په خبره، د جرمونو دغه شمېره په تېره میاشت کې ۱۰۰ قضیې وې.

ښاغلی فرامرز وايي، هره ورځ له لسو نیولې تر۲۰ پورې بې بندوباره کسان نیسي چې دغه کار هم په کابل ښار کې جرمونه کم کړي دي.

XS
SM
MD
LG