د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

ټرمپ: امریکا د جګړې د مخنیوي په هدف سلیماني وواژه


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر وايي، امریکا د جګړې د مخنیوي په خاطر سلیماني وواژه، د جګړې د پیلولو په خاطر نه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د ولسمشر په توګه د ده دنده دا ده چې د امریکا او د دې هېواد د خلکو دفاع وکړي.

ټرمپ په فلوريډا ایالت کې د جمعې په ماسخوتن د وینا پر مهال وویل چې د هېواد ځواکونو یې د ده په قومنده د ایران لوړپوړی پوځي چارواکی قاسم سلیماني وواژه.

ټرمپ – سلیماني یو تروريست وباله.

ده وویل چې قاسم سلیماني پر امریکايي ډیپلوماټانو او پوځيانو د حملو پلانونه جوړول خو دی د دغو فعالیتونو پر مهال له منځه یووړل شو.

ډونالډ ټرمپ وویل: " سلیماني له تېرو شلو کلونو راهيسې په منځني ختيځ کې د بې ثباتي رامنځته کولو په خاطر تروريستي فعالیتونه کول، پرون چې امریکا څه وکړل باید ډېر پخوا يې کړي وای، د ډېرو خلکو ژوند به ژغورل شوی وای، په دې وروستیو کې سلیماني په ایران کې د لاریونو د ځپلو مشري وکړه او د خپل حکومت په لاس تر زرو زیات کسان شکنجه او ووژل شول، مونږ پرون دا اقدام د جګړې درولو په خاطر وکړ، د پيلولو په خاطر نه."

د جمعې په ورځ د امریکا بې پيلوټه الوتکې په عراق کې د ایران لوړپوړی پوځي مشر او په منځني ختيځ کې د ایران د مخ پر زیاتېدو نفوذ طراح قاسم سلیماني وواژه.

ایران په غبرګون کې د غچ اخيستلو ګواښ وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د جمعې په ماسخوتن له یوه ایراني تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې امریکا د سلیماني په وژلو سره یوه لویه تېروتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

ده وویل: "امریکا په درو برخو کې لویه تېروتنه وکړه، یو دا چې د عراق د خپلواکۍ له حقه يې سرغړونه وکړه، بل دا چې له نړيوالو قوانینو یې سرغړونه وکړه او دریم دا چې په ټوله سیمه کې یې احساسات زخمي کړل، دغو تېروتنو ته غبرګون به د ایران له کنټروله وتلې خبره وي."

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پینس د جمعې په ماسخوتن پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې سلیماني په یو شمېر حملو کې د لاس درلودو تر څنګ د هغې دوولس کسیزې ډلې له لسو کسانو سره افغانستان ته په غیر قانوني توګه په سفر کولو کې هم مرسته کړې وه چې پر امریکا يې د سېپتمبر په یوولسمه حمله کړې وه.

۶۲ کلن سلیماني د قدس ځواکونو مشر وو.

د ایران مذهبي مشر خامنه اي، د حزب الله مشر حسن نصرالله او د ایران د قدس ځواک وژل شوی مشر قاسم سلېماني
د ایران مذهبي مشر خامنه اي، د حزب الله مشر حسن نصرالله او د ایران د قدس ځواک وژل شوی مشر قاسم سلېماني

دی په ایران کې تر ستر مشر ایت الله علي خامنه اي وروسته دوهم قدرتمن کس بلل کېده.

XS
SM
MD
LG