د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

امریکا په سوریې او عراق کې د ایران په ملاتړو شیعه ملېشو بریدونه کړي


ارشیف
ارشیف

امریکا په سوریې او عراق کې د ایران له ملاتړه پر برخمنو شیعه ملېشو هوايي بریدونه کړي دي.

راپورونه وايي چې امریکا د سوریې پولې ته نږدې د ایران پلوه حزب الله کتایب ملېشه ډلې پر مورچو بریدونه کړي دي.

ایران د دې سختدریځې ډلې ملاتړ کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا په مشرۍ د ايتلاف په هوايي بریدونو کې څو تنه وژل شوي.

د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون په یوه بیان کې ویلي چې په عراق کې د ایران له ملاتړه د برخمنو شیعه ملېشو درې هدفونه او همداراز په سوریه کې د دې ډلې دوه هدفونه په نخښه شوي دي.

د پینتاګون د ویندوی جنتن هافمن له قوله ویل شوي: "د حزب الله د کتایب ډلې له لوري پر عراقي اډو، چې د ايتلافي ځواکونو مرکزونه دي، د پر له پسې حملو په ځواب کې امریکايي ځواکونو دقیقې دفاعي حملې وکړې."

د ښاغلي هافمن په وینا دا حملې به د ايتلافي ځواکونو پر ضد د حزب الله د کتایب ډلې د بریدونو توان کمزوری کړي.

په عراق کې د حزب الله د کتایب ډلې د ځواکونو د قوماندانۍ مرکزونه او سلاکوټونه ویشتل شوي دي.

په همدې حال کې، فارس خبري اژانس د المیادین تلویزیوني چاینل په قول ویلي چې په دې برید کې د حشد الشعبي ډلې یو مهم قوماندان وژل شوی دی.

یوه امریکايي چارواکي د جمعې په ورځ ویلي و چې دا هیواد د عراق په کورکوک کې پر (کې یو) پوځي اډې په راکټي برید کې د حزب الله کتایب ډلې د لاس لرلو په اړه څېړنې کوي.

د جمعې د ورځې په دې برید کې یو امریکايي قراردادي ووژل شو او څو نور امریکايي او عراقي پرسونل ژوبل شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د روان دسمبر په لومړیو کې د ایران له ملاتړه برخمن ځواکونه په عراق کې پر پوځي اډو په حملو کې په لاس لرلو تورن کړل او ایران ته یې خبرداری ورکړ چې د ایران یا د دغه هیواد د نیابتي ډلو له لوري هر راز حملې ته به، چې امریکایانو یا د متحدو ایالتونو متحدانو ته زیان واړوي، ځپونکی ځواب ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د عراق په اډو کې د امریکايی پوځیانو اصلي دنده دا ده چې له داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې سره په جګړه کې د عراقي ځواکونو مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG