د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

"حکومت کې نورو سیاسي اړخونو ته ونډه ورکول د راتلونکي ولسمشر صلاحیت دی"


د ولسمشر اشرف غني یوه ویاند لطیف محمود د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د افغانستان په اساسي قانون کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون نه دی مشخص او هر نوماند که د رایو پنځوس جمع یو پوره کړي، ولسمشر دی.
د ولسمشر اشرف غني یوه ویاند لطیف محمود د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د افغانستان په اساسي قانون کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون نه دی مشخص او هر نوماند که د رایو پنځوس جمع یو پوره کړي، ولسمشر دی.

د افغانستان د حکومت د جوړښت په اړه کابل کې د امریکا سفیر تر څرګندونو وروسته، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په حکومت کې نورو سیاسي اړخونو ته ونډه ورکول د راتلونکي ولسمشر صلاحیت دی.

جان بس پرون د افغانستان له یوه خصوصي ټلویزیون طلوع سره په یوه تازه مرکه کې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ګډون ته په اشارې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د لومړنیو پایلو له مخې اوسني ولسمشر اشرف غني په ډېر کم تفاوت ټاکنې ګټلي او ورپسې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دی، خو څرګنده نه ده چې د زرګونو ټاکنیزو شکایتونو په پایله کې به همدا نتیجه پاتې که به بدلون ومومي.

د ولسمشر اشرف غني یوه ویاند لطیف محمود د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د افغانستان په اساسي قانون کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون نه دی مشخص او هر نوماند که د رایو پنځوس جمع یو پوره کړي، ولسمشر دی.

ښاغلي محمود زیاته کړه: "د افغانستان د اساسي قانون او نورو قوانینو پر بنسټ د ولسمشرۍ هر نوماند چې د استعمال شویو رایو پنځوس جمع یوه پوره کړي، راتلونکی ولسمشر دی. په اساسي قانون کې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون شمېر نه دی تعین شوی. په حکومت کې ونډه ورکول د ولسواکۍ اصل دی، خو دا چې کوم ډول ونډه ورکول دا په راتلونکې ولسمشر پورې اړه لري."

د متحده ایالاتو سفیر ویلي چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ټیټه وه او په یو میلیون رایو ټاکل شوی ولسمشر ښايي ډېر سیاسي اعتبار ونه لري.

نوموړي ویلي چې که د ټاکنو په پایله کې هر څوک واک ته رسيږي، ښه ده چې نورې سیاسي ډلې هم په واک کې شریکي کړې.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال توبي لینزر ازادي راډيو ته وویل چې باید پرېښودل شي ترڅو د ټاکنو وروستۍ پایلې معلومي شي.

نوموړي دغه شان وویل چې په افغانستان کې اوسنیو سیاسي اختلافاتو ته په کتو راتلونکی ولسمشر پوهیږي چې څه باید وکړي.

جان بس په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ګډون ته په اشارې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړېدو غوښتنه کړې ده.
جان بس په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ګډون ته په اشارې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د شمېرو له مخې د میزان شپږمې په ټاکنو کې څه باندې یو میلیون او ۸۴۳ زره کسانو برخه اخیستې، په داسې حال کې چې شاوخوا ۹ میلیون او ۵۰۰ زره کسانو نوملیکنه کړې وه.

ولسمشر اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رأیو په ترلاسه کولو په لومړنیو پایلو کې بریالی اعلان شوی او ورپسې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه رأیې اخیستې.

ځینې ټاکنیز ټیمونه د ښاغلي جان بس څرګندونې شخصي نظر بولي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم یوه ویاند رضوان مراد ازادي راډيو ته وویل:

"د یو ډیپلومات په توګه دا د جان بس شخصي نظر دی، خو باید مداخله ونه کړي او نه د افغانستان د سیاسي جوړښت په اړه نظر څرګند کړي. دا نظر د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت استازولي نه کوي او تر ټولو مهمه داده چې د افغانستان په اساسي قانون کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون نه دی، مشخص شوی. "

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې یوه ویاند فریدون خوځون که څه هم مني چې په تېرو ټاکنو کې د خلکو ګډون کم و، خو دده په خبره، هېڅ ډلې ته د ملي یوالې حکومت په شان حکومت د منلو وړ نه دی.

"هغه تجربه چې د ملي یوالي د حکومت وه تاسې ولیدل چې هغه ډېره کارنده نه وه، نو په همدې خاطر هېڅوک چمتو نه دی چې بیا په افغانستان کې داسې یو حکومت چې څو سرونه ولري، که په هر نوم وي دا ډول حکومت موږ ته د منلو دی او نه هم افغانانو ته. هر حکومت چې رامنځته کیږي باید د ولسواکۍ په فضا کې رامنځته شي چې ټولو خلکو ته د منلو وړ وي."

خو ښاغلي خوځون زیاته کړه، ښه ده چې د اړتیا پر مهال ټولو سیاسي اړخونو ته په حکومت کې ونډه ورکړل شي، تر څو د افغانستان ټول خلک په حکومت کې خپل ځانونه وګوري.

د ۲۰۱۴ کال لانجمنو انتخاباتو په ترڅ کې چې د پراخو درغلیو ادعاوې پکې کېدې، په افغانستان کې د ملي یووالي په نوم د دوو مخکښو کاندیدانو مشارکتي حکومت رامنځته شو.

په ورته وخت کې ځینې سیاسي څېرې په دې باور دي چې امریکا غواړي بیا ګډ حکومت رامنځته کړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس او د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر عبدالکریم خرم د امریکا د سفیر څرګندونې د واشنګټن رسمي دریځ بولي او دده په وینا هڅه یې دا ده چې په افغانستان کې یو کمزوری حکومت جوړ کړي.

ښاغلي خرم وویل: "دا د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت نظر دی او زه چې وضعیت ته ګورم دا مې مخکې هم ویلي دي، په هغه شکل چې امریکا د سولې پروسه مخته وړي او دغه شان د ټاکنو پروسه کومې خواته وړل کیږي؛ دا ټول د دې ښکارندویي کوي چې د امریکا په اجنډا کې راتلونکی افغانستان باید یو پاشلی، ټوټې ټوټې او کمزوری افغانستان وي چې په هره برخه کې يې مختلف خلک حاکم وي."

د امریکا سفیر د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته پر خپل ټویټر ولیکل، دا باید ټولو افغانانو ته جوته وي چې دا لومړنۍ پایلې دي او د وروستیو پایلو اعلان ته نور زیات ګامونه پاتې څو افغانان ترې ډاډ ترلاسه کړي.

هغه لیکلی وو چې، د وروستیو پایلو له اعلان مخکې باید شکایتونه وڅېړل شي او دوی به د دې بهیر ملاتړ وکړي.

ښاغلي بس چې د امریکا د سفیر په توګه یې د ماموریت موده پای ته رسېدلې، وړاندې د افغانستان پر حکومت د اداري فساد د موجودیت له امله توندې نیوکې کړې دي.

XS
SM
MD
LG