د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

"لسو ولایتونو کې د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو پایلو په اړه شکایتونه ارزول شوي"


ښاغلي الیاسي وویل، په کابل کې هم د ۲۲۳۱ شکایتونو له ډلې ۱۲۰۰ یې ارزول شوي او په اکثرو ولایتونو کې به دغه بهیر پر خپل وخت پای ته ورسېږي.
ښاغلي الیاسي وویل، په کابل کې هم د ۲۲۳۱ شکایتونو له ډلې ۱۲۰۰ یې ارزول شوي او په اکثرو ولایتونو کې به دغه بهیر پر خپل وخت پای ته ورسېږي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي، د نن ورځې تر پایه به د ټولو ولایتونو د شکایتونو طبقه بندي بشپړېږي.

د دې کمېسیون کمېشنر او ویاند قاسم الیاسي د سه‌شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په ۱۰ ولایتونو کې ارزونه بشپړه شوي او په ۱۵ نورو کې دغه لړۍ پیل شوې ده.

ښاغلي الیاسي وویل، په کابل کې هم د ۲۲۳۱ شکایتونو له ډلې ۱۲۰۰ یې ارزول شوي او په اکثرو ولایتونو کې به دغه بهیر پر خپل وخت پای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه: "په ۱۵ ولایتونو کې د شکایتونو تصنیف بندي بشپړه شوې او څېړنه یې پیل ده. احتمالا د نن ورځې تر پایه هم سبا په ټولو ولایتونو کې د تصنیف بندي پروسه بشپړېږي او څېړنه یې پیلېږي. "

ښاغلی الیاسي زیاتوي، یو دلیل چې له امله یې کارونو زیات وخت ونیوه، په کابل کې د ټولو ولایتونو د شکایتونو ثبتول و. د هغې په خبره، که په ولایتونو کې د شکایتونو د طبقه بندۍ کار شوی وی، اوس به پای ته رسېدلې وای.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، هغه کسان چې ټاکنیز جرایم یې کړي وي، له تشخیص وروسته به، عدلي او قضايي ارګانونو ته وپېژندل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو له قوله، ټول ثبت شوي شکایتونه د ټاکنیزو اشتبهاتو، سرغړونو او ټاکنیزو جرایمو اړوند دي.

ټاکنیز اشتباهات هغه عمل دی چې په سهوې سره شوی وي او د ټاکنو په پایلو کوم اغېز و نه لري، خو ټاکنیزې سرغړونې بیا جرم دی او د قانون له مخې یې په اړه پرېکړه کېږي.

بل لورته بیا پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کار په اړه خوښيي ښيي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییه ريیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، که کمېسیون په ولایتونو کې و نه شي کولای په ۱۵ ورځو کې خپل کارونه بشپړ کړي، باید له وړاندې په دې اړه نوماندانو معلومات ورکړي.

ښاغلي رشید وویل: "تر اوسه هم د کمېسیون له‌خوا د پرېکړې کولو بحث روښانه نه دی. هغه مهال چې اړتیا وي، څېړنه زیات وخت نیسي، دا مسله باید د طرز العملونو او قانون پر بنسټ روښانه شي، څو په راتلوونکي کې د سیاسي جنجال سبب نه شي. "

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره د ټاکنو د لومړنۍ پایلې له اعلان وروسته، ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت شوي دي. له دې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یوې ویاندې ویلي و، کېدای شي په ۱۵ ورځو کې د دې شکایتونو څېړل بشپړ نه شي.

پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه هم د شکایتونو شمېرې ته په اشارې وايي، فکر نه کوي چې کمېسیون به په خپل وخت د دې شکایتونو په څېړلو او په اړه یې د پرېکړې په کولو بریالی شي.

XS
SM
MD
LG