د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

د امریکا دفاع وزیر عراق کې د وروستیو پېښو له امله اوکراین ته خپل سفر ځنډولی


مایک پامپيو اوکرایین، بلاروس، قزاقستان، ازبکستان او قبرس ته سفرونه ځنډولي څو په واشنګتن کې پاتې شي، د عراق روانه وضعه وڅاري او په منځني ختیځ کې د امریکایانو له سلامت او امنیت ډاډمن شي.
مایک پامپيو اوکرایین، بلاروس، قزاقستان، ازبکستان او قبرس ته سفرونه ځنډولي څو په واشنګتن کې پاتې شي، د عراق روانه وضعه وڅاري او په منځني ختیځ کې د امریکایانو له سلامت او امنیت ډاډمن شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په عراق کې د وروستیو پېښو په خاطر اوکرایین ته خپل سفر ځنډولی دی.

یوه ډله مظاهره چیانو چې د ایران د ملاتړ برخمن ملیشو پلویان یاد شوي، په بغداد کې د امریکا په سفارت برید وکړ او د سفارت شاوخوا دوه ورځې ولاړ و.

دوی تېره شپه له دې سیمې ووتل.

امریکا تهران د دغو مظاهرو په پلانولو تورن کړی او ګواښ یې کړی چې غچ به یې واخلي.

په بغداد کې د امریکا پر سفارت د یوه ډله مظاهره چیانو تر برید وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو اوکرایین ته خپل سفر ځنډولی دی.

د دغه ځنډ علت د عراق پر وضعې تمرکز بلل شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس پرون چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي: مایک پامپيو اوکرایین، بلاروس، قزاقستان، ازبکستان او قبرس ته سفرونه ځنډولي څو په واشنګتن کې پاتې شي، د عراق روانه وضعه وڅاري او په منځني ختیځ کې د امریکایانو له سلامت او امنیت ډاډمن شي.

په بغداد کې د هغو ملیشه ډلو پلویان چې د تهران له ملاتړ برخمن دي د امریکا سفارت په ډبرو وویشته او برید یې پرې وکړ.

مظاهره چیان پرون چهارشنبه وروسته له هغه چې د امریکا تازه دمي سرتیري سفارت ته ورسېدل د سفارت له شاوخوا سیمو لرې شول.

واشنګتن ایران ته ګواښ کړی چې خپل غچ به واخلي.

په بغداد کې مظاهره چیان په دې خاطر د امریکا په سفارت ورغلي و چې ویل کېدل په عراق او سوریه کې د کتائب حزب الله ډلې په سنګرونو د ډسمبر په ۲۹ مه د امریکا بمباریو غوصه کړي و.
په بغداد کې مظاهره چیان په دې خاطر د امریکا په سفارت ورغلي و چې ویل کېدل په عراق او سوریه کې د کتائب حزب الله ډلې په سنګرونو د ډسمبر په ۲۹ مه د امریکا بمباریو غوصه کړي و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سه شنبه له فاکس نیوز سره په مرکه کې د امریکا په سفارت باندې حمله د ایران له ملاتړ برخمنه ترهګري وبلله.

هغه وویل: "دا د دولت له ملاتړ برخمنه ترهګري ده. دا د ایران له ملاتړ برخمنه ترهګري ده چې شوې او د امریکایانو ګټې یې ګواښلې دي. موږ د ایران په وړاندې بېله تګلاره خپله کړې. په هغوی مو سرچینې وچې کړي او د ایران په مشرتابه مو هم فشار راوستی."

خو د ایران رهبر علي خامنه يي پرون، لومړی د کتائب حزب الله ډلې د غړیو وژل کېدل وغندل او بیا يې د امریکا په سفارت د مظاهره چیانو په ورتلو او برید کې د ایران لاس لرل رد کړل.

په بغداد کې مظاهره چیان په دې خاطر د امریکا په سفارت ورغلي و چې ویل کېدل په عراق او سوریه کې د کتائب حزب الله ډلې په سنګرونو د ډسمبر په ۲۹ مه د امریکا بمباریو غوصه کړي و.

د کتائب حزب الله ډلې د وژل شویو لپاره په ځینو ځایونو له هغې ډلې بصره او ناصریه کې د یادښت مراسم نیول شوي و.

د حشد الشعبي شیعه ملیشه ډلې د بصرې دفتر مشر ابویاسرالجعفري وویل چې د بصرې خلک د امریکا په بریدونو غوصه دي.

" بصره ویاړي چې دوه شهیدان لري. اکثر خلک په بصره کې غوصه دي او له دې چې په حشد الشعبي کې یې وطنوال تر بریدونو لاندې راغلي وېرېدلي. دا لومړی وار نه و چې داسې بریدونه کیږي."

د کتائب حزب الله ډلې په سنګرونو د امریکا په بریدونو سره لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د دې ډلې د وژل شویو د یادښت په مراسمو کې یو شمېر نورو له عراق د امریکایي ځواکونو د وتلو غږ وکړ هغه څه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له فاکس نیوز سره په مرکه کې رد کړ.

XS
SM
MD
LG