د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

بغداد کې مظاهرې؛ د امریکا سفارت ډیپلوماتان خوندي ځای ته انتقال شوي


نن قهرجنو مظاهره کونکو په بغداد کې د امریکا پرسفارت هجوم وروړ.
نن قهرجنو مظاهره کونکو په بغداد کې د امریکا پرسفارت هجوم وروړ.

د راپورونو له مخې د عراق په پلازمېنه بغداد کې د امریکا سفیر او د سفارت کارکونکي د هغو مظاهرو له امله انتقال شوي چې په دې وروستیو کې د امریکا د هوایي حملو پرضد پیل شوي دي.

په دغو حملو کې د ایران پلوه سخت دریځې ډلې لږترلږه ۲۵ غړي ووژل شول.

رویترز خبري آژانس دغه خبر د عراق د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي ورکړی دی.

دغه اقدام وروسته له هغې کیږي چې نن قهرجنو مظاهره کونکو د امریکا پرسفارت هجوم وروړ.

د اسوشېټډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې د امریکا سفارت د احاطې دروازه ماته شوې او انګړ ته یې د مظاهره کوونکو له ننوتو سره د ډزرو غږونه اوریدل شوي دي.

په ویډیویي تصویرونو لیدل کیږي چې مظاهره کوونکي د سفارت بهرد یوالونو ته اوراچوي.

په زرګونه عراقیان د امریکا سفارت له ودانۍ سره راټول شوي چې د متحدو ایالتونو له خوا په عراق او سوریه کې د یکشنبې ورځې هوایي بریدونه چې په نتیجه کې یې د کتایب حزب الله سخت دریځې ډلې لږترلږه ۲۵ غړي وژل شوي، وغندي.

واشنګټن ویلي، امریکايي ځواکونو د کتایب حزب الله ډلې پر پنځو مشخصواهدافو دفاعي هوایي بریدونه وروسته له هغې وکړل چې دې ډلې څوځلې په عراق کې پر هغو پوځي اډو بریدونه کړي و چې امریکایي ځواکونه پکې دېره دي.

په یوه برید کې چې د تېرې جمعې په ورځ شوی و، د امریکا د دفاع وزارت یوقراردادي وژل شوی او څو امریکایي او عراقي پوځیان ټپیان شوي و.

کتایب حزب الله چې وایي، پنځوس غړي یې د امریکا په هوایي بریدونو کې وژل شوی او پنځوس نور ټپیان شوي، د امریکایي پوځیانو پراډو په بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG