د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

په امریکا کې د ولسمشر لپاره د استیضاح پړاونه


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امريکا د متحدو ايالتونو استازو جرګې تېره چهارشنبه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استيضاح لپاره موافقه رايه ورکړه.

د امريکا د متحدو ايالتونو د استازو جرګې ولسمشر ډونالډ ټرمپ استيضاح کړ.

خو د يوه ولسمشر د استيضاح لپاره زيات نور کارونه بايد وشي، داسې نه ښکاري چې ولسمشر ټرمپ دې عملاً استيضاح شي.

کله چې په ١٧٨٠میلادي کال کې د امريکا اساسي قانون وليکل شو، پرېکړه وشوه چې د يوه منتخب ولسمشر د لرې کېدو لپاره بايد يو واضح ميکانيزم په پام کې ونيول شي.

دغه تصميم د استيضاح د پروسې د تدوين سبب شو، چې د امريکا جمهوري رياست له خيانت، رشوت اخيستو، په لوړه کچه له نورو جرمونو او تخلفاتو خوندي کوي.

د امريکا په متحدو ايالتونو کې د اسيتضاح پروسه څه ډول ده؟

پر ولسمشر د تور لګولو په اړه بايد اول د امريکا په کانګرس کې د استازو جرګه پرېکړه وکړي.

کله چې ولسمشر رسماً تورن شو، د هغه د تورونو موارد او د استيضاح موضوع د استازو رايې اخيستنې ته وړاندې کېږي.

که د استازو جرګه پر ولسمشر لګول شوي تورونه او استيضاح په قاطع اکثريت تاييد کړي، موضوع مشرانو جرګې ته استول کېږي.

مشرانو جرګه ممکن محاکمې ته ورته جلسه راوبولي، که ولسمشر مقصر وګڼل شي، نو له دندې به لرې کړاى شي.

ايا د امريکا کوم ولسمشر استيضاح شوى دى؟

تر ډونالډ ټرمپ مخکې د امريکا دوه نور ولسمشران هم استيضاح شوي دي خو دواړه توانېدلي خپله کاري دوره پوره کړي.

اندريو جانسن (Andrew Johnson) د امريکا اوولسم ولسمشر و، چې په ١٨٦٨میلادي کال کې د جنګ د وزير د لرې کولو او بدلولو د هڅې په خاطر استيضاح شوى و.

د امریکا پخوانی ولسمشر اندريو جانسن
د امریکا پخوانی ولسمشر اندريو جانسن

بيل کلېنټن بيا د امريکا دوڅلوېښتم ولسمشر و، چې په ١٩٩٨میلادي کال کې د درواغو ويلو او د عدالت د مخنيوي په تور استيضاح شو.

د امریکا پخوانی او دوه څلوېښتم ولسمشر بیل کلېنټن
د امریکا پخوانی او دوه څلوېښتم ولسمشر بیل کلېنټن

خو د امريکا اووه دېرشم ولسمشر ريچارد نيکسن(Richard Nixon)مخکې تر دې چې د استيضاح پروسه يې پيل شي، له خپلې دندې استعفى کړې وه.

د امریکا پخوانی او اوه دېرشم ولسمشر ریچارد نیکسن
د امریکا پخوانی او اوه دېرشم ولسمشر ریچارد نیکسن

ډونالډ ټرمپ اوس په کوم موقف کې دى؟

د ډونالډ ټرمپ د استيضاح پروسه په استازو جرګه کې چې د ده د سيال ډيموکرات ګوند غړي په کې اکثريت دي، بشپړه شوې ده.

د امريکا مشرانو جرګه کې چې د ولسمشر ټرمپ د خپل ګوند جمهوريت غوښتونکو سناتوران په کې اکثريت دي، د استيضاح پروسه د ميلادي کال د وروستيو ورځو د رخصتۍ په خاطر ځنډول شوې ده.

ايا ډونالډ ټرمپ به له واک څخه لرې کړاى شي؟

دا هغه پوښتنه ده، چې تر اوسه ورته ځواب نه دى موندل شوى، خو داسې نه ښکاري چې ډونالډ ټرمپ دې له قدرت څخه ليرې کړاى شي.

د هغه د ليرې کېدو لپاره بايد د مشرانو جرګې دوه پر درېيمه برخه غړي موافقه رايه ورکړي.

دا مهال په مشرانو جرګه کې جمهوريت غوښتونکي ٥٣ او ډيموکراتان ٤٥ څوکۍ لري، دوې نورې څوکۍ د خپلواکو سناتورانو دي.

اوس که تصور وشي چې ټول ډيموکراتان د ولسمشر ټرمپ د ليرې کېدو په پلوي رايه ورکړي، لږ تر لږه ٢٠ جمهوريت غوښتونکي هم بايد خپل جهت بدل کړي، يعنې ولسمشر مقصر وګڼي او د هغه ليرې کېدو ته مثبته رايه ورکړي.

که ولسمشر ټرمپ مقصر ثابت شو، څه کېږي؟

که څه هم دا ډېره ليرې ده، چې ولسمشر ټرمپ په لوى اکثريت په مشرانو جرګه کې مقصر وپېژندل شي، خو که احياناً داسې وشول مرستيال ولسمشر مايک پينس به د هغه ځاى نيسي او د هغه د دورې پاتې موده به بشپړوي.

XS
SM
MD
LG