د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

د امریکا ډیموکرات استازو د ټرمپ استیضاح لپاره دوه تورونه اعلان کړي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا د کانګرس په استازو جرګه کې ډیموکرات استازو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استيضاح لپاره دوه تورونه اعلان کړي دي.

د امريکا د کانګرس په استازو جرګه کې د دوو کمېټو رئيسان استدلال کوي چې په نږدې راتلونکي کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ استيضاح ته اړتيا ليدل کېږي.

د استازو جرګې د قضايي چارو د کمېټې مشر جيرالد نادلر (Jerrold Nadler) پرون سې شنبه وويل، هېڅ‌څوک حتى ولسمشر هم تر قانون پورته نه‌دى.

هغه وویل: "موږ ساده اقدام نه‌کوو، موږ لوړه کړې چې د اساسي قانون دفاع به کوو، د ولسمشر ټرمپ برخلاف موږ پوهېږو چې تر هر څه مخکې مو دنده د اساسي قانون او د امريکا د وګړو د ګټو خونديتوب دى، ځکه نو نن بايد دا جدي اقدام وکړو."

بل‌خوا د استازو جرګې د استخباراتو د کمېټې رئيس ادم شيف هم پرون وويل چې په کار ده د ولسمشر ټرمپ د استيضاح لپاره انتظار پاى ته ورسول شي او رأيه ورکړل شي.

په استازو جرګه کې ډیموکرات استازي ادعا کوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېره جولاى مياشت کې د اوکراين له ولسمشر ولادیمير زلنسکي سره په ټیليفوني مکالمه کې پر هغه فشار راوستلى چې له امريکا د پوځي مرستې په بدل کې د پخواني مرستيال ولسمشر جو بايډن او د هغه د زوى هنټر په اړه تحقيقات وکړي. دوى د اوکراين د انرژۍ په يوه شرکت کې دخيل وو.

جو بايډن د امريکا د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند مخکښ کانديد ګڼل کېږي.

ولسمشر ټرمپ تل ويلي چې په دې مکالمه کې يې کومه غير قانوني غوښتنه نه‌ده کړې او هغه د استيضاح لپاره پيل شوې هڅه يوه دسيسه ګڼلې ده.

ولسمشر ټرمپ پرون سې شنبه په خپل ټويټر کې وليکل، چې د اوکراين ولسمشر او د بهرنيو چارو وزير په وار وار ويلي چې په دې ټیليفوني مکالمه کې پر چا کوم فشار نه‌دى راوستل شوى.

سپينې ماڼۍ هم پرون ويلي چې د ولسمشر ټرمپ د استيضاح په تړاو دواړه تورونه، يو دا چې له خپل صلاحيت څخه‌يې ناوړه استفاده کړې او بل دا چې د کانګرس د چارو په وړاندې خنډ جوړوي، بې‌اساسه دي.

که اوس پر ولسمشر ټرمپ د ډیموکراتانو له‌خوا د وظيفوي صلاحيتونو د ناوړه استفادې او د کانګرس په وړاندې د خنډ جوړولو تورونه ثابت شي، دى به درېيم ولسمشر وي چې استيضاح کېږي.

که څه هم د امريکا په تاريخ کې اندريو جانسن او بل کلېنټن د کانګرس له‌خوا استيضاح شول، خو دوى بيا هم پر قدرت پاتې شول.

تمه کېږي د امريکا د استازو جرګه راتلونکې اوونۍ په ټوله‌یيز ډول پر ولسمشر ټرمپ د لګول شويو تورونو په اړه رأيه ورکړي.

خو د رأيو نتيجه د امريکا مشرانو جرګې ته ځي، وروسته به د ولسمشر د استيضاح پرېکړه کېږي.

خو له قدرت څخه د ولسمشر ډونالد ټرمپ ليرې کېدل ځکه عملي نه‌ښکاري چې په مشرانو جرګه کې جمهوريت غوښتونکي اکثريت دي.

له قدرت څخه د يوه ولسمشر د ليرې کېدو لپاره د مشرانو جرګې دوه پر درېيمه برخه رأيو ته اړتيا ده.

XS
SM
MD
LG