د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

عراقي پولیسو پر حکومت ضد مظاهره کوونکو ډزې کړي


په عراق کې له تېرو شاوخوا دوو اوونیو راهیسې روان اعتراضونه اوس ډېر کړکېچن پړاو ته رسېدلي دي. تر دې مهاله د ۲۵۰ کسانو وژل کېدو خبر ورکړل شوی.
په عراق کې له تېرو شاوخوا دوو اوونیو راهیسې روان اعتراضونه اوس ډېر کړکېچن پړاو ته رسېدلي دي. تر دې مهاله د ۲۵۰ کسانو وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

د عراق پولیسو په لومړي ځل په بغداد کې پر حکومت ضد مظاهره کوونکو ډزې کړې دي.

په عراق کې له تېرو شاوخوا دوو اوونیو راهیسې روان اعتراضونه اوس ډېر کړکېچن پړاو ته رسېدلي دي.

حکومتي ځواکونه غواړي د اعتراض کوونکو مخه ونیسي او هغوی سره تیت کړي، خو د مظاهرو د کمېدو څرک نه‌لګېږي.

یوازې د دوشنبې په ورځ (نومبر په ۴مه) په بغداد کې د پولیسو په ډزو کې ۱۲ تنه اعتراض کوونکي ټپیان شوي دي.

ویل کېږي دا لومړی ځل وو چې پولیسو په پلازمېنه عراق کې پر مظاهره‌چیانو ډزې کړې دي.

دا مظاهرې یوازې په بغداد پورې محدودې نه‌دي، بلکې په نورو ښارونو کې هم د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه دوام لري.

د عراق د بشري حقونو کمېسیون تېره ورځ راپور ورکړ چې په کربلا ښار کې د ایران قونسلګرۍ مخته څلور تنه ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان دي.

هغه اعتراض کوونکي چې د اداري فساد او بې‌کارۍ پر ضد یې مظاهرې پیل کړې وې، د د تېرې یکشنبې په ورځ پر ایران غصه شول چې ولې د عراق په چارو کې لاسوهنه کوي.

عیني شاهدان وایي، ډېری معترضینو د ایران پر قونسلګرۍ یرغل وروړ او د هغه هېواد بیرغ‌یې له ودانۍ څخه لیرې کړ.

محمد یو عراقی اعتراض کوونکی دی چې له ایرانه ښه زړه نه‌لري او د نورو ځوانانو په څېر د ایران د لاسوهنې پر ضد شعار ورکوي.

هغه وویل: "موږ ځوانان یو، غواړو دا هېواد ورغوو بې‌عدالتي بس ده. د ایران د سپاه قدس د قوماندان قاسم سلیماني لاسوهنه نوره بس ده. عراق د هغه په کنټرول کې دی. زموږ یو روحاني کس چې نه‌غواړم نوم‌یې واخلم وایي، دا ټول تاوتریخوالی دی، موږ زور زیاتی نه‌کوو، سوله‌ییز مخته ځو."

د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي له اعتراض کوونکو غوښتي چې بېرته عادي ژوند پیل کړي، ځکه د هغه په وینا د دې وضعیت دوام عراق ته میلیاردونه ډالره اقتصادي زیان رسوي.
د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي له اعتراض کوونکو غوښتي چې بېرته عادي ژوند پیل کړي، ځکه د هغه په وینا د دې وضعیت دوام عراق ته میلیاردونه ډالره اقتصادي زیان رسوي.

په دغو اعتراضونو کې چې د اکټوبر له ۲۴مې په عراق کې پیل شوي، تر اوسه څه باندې ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.

مظاهره‌چیان وایي، عراق له نفتو ډک دی، خو اداري فساد، بې‌کاري او د ژوند لومړنیو خدماتو ته نه‌لاسرسي دوی ستړي کړي دي.

د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي له اعتراض کوونکو غوښتي چې بېرته عادي ژوند پیل کړي، ځکه د هغه په وینا د دې وضعیت دوام عراق ته میلیاردونه ډالره اقتصادي زیان رسوي.

د مهدي په خبره، د عراق د تېلو تأسیساتو ته د ورغلو لارو بندول او هم د دې هېواد د ملي ګټو پر وړاندې ګواښ رامنځته کول، ټولو خلکو ته زیان رسوي او هېڅ‌څوک به ګټه ونه‌کړي.

له دې سره سره اعتراض کوونکو ژمنه کړې چې د غوښتنو تر منل کېدو پورې به د حکومت پر ضد مظاهرو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG